نن د اپرېل اوومه د روغتیا نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې میلیونونه خلک روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نه لری او یا هم محدود لاسرسی لري.
د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچاو" تر دې مخکې ویلي وو چې سږ کال به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له ننګونو ډک کال وي؛ ځکه چې د دغه سازمان په وینا، اقتصادي ستونزې او په دې برخه کې د پانګونې کموالی مستقیم اغېز لري.
دغه سازمان په مارچ میاشت کې په خپل میاشتني راپور کې لیکلي وو چې د اقلیمي بدلونونو، د سمې او سالمې تغذیې د نشتوالي او ځینو نورو ستونزو له امله په دې میاشت کې شدیدې تنفسي او ساري ناروغۍ او شری زیات شوی دی.
په ورته وخت کې، یو شمېر افغانان هم وایي چې د دولتي روغتیايي خدمتونو د نشتوالي، بېوزلۍ، بېکارۍ او د درملنې لګښت نه درلودو له امله دې ته اړ دي چې له روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د کابل ولايت اوسېدونکې ازاده وايي، د بېوزلۍ او د درملنې د لګښت نه درلودو له امله نه شي کولى د خپلو ناروغيو درملنه وکړي.
هغي وویل: "زیړی لرم او تر اوسه مې خپله درملنه نه ده کړې، اقتصادي ستونزې لرم او د درملنې توان نه لرم. کله چې کور ته څېرمه دولتي روغتیايي مرکز ته لاړم، هغوی وايي چې باید بهر معاینات وکړم، دوی ماته دوا نه راکوي."
د فارياب ولايت اوسېدونکى حميدالله چې په دواړو پښو معلول دى هم د روغتيايي خدمتونو له نه شتون شکايت کوي.
هغه وايي، يوه پښه يې لا هم ټپي ده، خو د درملنې لپاره يې پيسې نه لري.
نوموړي وویل: "نږدې یوه میاشت کېږي چې زما له پښو څخه يې پلاتین لیرې کړی، خوټپ یې لا هم نه دی روغ شوی او مکروبي شوی. زما مېرمن هم د سترګو ستونزه لري او زما د زوی سینه درد کوي، د درملنې لپاره یې پیسې نه لرم."
د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکې مرضیې ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې یې ښځو ته د درملنې کوم مرکز نه شته.
هغې وویل: "زه شپږ ماشومان لرم، مېړه مې په ایران کې کار کوي. دلته زموږ په کلي کې کلینیک نه شته. له ۱۵ څخه تر ۲۰ کیلومتره لرې یو کلینک شته. که د انتقال لپاره کومه وسیله وي خو ښه که نه نو باید همدلته ولادت وکړو."
دا خلک تمه لري چې وړیا روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی ولري.
د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ د روغتيا برخې رضاکار الفت محب زى وايي چې د شينوارو او اچين ولسواليو لپاره يواځې يو روغتيايي مرکز شته او اوس دغه مرکز هم د درملو له کمښت سره مخ دى.
هغه وايي: "دلته د د دوو ولسواليو ترمنځ د اچین سيایفسي په نوم يو کلينيک شته. د خرابو سړکونو سره سره خلک له لرې لرې ځایونو دلته راځي، خو يوه مياشت کېږي چې درمل نه شته. له عامې روغتيا او بنسټونو څخه نوغوښتنه دا ده چې ژر تر ژره مو دې درملنه وشي."
د روغتیا په برخه کې یو شمېر متخصصین هم وايي چې دا مهال د افغانستان د روغتیا سکتور زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
یو له دوی څخه ډاکتر یوسف طیب ازادي راډیو ته وویل چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د محدودیت د له منځه وړلو لپاره باید ځینې ټکي په پام کې ونیول شي.
طیب وايي: "په هغو ځايونو کې چې روغتيايي خدمتونو ته فزيکي لاسرسی لږ دی، بايد نوي روغتيايي کلينيکونه او مرکزونه جوړ شي. که په هېواد کې کافي متخصص ټيم نه وي، بايد د روغتيايي ټيم د روزنې په برخه کې کار وشي."
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي اسانتیاوو او خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ویبپاڼه کې د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې په ټوله نړۍ کې د میلیونونو خلکو د روغتیا حق په مخ په زیاتېدونکي توګه له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي چې شخړې او بې ځایه کيدل د لوږې، بېوزلي او جسمي او رواني ناروغیو لامل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې "زما روغتیا، زما حق" د سږ کال د روغتیا نړیوالې ورځې شعار دی.
دا شعار په هر ځای کې له تبیعض پرته کیفیت لرونکي روغتیایی خدماتو، زده کړې او معلوماتو او همدارنګه د څښاک پاکې اوبو، پاکه هوا، ښه تغذیه، باکیفیته مسکن، کاري شرایط او مناسب چاپېریال ته د ټولو خلکو د لاسرسي حق څخه د ملاتړ لپاره غوره شوی دی.