د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

طالبانو د انلاین صرافیو پر فعالیتونو بندیز لګولی


د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک په افغانستان کې د انلاین صرافیو په فعالیت بندیز لګولی او له خلکو یې غوښتي چې د دې صرافیو له خدمتونو دې ګټه نه اخلي.

په افغانستان کې په بېلابېلو برخو د طالبانو حکومتو د بندیزونو په دوام، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک، د انلاین صرافیو پر فعالیتونو هم بندیز ولګاوه.

د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو صرافیو کار قانوني او خوندي نه دی او تر اوسه د دغه بانک له‌خوا دوی ته د فعالیت جواز نه دی ورکړل شوی.

هغه وايي: "په انلاین صرافیو کې فزیکي ځای نه‌شته، تضمین نه‌شته، سرمایه نه ده معلومه، د پانګونې ځای معلوم نه دی، له شرعي اړخه ستونزه لري، نو ځکه د افغانستان بانک هیڅ کس یا شرکت ته د آنلاین صرافۍ جواز نه دی ورکړی."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک، د دوشنبې په ورځ یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په دې اړه یې خپلو کشفي او امنیتي څانګو ته خبر ورکړی او که چېرې داسې کسان یا شرکتونه وپېژندل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.

هممهاله د افغانستان د صرافانو د ټولنې مسوولان وايي، د دغو صرافانو د فعالیتونو د بندولو پر ځای د هغوی فعالیتونه بايد قانوني شي.

د يادې ټولنې ویاند عبدالرحمن ځيرک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان بانک پرون یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې دا کار غیرقانوني دی او موږ هیچا ته اجازه نه ده ورکړې، خو زما نظر دا دی چې که د افغانستان بانک وکولای شي د دې فعالیت لپاره یوه منظمه پالیسي او لايحه جوړه کړي او په قانوني بڼه د افغانستان بانک تر څارنې لاندې دا کار وشي ، زما په نظر دا به ډېر ښه شي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په‌دې راپور کې د هغو کسانو نظر هم واخلي چې د انلاین صرافۍ کار کوي، خو یو شمېر هغو یې د موضوع د حساسیت له امله په‌دې اړه خبرو ته حاضر نه‌شول.

ارشیف: په کابل کې د صرافۍ مارکېټ یوه څنډه
ارشیف: په کابل کې د صرافۍ مارکېټ یوه څنډه

خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان هم په‌دې باور دي چې د طالبانو حکومت باید د اقتصادي فعالیتونو د درولو پر ځای د هغو کسانو د فعالیتونو د ودې لپاره زمینه برابره کړي چې په‌دې برخه کې کار کوي.

د دوی له ډلې عبدالناصر رشتیا ازادي راډیو ته وویل: "حکومت ته په‌کار ده چې د اقتصادي سکتور فعالینو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي، که بندیزونه ولګول شي، نو له یوې خوا به د کار زمینه له ګواښ سره مخ شي او له بلې خوا به په دې برخه کې د پانګونې زمينه برابره شي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو حکومت د انلاین صرافۍ پر فعالیتونو بندیز لګوي او هغه یې غیر قانوني بللي دي.

د ځینو سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکو له دې وړاندې هم څو کسان د انلاین صرافۍ فعالیتونو په تور نیولي وو.

په افغانستان کې د دې انلاین صرافۍ د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه‌شته، خو ډېری یې د ډیجیټل اسعارو په پېر او پلور بوخت دي، چې له دې لارې عاید ترلاسه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG