په افغانستان کې یو شمېر لویې کورنۍ وايي، د بې وزلۍ او کمزوري اقتصاد له امله د خپلو ماشومانو لپاره خوراکي توکي، جامې او نور اړین توکي نه شي برابرولی.
په افغانستان کې د هغو کورنیو چې د غړو شمېر یې ډېر دی، وايي، د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله د خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي توکو، جامو او نورو اړتياوو د برابرولو وس نه لري.
ځینې خو حتي وايي، یوازې په دې لټه کې دي چې ماشومان یې ژوندي پاتې شي.
د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:
"زه اووه ماشومان لرم چې د ټولو عمرونه یې تر پنځلسو کلونو کم دي، دوی ډېرې غوښتنې لري، کله چې د باندې د چا ښه کالي وګوري او څوک ښه خواړه برابروي، دوی یې هم له ما غواړي زه ورسره ژمنه کوم چې که بازار ته لاړم تاسو ته یې هم اخلم، څه وکړو په دې ډول خپل ماشومان تېر باسو وس یې نه لرو."
دا په افغانستان کې د یوې کورنۍ کیسه نه ده.
اتل، د کابل اوسېدونکی چې نهه ماشومان لري، له ورته ننګونو سره مخامخ دی.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ لویه کورنۍ لرو چې یوولس کسه دي او زه باید د هغوی لپاره خوراک برابر کړم، تل په همدې فکر کې یم چې څنګه دغه کار وکړم او خپل عادي ژوند پرمخ یوسو، بل هیڅ نه غواړو یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې کوو"
په افغانستان کې ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت او په دغه هیواد کې د لویو خو بېوزلو کورنیو اندیښنې په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې ورځ د جولای د میاشتې ۱۱مه د وګړو نړیواله ورځ ده.
د دې ورځې د نومولو موخه په نړۍ کې د خلکو د ستونزو په اړه عامه پوهای ښودل شوى.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د ملي احصایې او معلوماتو د ادارې ویاند حلیم رفیع د وګړو د وروستیو شمېرو په اړه د ازادي راډیو د پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه، خو دې ادارې د جون په ۲۵مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي و چې په اوسط ډول په افغانستان کې د کورنیو شمېر له ۸ تنو ډېر دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د نفوس ۲۸.۲ سلنه له پنځو کلونو کم او ۵۴.۴ له اتلسو څخه کشر دي.
د کډاالۍ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان (IOM) دوه میاشتې وړاندې ویلي و چې سږ کال به په افغانستان کې د وګړو شمېر ۴۴.۲ میلیونو ته ورسیږي چې پنځه کاله وړاندې ۳۶.۷ میلیونه وو.
دغه سازمان ویلي چې د افغانستان ۵۲ سلنه نفوس له ۱۸ کلونو کم عمرلري.
IOM ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له ناوړه بشري کړکیچ سره مخامخ دی، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه تر بل هر وخت زياته شوې ، ۲۳.۷ میلیونه یا د افغانستان نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړ دي.
په همدې حال کې د ټولنیزو چارو یو شمېر کارپوهان وايي په افغانستان کې د وګړو د شمېر زیاتېدل په داسې حال کې چې ډیری افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي ډیری ننګونې رامنځته کولی شي چې باید په اړه یې اقدامات وشي.
د ټولنپوهنې او کلتوري مطالعاتو په برخه کې لیکوال او څېړونکی کریم دهقان ازادي راډيو ته وویل:
"د پوهې کمښت، فقر، د ټولنیز او کتلوري درک کموالی، د سالمې روزنې لپاره د چاپیریال نه موجودیت، بې وزلي او کلتوري ستونزې هغه لویې ننګونې دي چې وګړي په اوږدمهال کې له ګڼو معیشتي ستونزو سره مخامخ کوي.."
ملګرو ملتونو د وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وېبپاڼه کې کښلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ نفوس ۷،۹ میلیارده ته ورسید او تمه ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېره ۸.۵ میلیاردو ته لوړ شي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا ډراماتیکه وده له ښاري کیدو او مهاجرت سره تړاو لري او په ورته وخت کې پر اقتصادي پراختیا، کار، عاید، فقر او ټولنیز خوندیتوب اغیزه پرې باسي.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د خلکو اړتیاوو ته د ځواب لپاره باید پالیسي جوړوونکي پوه شي چې په نړۍ کې څومره خلک ژوند کوي، چیرته اوسیږي او عمرونه یې څومره دي.