د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

لیبیا کې مرګوني سېلابونه؛ تازه تر ۲زره ډېر مړي موندل شوي


د لیبیا یوه سېلاب ځپلې سیمه
د لیبیا یوه سېلاب ځپلې سیمه

د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي نن تر دوه زره ډېر جسدونه موندل شوي دي.

اسوشېټېډپرېس اژانس د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې دا اندېښنه شته چې د دې سېلابونو تلفات پنځو زرو ته ورسېږي.

د دیرنه په ساحلي ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، سېلابونو ودانیو ته هم سخت زیان اړولی او لږ تر لږه دېرش زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په باور دومره زیان اوښتی چې زیانمنو ته یې تقریباً د بشري مرستو رسول ناممکن کړي دي.

په مدیترانه کې توپان د لیبیا اکثرو ختیځو ښارونو ته زیان اړولی، خو تر ټولو ډېر د درنه ښار ځپل شوی دی.

کله چې د یکشنبې په شپه د سیمې خلکو په ساحل کې توپان ته پام شو، دوی وویل چې د بندونو د ماتېدو لوی غږونه یې واورېدل.

د لیبیا د ختیځې برخې د روغتیا وزیر عثمان عبدالجلیل وویل چې تر نن سهاره یې تر دوه زره ډېر جسدونه راغونډ کړي چې تر نیمایي زیات یې په ډله‌ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

عبدالجلیل زیاته کړه چې د ژغورونکو ډلې شپه ورځ کار کوي چې نور مړي چې تر ړنګو شویو ځایونو لاندې پاتې دي، پیدا کړي او یو شمېر مړي یې له سینده راایستلې دي.

په لیبیا کې له ودانیو راایستل شوي جسدونه.
په لیبیا کې له ودانیو راایستل شوي جسدونه.

لیبیا د سیالو ډلو ترمنځ ویشل شوې ده، یو حکومت د دې هېواد په ختیځ کې او بل یې په لوېدیځ کې فعاله دی چې د دې اختلافاتو له دې امله په تېرو څو کلونو کې زیربناو ته پاملرنه نه ده شوې.

د سېلابونو له امله درنه ته اکثر غځېدلي لارې هم زیانمنې شوي دي.

دغه ښار ته له اوو غځېدلو لارو څخه اوس یوازې دوې لارې پاتې دي، د ښار په منځ کې هغه پل چې ختیځه او لوېدیځه خوا سره نښلوي هغه هم ویجاړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، دغو زیانونو د دوی بشري مرستې او د نړیوالو ژغورونکو ډلو هڅې اغېزمنې کړې دي.

اسوشېټېډپرېس اژانس خبر ورکوي چې په سیمه کې د بېړنیو چارو ادارې، پوځیان، حکومتي مامورین او عام خلک په ړنګو شویو سیمو کې په کیندنو بوخت دي چې جسدونه ترلاسه کړي.

حکومت له هیلیکوپټرو او کښتیو نه هم استفاده کوي چې له سینده جسدونه بهر کړي.

د لیبیا ګاونډیو، مصر، الجزایر، تونس همداراز ترکیې او متحد عربي اماراتو لیبیا ته د ژغورونو ډلې او بشري مرستې استولي دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل چې لیبیا ته به بېړنۍ مرسته د مرستندویه سازمانونو، لیبیایي چارواکو او ملګرو ملتونو په همغږۍ مرستې واستوي.

XS
SM
MD
LG