د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

هرات کې بې مخینې وژونکې او ویجاړونکې زلزله؛ د سیمې او قربانیانو وضعیت څنګه دی؟


د زلزلې د ویجاړۍ یوه څنډه
د زلزلې د ویجاړۍ یوه څنډه

د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې د سختې زلزلې له کبله د لسګونه کسانو د مړینې خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې زیانمن خلک مرستو ته سترګې په لاره دي او د زلزلې نورو ټکانونو یې خوب حرام کړی.

د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي دي، چې ډېری خلک له خپلو کورونو وتلي دي او نورو سیمو یا ولایتونو ته کډه شوي دي.

د هرات ولایت د جبریل ولسوالۍ د خاشرود سیمې اوسېدونکې بنفشې ته هغه شېبه وریادېږي چې لومړی زلزله وشوه.

بنفشې ازادي راډیو ته د هغې شېبې د سترګو لیدل حال بیان کړ چې خلک له خپلو کورونو وتل.

هغه وایي:

" یوولس بجې او شاخوا پنځلس دقیقې وې چې لومړۍ زلزله وشوه. وروسته یې څو نور ټکانونه هم ورکړل. بیا نو ټول خلک دباندې ووتل. هېڅوک په کور کې نه کېنياستل. ټول بهر وتلي او په کور کې نه کېنې ځکه ډارېږي چې بیا زلزله ونه شي. ځینې خلک وايي چې بیا زلزله کېږي او ځینې نور وايي چې نه نه کېږي."

د هرات د شنبې ورځې د زلزلې له امله یوه ویجاړه شوې سیمه
د هرات د شنبې ورځې د زلزلې له امله یوه ویجاړه شوې سیمه

د زلزله ځپلو سیمو خلک وېرېږي چې کورونه یې ړنګ نه شي، هسې چې د دوی د سترګو پر وړاندې د لسګونه کورنیو هستي او نېستي تر خاورو لاندې شوه.

د ځمکپوهنې یا جیولوژي متخصص خلیل احمدنادم وايي، په هرات کې زلزلې ډېره سابقه نه لري نو ځکه یې خلک خورا وارخطا کړي دي.

نوموړی وایي:

" په هرات کې دا لومړی ځل دی چې داسې یو حالت راغلی. زما عمر ۶۵ کاله دی خو ما په تاریخ کې داسې حالت نه و، لیدلی. نو خلک وارخطا شوي دي. له بده مرغه په افغانستان کې تحقیقاتي مرکزونه هم فعال نه دي چې وخت ناوخت خلکو ته معلومات ورکړي چې خلک د زلزلې له عواقبو خبر شي او دا چې کوم تدابیر باید ونیول شي."

د زلزلې شېبې، د هرات یو شمېر خلک له وېرې پر سړکونو ځغلي
د زلزلې شېبې، د هرات یو شمېر خلک له وېرې پر سړکونو ځغلي

له بلې خوا راپورونه وايي چې د زلزلې له زیانمنو سره د نړیوالې ټولنې مرستې پیل شوې دي.

د ملګرو ملتو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان WHO پر ایکس شبکې خبر ورکړی، چې د هرات ولایت روغتون ته یې د ټپیانو د علاج لپاره دارو درمل او نور د اړتیا وړ تجهیزات لېږلي.

WHO همداراز ویلي دي، چې د هرات زنده جان ولسوالۍ ته یې د ټپیانو د علاج لپاره دولس امبولانسونه هم استولي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت شارژدافیرې رافایلا یودیس هم بېګا پر ایکس شبکې ولیکل، چې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په سل ټنه دارو- درملو او روغتیايي تجهیزاتو بار یوه الوتکه پرون د کابل په هوايي ډګر کې کېناسته.

د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې پوځي ځواکونو ته دنده سپارل شوې څو له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستو په چارو کې برخه واخلي.

سیمه ایزو سرچینو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي دي، چې د ژغورنې په عملیاتو کې د پوځ له هیلیکوپټرو څخه کار اخیستل کېږي.

پرون شنبې د ورځې شاوخوا ۱۱ بجې دوو سختو زلزلو چې د امریکا د جیولوژۍ د سروې د ادارې د اټکل له مخې، شدت یې د رېښتر په مقیاس ۶،۳ درجې و، د هرات ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې د زنده جان، کشک رباط سنګي ولسوالیو او نورو سیمو کلي ولړزول، خو په ښار او همداراز په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونه کې یې هم ټکانونه احساس شوي دي.

ویل کېږي چې دې زلزلې د بریښنا بهیر پرې کړ او په ځینو سیمو کې د ودانیو د نړېدو له کبله لارې بندې شوې.

XS
SM
MD
LG