د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته یو شمېر کروندګر وايي، چې له دوی سره دې د سرې او تخم مرسته وشي.
ځینې کروندګرو د کوکنارو په ځای نورو محصولاتو ته مخه کړې او له ترلاسه کړي حاصله خوښي ښيي.
په کندهار کې یو بزګر نورمحمد، چې پخوا یې کوکنار کرل، وايي:
" ما پرسږ کال تریاک کرلي وو او دا لس کاله کیږي چې کریم یې، دا لس کاله کیږي چې تریاک هم کرم او رومیان هم کرم، تریاک پخوا هم موږ ته ګټه نه کوله، رومیان ترې ښه دي."
حبیب الله وايي چې پخوا یې کوکنار کرل خو اوس بینډۍ او رومیان کري او د کوکنارو په نسبت ورته واره داره دي.
هغه په دې اړه وویل:
" په یو جریب کې تقریباً د تریاکو څخه ۴ کیلو اخیستل خو اوس په هفته کې لس کیلو یا پنځلس کیلو بینډۍ یا رومي اخلو."
د ۲۰۲۲ په اپریل کې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.
په هلمند ولایت کې په ۲۰۲۲ کې پر یولکو ۲۹ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو، خو د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیزه وروسته سږ کال پر یوازې ۷۴۰ هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو.
د مخدرو موادو د کاروبار یو متخصص وايي، د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت بندیز اروپا ته د افغانانو مهاجرت زیات کړی دی.
ډیویډ مانسفیلډ نشنل ورځپاڼې ته وویل، که بریتانیا او نور هیوادونه له طالبانو سره خپل چلند بدل نه کړي په خپلو هیوادونو کې به د مخدرو موادو او خلکو ترمنځ یو انتخاب ولري.
متخصصان وايي، که ټاکل شوې وي چې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ په مانش یا بریټش کانال کې په کوچنیو بیړیو کې د خلکو د تیریدو مخه ونیول شي، باید له خپلو پولو لېرې نظر ولري او د نړۍ د بې ثباتۍ او پراخې بېوزلۍ غم وخوري.
ښاغلي مانسفیلډ له ۲۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د غیرقانوني اقتصاد په اړه څېړنه کوي او د بریتانیا د حکومت، نړیوال بانک او د جرمني د پراختیايي ادارې (جي ټي زید) په شمول ګڼو موسسو ته د سلاکار په توګه مشورې ورکوي.
ځینې کروندګر وايي چې سره او تخمونه ګرانه شوي او که له دوی سره په دې برخو کې مرسته وشي، د نورو فصلونو په کرولو به یې ګوزاره وشي.
یو کروندګر په دې اړه وایي:
" کودونه چې پخوا په ۴ زره وو اوس په ۲۴ زره کلدارو دي، غوښتنه ورڅخه لرو چې دا دې لږ ارزانه کړي، مرسته دې وکړي، خوار و غریب خلک همدې کښت او کروندې ته ناست دي. "
د ښاغلي مانسفیلډ په وینا په افغانستان کې سږ د کوکنارو کښت ۸۰ سلنه کم شوی دی.
دی وايي، داسې شواهد شته چې ښيي، افغان ځوانان اوس ایران او ترکیې ته رسیدلي او که دا اقدامات راتلونکی کال هم دوام وکړي، د هغو شمېر به نور هم زیات شي.
د مانسفیلډ په وینا، ډېر افغانان یې لیدلي چې وايي د کورنۍ غړي یې په جرمني، فرانسه او بریتانیا کې دي یا یې د کورنۍ څو غړي په ایران او ترکیه کې دي چې اروپا ته لاړ شي.
د ده په وینا، افغان کروندګر په تیره بیا د هیواد په ختیځ کې تر یو هکتار لږه مځکه لري او د تریاکو زېرمې هم نه لري نو له اقتصادي نظره سخت په تکلیف دي.
ښاغلي مانسفیلډ د افغانستان په اړه یو کتاب هم کښلی چې «پر شګه جوړ شوی حکومت: تریاک څرنګه افغانستان ته ضرر اړوي» نومېږي.
دی زیاتوي، که د افغانستان د جمهوریت وختونو ته پام وکړو، داسې سیمې پکې وې چې د کوکنارو کښت به کله پکې منع شو. کله چې به هغوی کوکنار نه شوای کرلی، خپل یو یا څو زامن به یې ملي اردو ته لیږل. ښايي بل زوی به یې په کابل کې د کور جوړولو په چارو کې کار پیدا کړی و. خو د تریاکو د بندیدو په صورت کې کورنۍ له کرنې پرته بل عاید ته اړتیا لري ځکه چې مځکې کمې دي او که په هیواد کې یې بل کاروبار نه وي، اولادونه بهر ته لیږي چې پیسې ورته وګټي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وروستي ارقام ښيي چې افغانان تر بل هر ملت زیات د اوبو له لارې بریتانیا ته د مهاجرت هڅه او د پناه غوښتنه کوي.
د سږ کال تر مارچ میاشتې پورې ۸۴۲۹ تنه له دې لارې بریتانیا ته تللي حال دا چې وړم کال په همدې موده کې ۲۴۶۶ تنه تللي وو.