د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

افغانستان کې د ناټو تېر ماموریت؛ هالنډ په کې د خپلې ونډې د ارزونې راپور خپور کړ


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه - July 2, 2009
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه - July 2, 2009

د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو او د جمهوري نظام د نسکورېدو نږدې دوه کاله وروسته د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې د خپلې د ونډې ارزونې راپور خپور کړ.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم دا څرګنده وه چې افغان امنیتي ځواکونه په خپله د امنیت د تامینولو توان نه لري، خو امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو یوه اړخیزه پرېکړه عملي کړه.

د دغه وزارت په وینا، د امریکا د ياد اقدام په پایله کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ختمېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو نږدې دوه کاله وروسته د هالنډ بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت کې د 'هیلو او حقیقت تر منځ' په نوم د خپلې ونډې ارزونې راپور په خپرولو سره وویل، د یاد ماموریت اصلي موخه دا وه چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو پر ځان بسیا اداره رامنځته کړي، څو وکولای شي د تل لپاره له طالبانو سره مقاومت وکړي، خو دا موخه ترلاسه نه شوه.

د دې راپور په دوام کې ویل شوي چې دغه ماموریت په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې نه و.

د هالنډ بهرنیو چارو وزارت د ارزونې راپور له مخې، په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په موده کې، ډېرې سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې او داسې هېڅ سند شتون نه لري چې وښيي د دې ماموریت پر مهال د افغان وسله والو ځواکونو او پولیسو د پر ځان بسیاتوب یا مسلکيتوب په جوړښت کې ښه‌والی راغلی وي.

د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۳۰مه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې چې افغانستان یې د اجنډا یوه برخه وه، د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو له غړو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د ناټو د څو کلن ماموریت ګډه ارزونه وکړي.

د هغه وخت د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ، دا باید ومنل شي چې نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره موخې وټاکلې چې ښې پر مخ ولاړې، خو زیاته یې کړه چې له افغانستانه هم داسې درسونه اخیستل شوي چې په راتلونکې کې د کړکېچ پر مهال د عملیاتو مدیریت لپاره تشخیص شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ٢٠٠٣ کال د اګست په ١١مه نېټه ناټو په افغانستان کې، امنیت ته د مرستو نړيوال ځواکونو یا ايساف څخه د نړيوالو ځواکونو مشري پر غاړه واخيسته.

په دې توګه ناټو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قوماندې، همغږۍ او پلان کولو مسوولیت پر غاړه واخیست.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې چې د لېږد بهیر بشپړ شو، د افغانستان ټول امنیتي مسوولیتونه د دغه هېواد ځواکونو ته وسپارل شول.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د خپلواکې ارزونې ریاست په خپل راپور کې دا هم لیکلي، د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو او پولیسو پر روزنې، مشورې او مرستې یې تمرکز درلود، له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې هڅه وکړه چې افغانستان د لوېدیځ موډل پر بنسټ هېواد جوړ کړي، هغه څه چې د دې هېواد له واقعیت سره یې سمون نه درلود.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې پر دې سربېره افغان امنیتي ځواکونه د پراخ فساد له امله، ځورېدل، ډېر تلفات، ټیټ مورال او کم جنګي چمتووالی یې هم درلوده.

خو د افغانستان د تېر جمهوري نظام د دفاعي او امنیتي بنسټونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې جګړه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غاړه وه، امریکا او د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت د دغو ځواکونو د تجهیز، روزنې او اکمالاتو په برخه کې همکاري درلوده.

اجمل عمر شینواری
اجمل عمر شینواری

د شینواري په وینا، د سیاستوالو تر منځ د همغږۍ نشتوالی او د دوحې له تړون وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د اکمالاتو بندېدل، چې لا پر ځان بسیا نه و، د جمهوري نظام د ړنګېدو او د افغان وسله وال ځواکونو د منحلېدو لامل شو.

نوموړی وايي: "یو بحث د سیاسيونو د همغږۍ نشتوالی و او بل بحث د دې ځواکونو د اکمالاتو مسئله وه چې درېدلې و او دوی لا پر ځان بسیا نه وو. دا د افغانستان د مسلح ځواکونو د ړنګېدو لامل شو. د دې پر ځای چې دا پروګرام په منظمه او سم ډول تنظیم شي، له بده مرغه داسې ونه شو."

له بلې خوا د پوځي او امنیتي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي، د افغانستان په مسئلې کې امریکایان، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په دغه هېواد کې ډېر وخت او پیسې لګولي، ملامت نه دي، بلکې د افغانستان لوړ پوړي چارواکي دي، چې د ناټو او امریکا د پرېکنده ملاتړ ماموریت له فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې کې پاتې راغلل.

اسد الله ندیم
اسد الله ندیم

ندیم وايي: "د افغانستان لوړپوړي چارواکي دې ته متوجه شول چې ښايي امریکایان به له افغانستان څخه ووځي. ان بارک اوباما په ۲۰۱۳ کال کې اعلان کړی و چې امریکا به له افغانستان څخه ووځي او ۲۰۱۴ یې د تغییر ټکي په حیث ټاکلی و چې د ځواکونو تعداد به کم شي. بې پروايي او بې‌مسوولیتي زیاته وه. افغان مسوولان ملامت دي، دا سمه ده چې امریکایان او نور هېوادونه هم چې هلته شتون درلود، تر یو حده ملامت دي، خو په لومړۍ درجې ملامت نه دي."

د يادونې ده چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو تل د افغان وسله والو ځواکونو د پياوړتيا او پر طالبانو د فشار د زياتېدو خبره کوله، خو طالبانو په دې ټينګار کاوه، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

د سياسي چارو کارپوه عليم داد خان عليم وايي، امريکا په ناسمې محاسبې سره له افغانستانه د وتلو يو اړخيزه پرېکړه وکړه او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو لامل شوه او اوس د دې لپاره چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه‌شي، امريکا دې ته اړ شوې چې یوه د حل لاره ومومي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د هالنډ د ونډې ارزونې په اړه دی، ویل شوي چې د دې ماموریت پرمختګ د ناټو او هالنډ له خوا ډېر مثبت انګېرل شوی، که څه هم شواهدو دا نه دي تایید کړي.

په دغه راپور کې دا سپارښتنه شوې چې باید له ناټو وغوښتل شي، چې د ماموريت چارې په سمه توګه وڅاري او په راتلونکي کې په شفاف ډول راپور ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG