د نجونو د زدهکړو ملي کمپاین او د افغانستان د سولې او بیارغونې کمېټه وايي، د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د افغانستان د نیمايي وګړو پر راتلونکي مستقیم برید دی.
دغو سازمانونو په یوې اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ یې د جرمني په برلین ښار کې د خپلې ګډې غونډې په اړه خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې په سیستماتیک ډول له زدهکړو، چې د دوی بنسټيز حق دی، بې برخې دي او دا نه یوازې د دوی د فردي ودې مخه نیسي، بلکې همدارنګه د ټول هېواد اقتصادي او ټولنیز جوړښت ته زیان رسوي.
د دې غونډې موخه چې د نجونو پر زدهکړو د بندیز د ۱۰۰۰ ورځو په مناسبت جوړه شوې وه، په افغانستان کې د نجونو د تعلیمي ستونزو څېړل او د حل پر لارو یې بحث کول دي.
د دې اعلامیې له مخې، نور باید دا محرومیت چې د ظلم په نوم ترې یادونه شوی، ونه زغمل شي او افغانان باید سره یوځای شي او په دې برخه کې خپلو پراخو هڅو ته دوام ورکړي څو په افغانستان کې هرې نجلۍ ته په خوندي چاپېریال کې د زده کړې او ودې زمینه برابره شي.
دغو سازمانونو له ټولو غوښتي چې د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره مبارزه وکړي او تر څنګ یې د بدیل لارو ملاتړ هم وکړي.
په ورته وخت کې، په روانډا کې د سولي ښوونځي بنسټ ایښودونکې شبانه بسیج راسخ د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ۱۰۰۰ورځو محرومیت په اړه په یوې اعلامیه کې دا وضعیت خورا خطرناک وباله.
هغې شنبې د جون په ۱۵مه په خپله ایکسپاڼه د افغان نجونو لپاره د زدهکړو د زمینې د برابرولو پر هڅو ټینګار وکړ.
هممهاله یو شمېر هغه نجونې چې له زدهکړو بې برخې دي هم وايي چې د تعلیمي محدودیتونو دوام به د افغان نجونو راتلونکی تیاره کړي او دا به نه جبرانېدونکی وي.
دوو نجونو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.
یوې نجلۍ وویل: "له بده مرغه تراوسه هم لا د نجونو د زدهکړو برخلیک نه دی مالوم. زما غوښتنه د افغانستان حاکم نظام څخه دا ده چې مونږ ته دې د زدهکړو اجازه راکړي چې ځانته یوه روښانه راتلونکې جوړه کړو او هېواد ته خدمت وکړو. د پوهنتونونو او ښوونځیو بندېدل یو نه جبرانېدونکی عمل دی."
یوه نجلۍ وايي: له بده مرغه که ښوونځي او پوهنتونونه پیل نهشي، د افغانستان راتلونکې به پرته له تیارو هیڅ هم نه وي.
یو بله نجلۍ وايي: "له بده مرغه که ښوونځي او پوهنتونونه پیل نهشي، د افغانستان راتلونکې به پرته له تیارو هیڅ هم نه وي. ځکه دا څو کاله چې د افغانستان نجونې له زدهکړو لري وې، هیڅ قدرت او حکومت دا نهشي جبرانولی."
تر دې وړاندې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او د زده کړو د برخې فعالانو هم په افغانستان کې د څه باندې زرو ورځو لپاره له زدهکړو څخه د شپږم ټولګي پورته نجونو محرومیت نه جبرانېدونکې بللې او ټینګار یې کړی و چې د دغه بندیزونو د لغوه کولو لپاره باید پر طالبانو لازم فشار راوړل شي.
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو په افغانستان کې یې په تېرو درېيو کلونو کې له بیا واکمنېدو سره سره سم د ښځو پر ټولنيزو فعاليتونو د نورو بنديزونو او محدوديتونو تر څنګ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي مرکزونو کې د نجونو پر زدهکړو هم بندیز لګولی دی.