د بېپولو ډاکترانو سازمان وايي، په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسي او د روغتیايي شرایطو خرابېدو د خلکو ترمنځ د مړینې خطر زیات کړی دی.
د بېپولې ډاکترانو سازمان د افغانستان روغتیايي سیستم له اوږدې مودې راهیسې د کارکوونکو کموالي او د بودیجوي کمښت له امله له ننګونو سره مخ بللی.
دې سازمان په یوه راپور چې پرون یې خپور کړی لیکلي، د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د زېربناوو لهمنځه تلو، د صحي پرسونل کمي، روغتیايي شرایطو خرابېدو او د روغتیايي اړتیاوو د نه پوره کولو له امله، د خلکو ترمنځ د مړینې خطر هم زیات کړی دی.
په دې راپور کې زیاته شوې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د حکومت له بدلون وروسته چې ورسره د ملاتړ کوونکو تمویل را کم شو، د افغانستان په روغتیايي سیستم فشار هم اضافه شوی دی.
د بېپولې ډاکترانو سازمان د افغانستان په شمال کې خپلو فعالیتونو ته په اشارې دا هم لیکلي چې په دولتي روغتونونو او کلنیکونو کې ماشومانو ته د پاملرنې پرسونل، بودیجې او اسانتیاوو د نشتوالي له امله د دې ادارې کلنیکونو ته زیات ناروغان راځي.
د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې راپور کې یادو شویو اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نهکړه، خو وړاندې یې ادعا کړې چې دوی توانېدلي چې د افغانستان صحي سیسټم له فلجېدو وژغوري.
خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بیا خلک وايي، نه یوازې دا چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نهلري، بلکې د روغتیايي مرکزونو کمي، درملو او د روغتیاپالانو نهشتون یې ژوند له کړاوونو ډک کړی دی.
د هلمند اوسېدونکی رحیم محمد ازادي راډیو ته وویل: "کلینیک نهلرو، چېرې شته یو ورځ دلته وي، میاشت بل ځای وي. زما زوی ناروغ و، کلینیک ته ولاړو، له هغه ځای یې نېش ته ځواب ته کړو، بیا مجبور شوم کندهار ته ولاړم. فکر مې نه کاوه چې زوی به مې ژوندی پاتې شي. ډاکټران نهشته، یوه ورځ دلته وي، میاشت بل ځای. دوه ډاکتران راغلي یوه ور سره ښځه ده، دلته یوه خونې دي هلته ناست وي، دلته یوه ورځ کار وکړي، نور بیا بېرته بازار ته ځي."
د کونړ اوسېدونکی ګل زمان بیا وايي، سیمه کې روغتیايي مرکز نهلري او مجبور دي چې خپل ناروغ تر ښار ورسوي.
هغه وایي: "دلته روغتیايي اسانتیاوې نهشته. د دې سیمې خلک خپل ناروغان ښار ته وړي، مصارف هم نهلري. ډېر کله ناروغان لاره کې ومري، دومره مشکلات لرو. په ځانګړي ډول د ښځینه ناروغانو لپاره ډېرې ستونزې دي او ډېرې په لاره کې مړې کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ کال په اګسټ کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې د افغانستان روغتیايي سکټور له مالي ستونزو سره مخ وباله او زیاته یې کړه، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ۸ میلیونه خلکو ژوند ژغورونکو اړینو او ممکنه طبي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړی.
د افغانستان روغتیايي سکټور هغه مهال له لا زیات فشار او مالي ستونزو سره مخ شو چې طالبانو په دولتي ادارو او خصوصي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه.
د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ولیکل، په نادولتي موسسو کې د ښځو د کاربندیز له امله ۹۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې د فعالیت بندېدو سره یې نږدې نیم میلیون افغانان له روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په اګست کې دا هم ویلي و هره ورځ څلور ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري.