د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

سخت ورښتونه او سېلونه؛ افغانستان کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له درنو ورښتونو وروسته سېلونو مرګ ژوبلې او ډېر مالي تاوانونه اړولي دي.

پرون د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالي کې سېل درې ماشومان مړه کړل.

د کابل – بامیان لاره د پروان ولایت په شینواري ولسوالي کې د سېل له کبله بنده شوه خو وروسته ځايي چارواکو وویل چې لاره یې بېرته پرانیستې ده. د دې ولسوالۍ په څو سیمو کې سیلونه بهېدلي دي.

د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په باباجي سیمه کې د تندر د لوېدو له کبله یو تن مړ او درې نور ژوبل شول.

پر دې سربېره د هلمند په سنګین ولسوالي کې له شدید ورښت وروسته سېلونو د خلکو ډېرې کرنیزې ځمکې لاندې کړې.

یوه ځایي وګړي په دې اړه وویل:

" ولاړ غنم یې تباه کړل، کورونو ته اوبه راغلي، په هر کور کې ډنډ اوبه ولاړې دي."

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک یې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند په شاوخوا کې ۳ تنه له سیله ژغورلي دي.

دې سېلونو په پنجشېر کې هم خلکو ته مالي تاوانونه اړولي، خو تر دې دمه د تلفاتو خبر یوازې له اروزګان څخه ورکړل شوی دی.

د دې ځای یو اوسیدونکی وايي:

"خلکو د درو تنو مړي له اوبو راایستلي دي، ډېر کورونه او کرنیزې مځکې یې ویجاړې کړي دي. خلکو ته یې هیڅ شی نه دي پرې ایښي."

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم په ټولو ۲۴ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او برېښنا او همداراز سېلونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې پر اساس، د ورښت اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ میلي مترو تر ۶۰ میلي مترو پورې وي.

همداراز د سالنګ د لوړو په شمول په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې د واورې وړاندوینه شوې ده.

په افغانستان کې د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې تېرې شوې، خو د حوت له پیله تراوسه پورې پر له پسې ورښتونه کیږي.

د روان حمل په اتمه سېلونو په فاریاب، سرپل او ننګرهار ولایتونو کې د سرومال ډیر تاوانونه واوړل او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

XS
SM
MD
LG