ثریا په مرکزي ولایت غور کې د خیر ښیګڼې د یوه کورني بنسټ د استخدام مدیره وه.
هغه به هر سهار اته بجې دفتر ته تلله چې کاري چارې سمبالې کړي.
ثریا وایي، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه دفتر کې وه چې خبره شوه، د کار یې وروستۍ ورځ ده.
دا هغه ورځ وه چې د طالبانو حکومت د یوه فرمان له مخې په ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه.
د طالبانو دغه فرمان د ثریا ژوند بدل کړ.
نوموړې وایي:" زه نورو خلکو ته پخلی کوم، کورونه یې ورته پاکوم او خیاطي هم کوم. کله کار پیدا کیږي او کله نه پيدا کیږي. ژوند مې ډېر په ستونزو کې تیریږي."
د ثریا مېړه د پخواني جمهوري نظام یو امنیتي سرتیری و.
هغه د دې لپاره چې د طالبانو حکومت زیان ورته ونه رسوي، د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره همهاله ایران ته کډوال شو.
اوس ثریا ته د څلورو ماشومانو سرپرستي ور له غاړې ده.
ثریا یې په اړه وایي:" اوسمهال داسې وضعیت کې یم چې ډېرې شپې په لوږه تېروم، ماشومان هم همدغه ډول وږي ویده کیږي. د اغوستو کالي نه شو پیدا کولی، هغوی ته بوټان نه شم اخیستلی"
د خیر ښیګڼې هغه بنسټ چې ثریا ورسره کار کاوه، د ښځو پر کار د طالبانو له بندیز وروسته په غور کې خپل فعالیت و دروه.
ثریا وایي، د دغې موسسې د فعالیت له درېدا وروسته ۲۳ میرمنو او ۶۰ نرینه و خپلې دندې له لاسه ورکړې او لسګونه کورنۍ د خیرښیګڼې له مرستو بې برخې شوې.
د ښځو پر کار د طالبانو بندیز یوازې غور کې نه ،بلکې د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې د کورنیو اقتصاد باندې ناوړه اغیز وکړ.
په بامیانو کې چې د جمهوریت پر مهال په کې د نسبتا ښه امنیت له کبله ګڼو ښځو ته د کار او زده کړو فرصت برابر و، اوس ښځې په کور شوي او اقتصادي ژوند یې ترینګلی شوی دی.
شریفه ابراهیمي د بامیان اوسیدونکې ده چې دوه تحصیلي سندونه لري.
هغه چې څو کلونه د بامیانو د مستوفیت کارکونکې وه او اوس بې کاره شوې، په ژړغوني غږ ازادي راډیو ته وویل، احساس کوي چې سوالګره ترې جوړه شوې ده.
شریفه وایي، د ژوند ناچاریو دې ته اړه کړه چې خپل کاري کمپیوټر، مبایل او ان د ځان کالي خرڅ کړي.
نوموړې له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل: " د امارت له راتګ مخکې، د جمهوري نظام پر مهال مې ژوند ډېر ښه و. د پيسو د کموالي او د کمزوري اقتصاد احساس مې نه کاوه. ما مستوفیت کې کار کاوه او خاوند مې کابل کې په یوه شرکت کې دنده درلوده. اوس دواړه بې کاره یو او هیڅ ملاتړی مو نشته."
شریفه وایي، د بې کارۍ له کبله یې په کورنۍ کې تاوتریخوالی زیات شوی او فکر کوي چې دې او خاوند ته یې رواني ستونزې پیدا شوي دي.
په بلخ کې هم بې کاره شوې ښځې له ورته برخه لیک سره مخامخې شوي دي.
نسیمه رضایي په دغه ولایت کې د یوې دولتي ادارې کارکونکې وه.
هغه خپل وضعیت داسې بیانوي: " یوازې له مونږ نه ډوډۍ نه ده اخیستل شوې، بلکې زمونږ له ماشومانو هم ډوډۍ اخیستل شوې ده. پر دې سربېره مو ازادي هم له لاسه ورکړې، نه پوهیږو چې دا شرایط به ترکومه دوام کوي."
د نړیوالو سازمانونو موندنې ښيي، چې د ښځو پر کار د طالبانو له بندیزونو وروسته د کورني تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي او له افغانستان سره مرستې هم کمې شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان هم منلې چې د طالبانو د ځینو تګلارو له کبله د مرستندویه موسسو چارې له خنډ سره مخامخ شوي او افغانستان سره د مرستو کچه متاثره شوې ده.
طالبانو د خپلې حکومتولۍ په دوو کلونو کې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده لسګونه داسې فرمانونه پلي کړي چې له مخې یې د ښځو پر کار، ازادیو، زده کړو او تګ را تګ بندیزونه لګول شوي دي.
د طالبانو حکومت د یوه تازه ګام له مخې، په ټول افغانستان کې د ښځو شاوخوا ۱۲ سوه سینګارتونونه وتړل چې ورسره شاوخوا شپیته زره ښځې بې کاره شوې.
دغو سینګار ګرو میرمنو د چنګاښ میاشتې په ۲۱مه کابل کې مظاهره هم وکړه چې تیت او پرک کړای شوه.
یوې سینګارګرې طالبانو ته په خطاب کې وویل: " نارینه بې کاره، ځوانان بې کاره، نو ښځې مه بېکاره کوئ. یتیمان مه بې ډوډۍ کوئ، ښځې مه بې ډوډۍ کوئ، نور مو مه ځوروی."