د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسيږي چې لا هم د ایران، پاکستان او ترکیې په ګډون په ټوله نړۍ کې په میلیونونو افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې شپې او ورځې په سختۍ تېروي.
په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي چې د قاچاق له لارې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره دغو هېوادونو ته رسېدلي، خو په يادو هېوادونو کې هم ارام ژوند نهلري.
یو له دغو کسانو څخه زبیر دی، دی چې دوه کاله وړاندې د کار د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی، ازادي راډیو ته وویل:
"موږ له قاچاقي لارې ایران ته راغلي یو، څو څو ځله له مرګ سره مخ شوي یو، دلته یې پېژند کارت نهدی راکړی، له دوو کلونو راهیسې په کور کې نظر بند یم، کار ته نهشم تللی، پرته له بانکي کارت موږ ته ډوډۍ نه راکوي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو."
په ایران کې یو بل افغان کډوال عبدالاحد دادګر هم ورته کیسه لري:
"دلته په ایران کې زما په ګډون زموږ ډېر هېوادوال له زرګونو ستونزو سره مخ دي. موږ په ازاده توګه تګ راتګ نهشو کولای او کار ته نهشو تللی. په دې وروستیو کې ايران هم زموږ خلک له پولو بېرته ستنوي. د کار نشتوالی، د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو نه پاملرنه، زموږ له نورو ستونزو څخه دي چې، هيڅ همکاري له کډوالو سره نهکوي."
تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ژنیو کې د کډوالو د نړیوالې شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال چې متن يې د ایران د بهرنیو چارو وزارت لهخوا خپور شوی و، ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو ستونزه خپل هېوا ته د دوی له ستنېدو پرته نهشي حل کېدای.
هغه ادعا وکړه چې لهدې سره سره ایران د افغان کډوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د ایران تر څنګ په پاکستان کې هم یو زیات شمېر افغان کډوال د ايستلو د خطر په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي او یو شمېر یې وايي چې سختې شپې او ورځې تېروي.
د دوی له ډلې يوه ياسمين ده چې ادعا کوي د امنيتي ګواښونو له امله يې افغانستان پرېښود او اوس په پاکستان کې له لازمو اسانتياو پرته په بد حالت کې ژوند کوي.
نوموړې په پاکستان کې د خپل ژوند د کړاوونو په اړه ازادي راډيو ته وويل:
"موږ ډېرې سختې ورځې تېروو، زه پخپله ناروغه يم، ذهني ستونزه مې درلوده، موږ دې هېواد ته راغلي يو، خو بهر ته په ازاده توګه تګ راتګ نهشو کولای، د کور کرايه نهشم ورکولای. حتی د شپې په یوه بجه، دوی دروازه را ټک ټک کړه او ماته یې وویل چې ته نور په دې کور کې د اوسېدو حق نهلرې. زه پهدې ځورېدم چې څنګه له خپلو ماشومانو سره بهر په سړه هوا کې ژوند وکړم."
د ياسمين په څېر په پاکستان کې مېشتو نورو افغان کډوالو هم مخکې ازادي راډيو سره خبرو کې خپلې ستونزې شريکې کړې دي او ويلي يې دي چې تر ډېره د دغه هېواد د پوليسو لهخوا ځورول کېږي.
هغه خبره چې د کډوالو د چارو يو شمېر بنسټونو او د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان بنديانو د مدافع وکيلې منېزې کاکړ لهخوا هم تاييد شوې ده.
منېزه کاکړ څو ځل د پاکستاني پولیسو لهخوا د افغان کډوالو او پناه اخيستونکو د زنداني کېدو او هغوی سره د نامناسب چلند په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د ستونزو د هوارۍ غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان د پولیسو او حکومت لهخوا له افغان پناه غوښتونکو سره د چلند او د بېاسناده کډوالو د ایستلو په اړه نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې توګه اندېښنې ښودلي او له افغانانو سره یې د سم چلند غوښتنه کړې ده.
له دې ډلې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د هغوی د کوربهتوب لپاره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي.
خو لهدې ټولو غبرګونونو سره -سره پاکستان او ایران د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د تېر جمهوري نظام یو پخوانی سرتېری هم د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د ګواښونو له وېرې ایران ته تللی و، خو پهدې وروستیو کې په زور ایستل شوی او افغانستان ته استول شوی دی.
هغه چې نهیې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:
"زما پاسپورټ د افغانستان په سفارت کې پاتې شو، ما يې قانوني پروسه طی کړه او څو ورځې وروسته يې ماته راکاوه، خو له بدهمرغه زه يې را واړولم او اوس په افغانستان کې یم. زما پاسپورټ هم په تهران کې پاتې شو. ما چې له چا سره کار کاوه د يوې مياشتې معاش مې هم پرې پاتې شو، زه خالي لاس راستون شوم، ډېری وخت په کور کې پاتې کېږم، بهر زه د خطر او اندېښنې احساس کوم."
هغه چې اوسمهال بېکاره دى وايي، د ژمي سړې ورځې را نږدې شوي او د سختو اقتصادي ستونزو له امله له خپلو ماشومانو سره سختې شپې او ورځې تېروي.
د نومبر په لومړۍ نېټه، د پاکستان حکومت د ۱.۷ ملیون څخه د زیاتو افغانانو په ګډون د بېاسنادو کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه چې لاهم د تورخم او سپین بولدک په ګډون د بېلابېلو لارو څخه د کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ روانه ده.
تیمورشاه د هغو کډالو له ډلې دی چې له پاکستان څخه په زور ایستل شوی او اوس په افغانستان کې ژوند کوي وايي چې، له ډېرو ستونزو سره مخ دی او مرستې ته اړتیا لري.
هغه وایي:
"له څلوېښت ورځو ډېرې وشوې چې زه له پاکستان څخه راستون شوی يم، ماسره موږ د کورنۍ شپږ غړي يو، یوازې په لومړۍ ورځ چې موږ سره مرسته وشوه، نور هيڅ مرسته نهده شوې، موږ په سختۍ کې ژوند کوو، ماشومان مې ټول ناروغه دي، نه کور لرو، نه ځمکه او نه هم خېمه، په ډېرو ستونزو کې يو."
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ویاند عبدالمطلب حقاني څخه مو د راستنېدونکو کډوالو د شمېر او له هغوی سره د مرستې د څرنګوالي په اړه وپوښتل، خو هغه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
که څه هم د طالبانو حکومت د پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره بېلابېلې کمېټې جوړې کړي او ادعا کوي چې له نورو نړیوالو موسسو سره په ګډه له دغو راستنېدونکو سره مرستې کوي، خو یو شمېر راستنېدونکو په وار وار ازادي راډيو ته ویلي چې ورسره شوې مرستې لږې وې او دومداره هم نهدي.
د څو لسیزو جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ او د ژوند د مناسبو اسانتیاو نشتوالی په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو د کډوالۍ له عمده لاملونو څخه دي چې ځینې یې اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا او نورو پرمختللو هېوادونو ته تللي او ښه ژوند لري، خو په میلیونونو نور د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (يواناچسيار) د وروستي راپور لهمخې، په ۲۰۲۳ کال کې په ۱۰۳ هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر ۸،۲ میلیونو ته رسېدلی دی.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) راپور چې د روان کال د جوزا میاشتې په نیمایي کې خپور شو، ښيي چې یوازې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
ډېری افغانان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته کډوال شوي، امنیتي ګواښونه، بېکاري او اقتصادي ستونزې یې د خپلې کډوالي لامل بولي.
د ۲۰۰۰م کال د دسمبر ۱۸مه نېټه د ملګرو ملتونو لهخوا د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه، ترڅو د کډوالو ارزښت او د پایښت وړ پرمختګ کې د دوی ارزښتناکه ونډې ته پاملرنه وکړي او د دوی بشري حقونو ته درناوی تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دې ورځې په تړاو په يوه پېغام کې ویلي چې دوی د کډوالۍ د خوندي مدیریت په بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي چې په پیوستون، ملګرتیا او بشري حقونو ته درناوي پر بنسټ ولاړ وي.
د دې ورځې لپاره د ملګرو ملتونو ۲۰۲۳ کال شعار "نن اقدام وکړئ" دی.