د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۵

د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه د یوه طالب ملا پر ګومارل کېدو پراخې نیوکې

مولوي جلال چې تازه د طالبانو د مشر لخوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټاکل شوی
مولوي جلال چې تازه د طالبانو د مشر لخوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټاکل شوی

د روغتیا په برخه کې کارپوهان د طالبانو حکومت له خوا د عامې روغتیا وزارت د نوي سرپرست په ټاکلو نیوکه کوي او وايي چې د روغتیا په برخه کې د غیر مسلکي کسانو ګمارل به د افغانستان پر روغتیايي سیستم منفي اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې د خپل حکومت د عامې روغتیا سرپرست قلندر عباد له دندې ګوښه او د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي یې د هغه پر ځای ګمارلی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې د دوی د مشر فرمان خپور کړی چې پر اساس یې یو شمېر نورې ګمارنې او تبدیلۍ هم شوي دي.

له ډلې یې د سمنګان پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي په توګه او د فاریاب پخوانی والي محمد شعیب رسالت د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو د مشر په فرمان کې د قلندر عباد چې د روغتیا په برخه کې لوړې زده کړې لري، د ګوښه کولو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي او د هغه لپاره کوم بل مقام هم په پام کې نه دی نیول شوی.

د روغتیا برخې پوهان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخواني چارواکي د طالبانو پر دغو نویو ګمارنو نیوکه کوي او وايي چې افغانستان یو کمزوری روغتیايي سیستم لري او د دې سیستم د مدیریت لپاره باید د اړوندو زده کړو درلودونکی او با تجربه کس وګمارل شي.

په تېر جمهوري نظام کې د عامې روغتیا وزارت پخوانی ویاند غلام دستګیر نظري وايي: " هر وزارت اړتیا لري چې مسلکي مشر ولري. کله چې کار اهل کار ته ونه سپارل شي، مونږ باید خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د ښه والي تمه ونه لرو. له بده مرغه له درېیو کلونو راهیسي دغه ناورین د روغتیا په برخه کې په سيستماتيک دول جریان لري. غیر مسلکي کسان په روغتونونو او عامې روغتیا وزارت کې ځای په ځای شوي."

نوموړی زیاتوي چې دا مهال د افغانستان روغتیايي سیستم د بودیجې، امکاناتو او د سازمانونو د ملاتړ له کمښت سره مخ دی او د غیر مسلکي کسانو شتون به وضعیت لا پسې خراب کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د افغانستان د روغتیایي سیستم د لا خرابیدو خبرونه په زیاتیدو دي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د افغانستان د روغتیایي سیستم د لا خرابیدو خبرونه په زیاتیدو دي

د انګلستان د کامبریج پوهنتون د روغتیایي برخې څیړونکي ډاکټر محمد نوروز حقمل ازادي راډيو ته وویل چې په ډیرو هیوادونو کې د روغتیا سکتور د مشرۍ لپاره مسلکي کسان ګمارل کیږي چې د روغتیايي سیستم د ښه والي لپاره کار وکړي.

"د یو ډاکټر شتون، نه یوازې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په راس کې بلکې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې ډیر اړین دی. ځکه هلته چې غیر مسلکي کسان ټاکل شوي سمه پایله یې نه درلوده. د عامې روغتیا وزارت یو پیچلی او مغلق سکتور دی چې یو پوه، تجربه لرونکي مسلکي کس ته اړتیا لري."

د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا د سرپرست وزیر په توګه د مولوي نور جلال پر ټاکل کېدو نیوکې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېرې دي.

له ډلې یې د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي عارف رحماني په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د روغتیا په سکتور کې د مولوي ګومارل د دین او عقل خلاف کار دی او د طالبانو مشر د بې پروايي څرګنده ښکارندويي کوي.

د فیسبوک یوې کارونکې مسعودې احمدي لیکلي چې مسلکي وزیر له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ټاکل شوی دی.

د طالبانو پر مشر ملا هبت الله اخندزاده څو ځلې د غیر مسلکي کسانو د ګمارلو او د دولتي دندو د رهبرۍ لپاره د دې ډلې د غړو د ګومارلو له امله نیوکې شوې دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په مشرتابه کې پر نوې ګمارنې نیوکې په داسې حال کې کېږي چې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې د افغانستان د روغتیا سکتور له جدي ستونزو سره مخ دی او په لرو پرتو سیمو کې میلیونونه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG