په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په اړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر ملا فضل الرحمن وروستیو څرګندونو د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو او فعالانو غبرګونونه پارولي دي.
نوموړي کابل ته تر سفر مخکې د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په مرکه کې ویلي و، په غزه کې "جنګي جنايت" روان دی، خو خلک وايي چې ولې افغانستان کې نجونې ښوونځيو ته نه ځي.
د نوموړي د خبرو دغه برخه په تېرو دوو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه لاس په لاس شوې او د ځینو ټولنیزو رسنیو کاروونکو پرې نیوکې هم کړې دي.
د ټولنيزو رسنيو د کارونکو له ډلې میرویس عمرخېل په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي:
"اوس څرګنده شوه چې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې د چا په غوښتنه تړل شوي دي."
عمرخېل زياته کړې، په داسې حال کې چې د دغه پاکستاني مشر لوڼې او زامن په غوره پوهنتونونو کې زدهکړې کوي، هغه ولې د افغان نجونو د زدهکړو په اړه څرګندونې کوي؟
د سياسي چارو کارپوه او د طالبانو پر تګلارو انتقاد کوونکي عصمت قانع پر خپله ايکسپاڼه کې د غزې له جګړې سره د نجونو د زدهکړو تړل غیر منطقي بللي.
بل پلو له زدهکړو بېبرخې شويو یو شمېر نجونو ازادي راډيو ته وویل، له دوو کلونو راهیسې د زدهکړو د بېبرخې کېدو له امله اوښکې تویوي او دا چې زدهکړه د دوی حق دی له بلې هيڅ مسئلې سره نهشي پرتله کېدای.
د دوی له ډلې مرضيې ازادي راډيو ته وويل:
"فرض کړئ که موږ درس ونه وايو، ایا د فلسطین ستونزې او جګړه پای ته رسیږي؟ نه، دا به پای ته ونه رسیږي، دا موږ سره هیڅ تړاو نهلري چې د بل هېواد بدبختي او جګړه موږ پر غاړه واخلو، که دا د حللاره وي؟ لومړی بايد په پاکستان کې د نجونو ښوونځي وتړل شي."
له زدهکړو بېبرخې شوې يوه بله نجلۍ شيرين رضايي وايي، چې افغان نجونو او مېرمنو ډېره قرباني ورکړې او د نجونو زدهکړو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.
رضایي زیاتوي:
"افغان نجونو کلونه کلونه هڅه وکړه، د پرمختګ په حال کې وې او ويې کولای شول له خپلو حقونو دفاع وکړي. څنګه کېدلی شي چې د غزې جګړه د نجونو تر زدهکړو مهمه شي؟ هېڅ ټولنه له پوهاوي او سواد پرته ښه راتلونکې نهلري."
دا پهداسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، هیڅ بهرنی وګړی حق نهلري چې د افغان نجونو او ښځو د اساسي حقونو په اړه پرېکړه وکړي.
د دوی له ډلې مینه رفیق ازادي راډيو ته وويل:
"موږ د افغانستان خلک او د افغانستان ښځې، هیچا ته اجازه نه ورکوو چې له بهر څوک راشي او زموږ په اړه پرېکړه وکړي يا زموږ په اړه خبرې وکړي. که دوی غواړي له خپل هېواد یعنې پاکستان څخه دې پیل وکړي او خپل ښوونځي دې وتړي. افغانستان د بل هيڅ هېواد پر وړاندې مسؤل نهدی. د هیڅ قانون لهمخې دوی نهشي کولی موږ له زدهکړو بېبرخې کړي او يا پهدې دليل چې په فلسطین کې جګړه روانه ده."
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په اړه د یو شمېر پاکستاني چارواکو څرګندونو غبرګونونه پارولي دي.
لهدې ډلې د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان د ۱۴۰۰لمريز کال د ليندۍ مياشتې په وروستيو کې په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د حق د تامینولو د غوښتنو په اړه ويلي و، چې نړیواله ټولنه باید لومړی د افغانانو غوښتنو او کلتور ته درناوی وکړي.
د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې، کله چې طالبان پر افغانستان دويم ځلي واکمن شول، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې دي او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې يې پوهنتون ته د تلو مخه ونیول شوه.
که څه هم نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو او هېوادونو په وار وار د نجونو لپاره د زدهکړو او تحصيل دروازو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نهدی ویلی.