د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

د بهبودي له خوشې کېدو هرکلی؛ د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د ویسا په ګډون ټول فعالان دې خوشې کړي


 مطیع الله ویسا
مطیع الله ویسا

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې د زده کړو د برخې فعال مطیع‌الله ویسا، افغان معترضې مېرمنې ژولیا پارسي او ندا پرواني او د پوهنتون استاد رسول پارسي له قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې په سمدستي ډول د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا، افغان معترضې مېرمنې ندا پرواني او ژولیا پارسي او د پوهنتون استاد رسول پارسي او یو شمېر نور فعالان له کوم شرطه پرته ژر تر ژره له زندانه خوشې کړي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه کې وليکل چې دا فعالان په خپل سر د طالبانو پر سیاستونو د انتقاد او د بشري حقونو په اړه د غږ پورته کولو له امله نیول شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د فرانسوي افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کولو لپاره د محکمې حکم یو مثبت ګام دی، خو زياته کړې يې ده چې هغه باید له پیله ۹ میاشتې په خپل سر نه وای بندي شوای.

مرتضی بهبودي د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر ۱۸مه د طالبانو د حکومت په بند کې له ۲۸۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شو.

مرتضی بهبودي
مرتضی بهبودي

په همدې حال کې د طالبانو له‌خوا د نیول شویو فعالانو یو شمېر خپلوان او همکاران وايي چې لا هم د دوی د خلاصون او برخلیک په اړه معلومات نه لري.

د ندا پرواني یوه خپلوان، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د هغې رواني او روحي حالت ښه نه دی او دوی د ندا پرواني د مېړه په اړه هېڅ معلومات نه لري.

دغې سرچينې زياته کړه: "د هغې روغتيايي حالت ښه نه دى او څوک يې د خلاصون او وضعیت په اړه څه نه وايي، دويم دا چې له لسو يا ١١ ورځو وروسته زنګ وواهه او مونږ ماشوم یې ورسپارل شو. د هغې ماشوم هم اوس په ښه حالت کې نه دی، هیچا هم د هغې د کورنۍ په استازیتوب زمونږ غوښتنو او پوښتنو ته د قناعت وړ ځواب نه دی راکړی."

د قلم لار ټولنې غړې مرضیه حفیظي هم وايي چې د د زده کړو د برخې د فعال او د قلم لارې ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د وضعیت او برخلیک په اړه له دوی سره هېڅ ډول معلومات نه دي شریک شوي.

هغې زیاته کړه: "تر اوسه د ښاغلي ويسا په اړه تر دې خبر وروسته چې ويل شوي و قضيه يې محکمې ته تللې ، د نوي جزياتو په اړه موږ ته هېڅ نه دي ويل شوي."

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته طالبانو په ډېر شمېر سره د پوهنتونونو استادان، معترضې مېرمنې، خبریالان، مدني او فرهنګي فعالان او نور په خپل سر نیولي او په دوی تور دی چې له بندي کولو ورورسته يې ځورولي او وهلي ټکولي دي.

ژولیا پارسي
ژولیا پارسي

د دغو فعالانو له ډلې یو شمېر خوشې شوي، خو د پوهنتون استاد رسول پارسي، معترضه مېرمن ندا پرواني او خاوند یې، ژولیا پارسي او زوی یې، د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا او یو شمېر نور لا هم د طالبانو د حکومت په بند کې دي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د دغو کسانو د وضعیت او برخلیک په اړه د طالبانو له حکومت څخه وپوښتي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د استخباراتو د څانګې ویاند خلیل همراز د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

که څه هم څو څو ځله د بشري حقونو د سازمانونو په ګډون په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر نړیوالو سازمانونو د دغو کسانو د خلاصون او د خپلو منتقدینو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د دې تګلارې د د درولو غوښتنه وکړه، خو د طالبانو حکومت په دې اړه خپله کړنې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG