په بامیان کې د درېیو بهرنیو ګرځندویانو تر وژل کېدو وروسته پوښتنې ولاړې شوي چې ولې لا هم د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته بهرنیان د سیاحت لپاره ځي؟
خپلو وګړو ته د لوېدیځو هېوادونو له خبرداریو سره سره لا هم افغانستان ته د دغو هېوادونو وګړي د ګرځندویانو په توګه ورځي، هغه هم د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته، هغه طالبان چې وخت ناوخت په دغه هېواد کې د لوېدیځ د شکست ادعاوې کوي.
طالبان تورن دي چې د پخواني جمهوریت پر خلاف د جګړې پر مهال یې افغانستان کې پر بهرنیانو پېچلې او خونړۍ حملې کړي، دوی یې اختطاف کړي او بیا یې د خپلو مهمو بندیانو د ازادۍ په بدل کې تبادله کړي، خو اوس چې دوی پر قدرت دي، له دغو بهرنیانو سره یې چلند بدل دی.
په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډا، بریتانیا، فرانسې او نورو په ګډون ځینو هېوادونو خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته دې د امنیتي ستونزو له کبله له سفر کولو ډډه وکړي، دغه لوېدیځوال ولې لا هم افغانستان ته په سیاحت ځي؟
زیات ګرځندویان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ریاست تر څار لاندې افغانستان ته ځي.
د دغه وزارت پخوانی ویاند صابر مومند وايي، په بامیان کې د تېرې لمریزې میاشتې پېښې وښوده چې "تروریستان" لا هم د "توریستانو" یا ګرځندویانو پر وړاندې وسله په لاس دي.
هغه وویل: "که څه هم په وروستیو کې داسې ښوول کېږي، چې افغانستان د توریستانو او بهرنیانو لپاره خوندي ځای دی، خو وروستۍ پېښه د دې څرګندويي کوي، چې بیا هم «تروریستان» د «توریستانو» په وړاندې ولاړ دي او حاکمه ډله د توریستانو د امنیت په ټینګښت کې یو څه پاتې راغلې ده."
پر ټولنیزو شبکو وخت ناوخت په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري چې د طالبانو وسلهوال له بهرنیو سیلانیانو سره عکسونه اخلي، ورسره خاندي، په غاړه کې یې لاس وراچولی، د هغوی د خوندیتوب لپاره له وسلو سره ګرځي او هڅه کوي، نړۍ ته دا وښيي چې په افغانستان کې بهرنیو ګرځندویانو ته د سیاحت او تفریح هر ډول امکانات برابر دي.
خو صابر مومند له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو چلند دوهګونی ګڼي، دی وايي، د طالبانو چلند د داخلي سیلانیانو یا ګرځندویانو په وړاندې بل ډول دی.
هغه زیاته کړه: "یو بهرنی ګرځندوی دی، یو داخلي ګرځندوی دی. په هېواد کې دننه داخلي ګرځندوی له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی. کله چې څوک سیاحتي ساحو او مېلهځایونو ته ځي هلته بېلابېلې پېښې کېږي، حتی ډزې ورباندې شوي، هغوی نیول کېږي، ربړول کېږي. داخلي ګرځندوی ته هېڅ ډول پاملرنه نه کېږي."
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په دغه هېواد کې امن تر ډېره بهتره شوی او خلک کولی شي د افغانستان زیاتو برخو ته سفرونه وکړي او طالبان هم وخت ناوخت خبر ورکوي، چې په سلګونو بهرني ګرځندویان بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي.
د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر مولوي رحمت الله محمدي د روان لمریز کال له پیله یوازې هرات ولایت ته د ۳۰۰ بهرنیو ګرځندویانو د تګ خبر ورکړی دی.
په غزني کې هم د طالبانو د ګرځندوی مدیر مزمل هوتک ویلي، دغه ولایت ته هم تر تېر لمریز کاله پورې ۲۷۴ بهرني ګرځندویان ورغلي چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو وګړي وو، لکه ارجنټاین، بریتانیا، اوکراین، پاکستان، پولینډ، ایټالیا، هالنډ، جرمني، سویډن، هسپانیا، فنلنډ او هندوستان.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېره کب یا حوت میاشت کې ویلي وو، د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ له پیله له بېلابېلو هېوادونو په ټوله کې تر پنځو زرو زیات کسان د سیاحت لپاره افغانستان ته تللي دي.
د طالبانو حکومت، د نړۍ د یوه هېواد لهخوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د نړۍ هېوادونه ورسره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو د سیمې، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا ځینو د ګوتو په شمېر هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي او ورسره تعامل لري.
غوث جانباز چې په روسیه کې یې د ډیپلومات په توګه دنده ترسره کړې وايي، د افغانستان په باب په رسنیو کې له منفي خبرو سره سره ځینې ګرځندویان غواړي افغانستان، چې زیاتې طبیعي ښکلاګانې لري، وګوري.
جانباز وايي: توریزم داسې پدیده ده چې ډېره پخوانۍ ده او د هر انسان په فطرت کې ده، انسانان غواړي چې دنیا وګوري، که څه هم هلته هر ډول خطرونه ورته وي.
هغه وايي: "ځینې کسان په هر حالت کې غواړي افغانستان وګوري، که هغه سیاحتي سفرونه دي، ځینې ځوانان د ماجراغوښتنې یا (Adventure) فطرت لري، غواړي هلته په تګ سره یوه ماجرا وګوري، ممکن ځینې بهرنیان به غواړي په افغانستان کې کوم بزنس هم وکړي. توریزم داسې پدیده ده چې ډېره پخوانۍ ده او د هر انسان په فطرت کې ده، انسانان غواړي چې دنیا وګوري، که څه هم هلته هر ډول خطرونه ورته وي. موږ نه شو کولی د نړۍ د خلکو مخنیوی وکړو، چې غواړي افغانستان وګوري."
جانباز داخلي او بهرنیو ګرځندویانو ته په هر حالت کې د احتیاط سپارښتنه وکړه، خو دا سپارښتنه داسې وخت کېږي چې د غويي یا ثور پر ۲۸مه د مې میاشتې ۱۷مه د افغانستان تر ټولو یوه خوندي ولایت بامیان کې د وسلهوالو کسانو په حمله کې شپږ کسان ووژل شول چې درې تنه یې د اسپانیا وګړي وو.
دا په څه کم درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د خپل ډول له مخې لومړۍ خونړۍ حمله وه چې زیاتو بهرنیانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
په پېښه کې درې افغانان هم ووژل شول او ۷ نور کسان ټپیان شول چې درې یې افغانان او څلور نور یې د هسپانیا، ناروې، اسټرالیا او لاتویا وګړي وو.
د دې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې ومانه، هغې ډلې چې په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د ګڼو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.
د داعش د خراسان ولایت څانګې په بامیان کې په دې حملې سره څه غوښتل ترلاسه کړي او ولې یې بهرنیان په نښه کړل؟
د افغانستان او جنوبي اسیا د چارو شنونکي برنت روبین ازادي راډیو ته وویل، داعش ډلې په وروستۍ حملې سره په افغانستان کې پر سیاحت او هلته پر دېره بهرنیانو خپل فشار راوست.
هغه وویل: "دغې پېښې په افغانستان کې ګرځندویۍ ته خطر پېښ کړی، نه یوازې ګرځندویۍ بلکې رسمي سفرونو ته هم، ځکه دغه (د داعش وسلهوال) په افغانستان کې په لوېدیځوالو او بهرنیانو پسې دي. هغوی (یعنې داعش د حملو لپاره) دومره لوی انتخاب هم نه لري، لکه طالبانو چې درلود، که لږ شمېر کسان هم هلته ځي، ګومان کېږي لوی خطر به ورپېښ وي."
که څه هم د نړۍ ځینو هېوادونو او سازمانونو په افغانستان کې د داعش په څېر د افراطي ډلو د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګولي یا جوزا پر پنځمه یو وار بیا وویل، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه شته.
هغه ویلي، د دوی حکومت ژمن دی، چې هېچا ته اجازه ورنهکړي څو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
اساسي پوښتنه دا ده چې د داعش ډلې وسلهوال څنګه وتوانېدل د افغانستان په یوه امن ولایت بامیان کې د بهرنیو ګرځندویانو او د هغوی پر افغان همکارانو وسلواله حمله وکړي؟
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست او د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي: "دا چې په یوه هېواد کې ولسواک، قانونمند او مشروع حکومت نه وي او ولس د حکومت ملاتړ ونه کړي، داعش، جنايي او نورې تروریستي ډلې په ډېره اسانۍ کولی شي د هغه هېواد امنیت زیانمن کړي او داسې پېښې وکړي چې په خبرونو کې زیاتې راشي، لکه دا وروستۍ پېښه چې په بامیان کې وشوه. دا یې نړۍ ته پیغام ورکړ چې په افغانستان کې امن نه شته او هر څوک چې هلته ځي، یا هلته پانګونه کوي، د هغوی سر او مال به په خطر کې وي. نو وړې ډلې، جنايي یا هم عقیدوي ډلې، کولی شي د یوه هېواد امن په اسانۍ سره خراب کړي او افغانستان نړۍ ته بې ثباته معرفي کړي."
خو د امریکا د متحدو ایالتونو په وېلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې مشر مایکل کوګلمن ازادي راډیو ته وویل، د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه په داسې موقف کې نه ده، چې په افغانستان کې لویې حملې پلان کړي.
هغه وايي: "د اسلامي دولت ډله یا داعش (IS) دا وړتیا نه لري چې د طالبانو رژیم بقا ته کوم خطر پېښ کړي، دا یوه داسې ډله نه ده چې په داسې موقف کې وي چې د سیمو د نیولو او دېته ورته مسایلو لپاره جګړه وکړي، خو هغه څه چې د اسلامي دولت ډله یې کولی شي هغه مشروعیت زیانمنول دي، چې طالبان یې په ولس کې دننه د ترلاسه کولو هڅه کوي. د اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې د طالبانو او ملکي اهدافو خلاف په حملو سره هغه روایت کمزوری کړي، چې طالبان یې تر واکمنېدو وروسته خلکو ته ښيي او هغه دا چې طالبان وايي افغانستان ته یې سوله او ثبات راوستلی دی. په واقعیت کې د اسلامي دولت ډله غواړي خلک ځانونه خوندي ونه ګڼي، دوی غواړي ثابته کړي، چې افغانستان ته سوله او ثبات نه دي راغلي."
د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې افغانستان ته د ګرځندویانو تر څنګ بهرني یوټیوبران هم تللي چې د بېلابېلو ولایتونو ویډیوګانې یې په خپلو چنلونو کې خپرې کړې دي.
په دغو ویډیوګانو کې د بېلابېلو ولایتونو د ګرځندویۍ ساحې معرفي شوي، خو هلته د روان بشري بحران په باب په کې څه نه شته.
د طالبانو غړو او خواخوږو پر ټولنیزو شبکو د دغو ویډیوګانو په بیا خپرولو سره په وار وار ویلي چې په افغانستان کې ډېر مثبت مسایل روان دي او دا د خپل حکومت یوه لاسته راوړنه ګڼي.
خو تر د دغو مثبتو تصاویرو شا ته پراته واقعیتونه ترخه دي، په ګڼو مواردو کې طالبانو داخلي ګرځندویان چې له یوه ولایت بل ولایت ته په سیل تللي د اوږدو وېښتانو او خریلو ږیرو له کبله ځورولي او په ځینو مواردو کې یې توقیف کړي دي.
د ګرځندویۍ شرکتونه په دې باب چې دغه بهرني ګرځندویان څنګه افغانستان ته ځي او هلته یې څوک د امن تضمین کوي له څه ویلو ډډه کوي، خو د بهرنیو ګرځندویانو د شمېر زیاتېدل طالبانو ته، چې د داخلي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو هڅه کوي، مهم ګڼل کېږي.