د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

پاکستان کې د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنایش برید؛ روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی


احمد هنایش
احمد هنایش

د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش د چهارشنبې په ورځ د اپرېل درېیمه په پاکستان کې په یو وسله‌وال برید کې ټپي شو.

هنایش، چې له اوږدې مودې له دغې راډیو سره کار کاوه، د چهارشنبې په ورځ د اپرېل په درېیمه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې تپي شو.

نوموړی چې له ټپي کېدو ورسته روغتون وړل شوی، روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

پاکستانی پولیس وايي، دا پېښه څېړي.

احمد هنایش، چې له کلونو راهیسې د افغانستان له شمالي ولایتونو ازادي راډیو ته خبرونه او راپورونه چمتو کول، له یوې مودې راهیسې په پاکستان کې اوسېږي.

په نوموړي برید پراخو غبرګونونونو سره مخ شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله رسمي ویبپاڼه کې دا برید په سختو ټکو غندلی او پاکستان کې یې له مسوولو چارواکو غوښتي چې دغه پېښه په شفاف او عادلانه ډول وڅېړي او په هغه هیواد کې د افغان کډوالو خبریالانو امنیت او خوندیتوب، د یو لومړني بشري حق په توګه تامین کړي.

په اروپا کې له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان هم په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې د خبریالانو د سر د خوندیتوب په برخه کې مسوولانه عمل وکړي.

په اعلامیه کې په پاکستان او نړۍ کې د خبریالانو د حقونو د ملاتړ له بنسټونو هم غوښتل شوي چې په همغږۍ او مسوولو بنسټونو سره په همکارۍ، د دوی په ټکو د دغو "بزدلانه" بریدونو رېښې بیا مومي، له منځه یې یوسي او د ورته نورو پېښو د مخنیوی مخه ونیسي.

احمد هنایش دغه شان په افغانستان کې د "دنیا" او "کهکشان" په نوم د دوو راډیو ګانو بنسټ اېښودنکی هم و او د تېر جمهوري نظام تر ړنګېدو مخکې د افغانستان د خبریالانو د مرکز د مشرتابه پلاوي غړی و.

XS
SM
MD
LG