د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ښځو او نجونو د ستنېدو او د دوی د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنې دوام لري.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار ويلي، چې دا د ۸۵۰ زرو افغان کډوالو ښځو او نجونو په حق کې لوى ظلم دى چې داسې يو هېواد (افغانستان) ته لېږل کېږي، چې هلته د کار، زده کړې او پارک ته د تګ د حق د نه لرلو سره- سره روغتیایي خدمتونو او مرستو ته هم لاس رسی نه لري.
نوموړې د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي او له نا څرګند راتلونکي سره مخ دي.
له پاکستان څخه د څه باندې درې میلیونو ناقانونه افغان کډوالو د جبري ایستلو په لړ کې یو شمېر داسې ښځې او نجونې هم شاملې دي چې د کار، زده کړو او نورو اساسي حقونو ته د ترلاسه کولو په موخه پاکستان ته تللي وې.
له دغو مېرمنو څخه یو شمېر یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د دوی اقتصادي وضعیت ښه نه دى او دلته په افغانستان کې د کار او زده کړو زمینه نه ده ورته برابره، له همدې امله خپل راتلونکي ته نهيلې دي.
د دغو مېرمنو له ډلې څخه يوه يې آسيه نومېږي، چې په دې وروستيو کې له پاکستانه ايستل شوې ده.
نوموړې وايي چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره پاکستان ته تللې وه، خو اوس چې بېرته افغانستان ته راستنه کړل شوه، د ژوند ستونزې يې ډېرې شوې دي.
آسيه ازادي راډيو ته وویل:
" له دې ځایه مې په ډېره لوړه بیه ویزه ترلاسه کړه تر څو د ماشومانو راتلونکی مې په یوه خوندي چاپېریال کې تېر شي، خو د پاکستان حکومت زموږ ویزه تمدید نه کړه، اړ شو چې بېرته افغانستان ته راشو او اوس دلته له اقتصادى ستونزو سره مخ یو، او زما ماشومان د زده کړو له ستونزو سره مخ دي."
ثریا سادات، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو څخه ده، وايي، د افغان کډوالو ايستلو له ياد هېواده د کډوالو ښځو پر ژوند ډېر منفي اغېز کوي.
هغه زیاتوي:
"ځینې ښځې مدني فعالانې وې او په دولتي پوستونو کې یې دنده ترسره کوله او افغانستان ته د دوی تګ به د یوه بشري ناورین لامل شي. زه د پاکستان له حکومت څخه غواړم چې د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي"
دا یوازې په پاکستان کې مېشتې افغان کډوالې نه دي چې د کوربه هیواد له سختو شرایطو سره مخ او له دغه هېواده وتلو ته اړ شوې دي.
له ایرانه راستنې شوې کډوالې پاریسا رحمتي هم ازادي راډیو ته د ورته ستونزو په اړه وويل چې افغان کډوال نه په ګاونډیو او نه هم په خپل هېواد کې ښه ژوند لري.
هغه وایي:
"ډیری هغه کسان چې حتی ویزې یې درلودې هم ایستل شوي دي. زه له دې امله وشړل شوم چې ما د خپلې ویزې د نوې کولو توان نه درلود. دلته وضعیت خورا بد دی، پوهنتونونه تړل شوي او زه له زده کړو پاتې یم. زه نه پوهیږم چې څومره ستونزمنه راتلونکې به مخ کې ولرم."
نوموړې وايي، چې ايران ته تر کډوالۍ مخکې یې د هرات پوهنتون په طب پوهنځي کې زده کړې کولې، خو اوس چې بېرته راستنه شوې او د زده کړو او ټولنيزو فعاليتونو زمينه نه ده ورته برابره.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر کورنیو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
په افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او ښځې په ډېری دولتي ادارو کې له کار کولو منعې شوې.
دغه شان د تېر کال په ډسمبر په میاشت کې دوی پوهنتونونو ته له تګ او په ټولو غیر دولتي ادارو کې له کار کولو هم راوګرځول شوې.
پر دې سربېره، طالبانو تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې ښځې او نجونې په عامه غونډو، ورزشي لوبغالو،سیاسي او فرهنګي فعالیتونو کې له ګډون هم منع شوي او له محرم پرته لرې واټن سفر نه شي کولی.
خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
که څه هم د طالبانو دغه بنديزونه د بېلابېلو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو له لوري له بشري حقونو څخه سرغړونه بلل شوې، خو طالبانو تر اوسه له دغو بنديزونو څخه يو هم نه دى لرې کړى.