د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ارواپوهان: د اعتیاد پر مهال د معتاد ګوښه اوسېدل تر درملنې وروسته هم دوام کوي


ارشیف: په افغانستان کې په نشه يي توکو یو اخته کس
ارشیف: په افغانستان کې په نشه يي توکو یو اخته کس

ارواپوهان وايي، یو معتاد کولای شي چې د اعتیاد په لومړیو شپږو میاشتو کې له خپلوانو سره اړيکې وساتي، خو تر شپږو میاشتو وروسته ځان پردی ورته ښکاري او ګوښه اوسېدل خوښوي.

ارواپوهان وايي چې نشه يي مواد د معتادینو پر ذهن او روان د نورو منفي اغېزو ترڅنګ د دوی خویونه هم بدلوي، دوی له کورنۍ او ټولنې څخه ګوښه کېږي او يوازې له معتادينو سره کېني.

ارواپوهان وايي چې د نشې په نتیجه کې ورو ورو د معتادینو چلند بدلون مومي او له کورنۍ او ټولنې سره یې اړېکې پرې کېږي.

ارواپوه محمد وامق شریفي د معتادینو د ګوښه کېدو لامل د دوی په ذهن او روان کې د اعتیاد له امله را پیدا شوي بدلونونه بولي.

هغه وویل: "کله چې له چا سره د کورنۍ ملاتړ نه وي او څوک مينه ورسره ونه کړي، ښکاره خبره ده چې هغه شخص د رواني غوښتنو له مخې معتاد ملګري لټوي، ځکه چې په دې پړاو کې د معتاد زړه تنګېږي او د یوازېتوب احساس کوي، په دې وخت کې یوازېنی څوک چې له ده سره خواخوږي لري، هغه د ده پخواني معتاد ملګري دي، له همدې امله معتادين تر درملنې وروسته بېرته له خپلو معتادو ملګرو سره یو ځای کېږي."

ارواپوهان وايي چې معتادین د ټولنې په اړه منفي ذهنيت پيدا کوي او له همدې امله له کورنیو، خپلوانو او ټولنې څخه ګوښه کېږي، ځيني معتادين خو ان دا چې تر درملنې وروسته هم د یوازیتوب احساس کوي او بېرته نشو ته مخه کوي.

د سعید په نوم يو معتاد وايي چې ده ته په پیل کې نشه ډېره خوږه وه او له خپلوانو سره يې هم تګ راتګ کاوه، خو اوس ډېر يوازې شوی دی.

هغه وویل: "اوس د پخوا غوندې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره تګ راتګ نه شم کولای، ودونو او د خوښيو نورو مراسمو ته نه شم ورتلای، اوس له خپلوانو څخه ګوښه شوی یم، اوس چې کله ځيني ملګري ما ته راځي، نو د هغوی لیدو ته مې زړه نه کېږي او ځنې پټېږم، اخر مې دا غوره وګڼله چې په داسې یوه ځای کې ژوند وکړم چې هلته څوک نه وي."

ارواپوهان وايي چې د معتادینو ناوړه کارونه او د نشه يي موادو کاروبار د هغوی پر اجتماعي ژوند ناوړه اغېزې کوي، له همدې امله خلک خپلې اړېکې ورسره پرې کوي، خو احمدشاه بیا خپل دوه معتاد زامن نه پرېږدي چې له کوره دباندې ژوند وکړي او له له خپلوانو څخه لېري شي.

هغه وايي: "زه له ډېرو ستونزو سره سره بیا هم په منظم ډول د خپلو دوو زامنو درملنه کوم، دوی مې دې ته نه دي پرې ايښي چې ګاونډیان او نور خلک دې پوډریان ورته ووايي، که څه هم خلک خبر دي چې دوی په نشو اخته دي او دوی یې پر دې عمل لیدلي دي."

ځینې معتادین له کورنیو څخه لېري له معتادو ملګرو سره اوسېږي او په کوڅو او بازارونو کې ګرځي چې د نشه یي موادو لپاره پيسې پيدا کړي، دغه ډول حالت د هغوی خپلوان ډېر ځوروي، له دې ډول خپلوانو څخه يو هم زمان الدين دی.

هغه وايي: "تېر کال مې ماما له ایرانه کور ته راغی، هلته معتاد شوی و، زما د ورور د نکريزو شپې او واده ته رانغی، دې کار یې ډېر خفه کړو، موږ نه پوهېدو چې دی ولې زموږ کره رانغی، زموږ ماما دی، باید په خوښیو او غم کې راسره شريک شي."

د ارواپوهانو له نظره نشه په لومړي پړاو کې معتاد خوشحاله ساتي، یو معتاد کولای شي چې تر شپږو میاشتو پورې په عادي ډول ژوند وکړي، خو د وخت په تېرېدو سره يې له کورنۍ او خپلوانو سره اړيکې پرې کېږي او يوازې پاته کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG