د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د دوحې غونډې پیل؛ غوښتنې او غبرګونونه


د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوتریش د دې غونډې کوربه دی
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوتریش د دې غونډې کوربه دی

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي، انتونیو ګوتریش په کوربه توب د دوحې دوه ورځنۍ غونډې، لومړنۍ ورځ، د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په سلامشورو د تړلو دروازو تر شا پیل شوه.

په دې غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی.

د افغانستان د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د مدني ټولنې د فعالانو په استازیتوب، لطف الله نجفي زاده او د ښځو د حقونو د فعالانو په استازیتوب محبوبه سراج، میترا مهران او شاه ګل رضايي به په دې غونډه کې ګدون وکړي.

که څه هم په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوحې په غونډه کې د دوی ګډون ګټور ونه بلل شو.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوی دغې غونډې ته پلاوی ته استوي
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوی دغې غونډې ته پلاوی ته استوي

د ملګرو ملتونو سیاسي او د سولې جوړونې چارو دیپارتمنت تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: " د دوحې په دوهمه ناسته کې بحثونه به د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په چوکاټ کې ترسره شي کوم چې غړي هیوادونه هڅوي چې په هیواد کې د نړیوالې ښکېلتیا د زیاتولو په اړه غور وکړي. "

په دې اعلامیه کې راغلي د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کونکی فریدون سینیرلی اوغلو به په دوحه کې د خپلواکې ارزونې او د هغې وړاندیزونو پورې اړوند بحث کې برخه واخلي.

د دوحې په روانه غونډه کې به د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي پر ګمارنه هم بحث وشي؛ هغه څه چې طالبان یې مخالف دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت په خپله ایکس پاڼه لیکلي: " که څه هم په دوحه کې د ځانګرو استازو په دوهمه غونډه کې ګډون نه کوم، خو هیله لرم چې دا د کلیدي اړخونو تر منځ د معني لرونکي او ټول ګډونه خبرو اترو لامل شي چې پکې د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په اړه بحثونو ته لومړیتوب ورکړل شي."

هیدر بار: طالبانو سره د تعامل پر ځای باید د دوی پر وړاندې پر همغږي نړیوال فشار تمرکز وشي
هیدر بار: طالبانو سره د تعامل پر ځای باید د دوی پر وړاندې پر همغږي نړیوال فشار تمرکز وشي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې، هیدر بار هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي، راتلونکې تګ لاره باید د ښځو د حقونو په چارو کې د متخصص استازي ټاکل وي چې دنده یې له طالبانو سره تعامل نه؛ بلکې د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې د همغږي نړیوال غبرګون هڅول وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت سیاسي او قونسلي استازولۍ د دوحې د غونډې په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه به په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د یوې اغېزمنې نړیوالې کړنلارې د یقیني کولو په برخه کې یو مهم پرمختګ وي.

په دې اعلامیه کې دغه شان راغلي‎، تمه کیږي په دوحې او راتلونکو نورو غونډو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولو سړغړونو او په ځانګړي توګه جنسیتي اپارتاید او د نجونو او ښځو له حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره، ځانګړي ترتیبات شامل وي.

د دوحې په لومړنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب جوړه شوې وه، طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې چې طالبانو یې له امله انتقاد کړی و.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG