په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو لپاره چې ډېره برخه یې افغانان دي، د موقت حکومت له خوا ټاکل شوی مهلت پرون پای ته ورسېد.
د پاکستان په ځینو ښارونو کې له وړاندې د کډوالو د توقیف لنډمهاله تاسیسات جوړ شوي چې کډوال تر نیول کېدو وروسته ورته راوستل کېږي، بیا افغانستان ته اړول کېږي.
د ځینو نورو سیمو تر څنګ پرون په پلازمېنه اسلام اباد کې هم 'د افغان بستي' یا افغان کلي د افغان کډوالو د اومه کورونو نړول پیل شول.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، تر ډېره له پاکستان او ایرانه په خپله خوښه د راستنېدونکو لپاره د اسانتیا برابرولو پروګرامونه لري.
په افغانستان کې د دې ادارې مرستیال ویاند فرامرز برزین ازادۍ راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' تر ډېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د اسانتیا پر برابرولو کار کوي. د داوطلبانه ستنېدو پروګرام په ۲۰۰۲م کال کې پیل شو. هدف یې د هغو ملیونونو افغانانو لپاره د پایداره او دایمي حل لارې پیدا کول وو چې له خپل هېواد څخه کډوال شوي وو."
خو په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره اوس وضعیت بدل دی او حکومت یې د ډله ییز اخراج لپاره عملاً مټې بډ وهلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اکتوبر په ۳ مه اعلان وکړ چې په پاکستان کې مېشت ټول ناقانونه کډوال باید په ۲۸ ورځو کې له دغه هېواده ووځي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تر اوسه تر ۶۰ زرو پورې افغان کډوال له پاکستانه وتلي.
سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.
6/10افغان کډوال خپل هېواد ته د تلو انتظار کوي
د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیه کې راغلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل د هغو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی چې دغه هېواد د شکنجې او نورو نړیوالو ژمنو په اړه لاسلیک کړي.
سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.
7/10
یوه افغانه کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته د تګ پر مهال
سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.
8/10افغانستان ته د پاکستان مېشتو کډوالو یوه بله لېږدوونکې لارۍ
پاکستاني چارواکي وایي چې تورخم او چمن لارې د کډوالو د ستنیدو لپاره د مازیګر له څلورو بجو وروسته هم پرانیستي پریږدي.
دا لارې به مخکې تر مازیګره پرانیستې وې.
سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.
9/10له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له مخالفت سره مخ شوی.
سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.
10/10د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط سره طالبان پر افغانستان واکمن او ګڼ قیودات یې وضع کړل.
سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.
Previous slide
Next slide
په همدې حال کې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، هغه کډوال چې هېواد ته راستنېږي، د ثبت له پروسې وروسته تر خپلو سيمو او کورونو پورې له لګښت پرته لېږدول کېږي.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مرستيال مولوي نقيب الله مومن آغا ویلي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د راروانو کډوالو شمېر نهايت زيات دی.
نوموړی وايي، اړتیا ده چې شتمن هېوادوال، خيريه بنسټونه او سوداګر هم له راروانو کډوالو سره بېړنۍ مرسته وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون یو وار بیا په خپله ایکس شبکه کې وویل چې د افغان کډوالو د اخراج لپاره د ټاکل شوي مهلت تر پای ته رسېدو څو ساعته مخکې لا دغې ادارې له سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ غوښتنه وکړه چې د خپل حکومت دغه پرېکړه بېرته واخلي.