په داسې حال کې چې کرکټ نړیوالې شورا یا آیسيسي د خپلې کلنۍ بودیجې د اعلان په ترڅ کې افغانستان ته د کال ۱۶،۸۲ میلیونه ډالره بودیجه ټاکلې، خو د کرکټ یو شمېر پوهان بیا یاده اندازه پیسې د افغانستان لپاره کمې ګڼي.
د کرکټ نړیوالې شورا د چهار شنبې ورځې ناوخته افغانستان ته په کلني ډول ۱۶،۸۲ میلیونه ډالره بودیجه اعلان کړه.
افغانستان ته دا بوديجه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ ورکول کېږي.
سره له دې چې د کرکټ نړيوالې شورا له خوا تازه اعلان شوې بودیجه د افغانستان لپاره د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاته ده، خو د بشپړه غړیو لرونکو هېوادونو په کتار کې بیا د افغانستان بودیجه تر ټول هېوادونو کمه ده.
د آیسيسي دغې پرېکړې ته یو شمېر افغان کرکټ پوهان بیا غبرګون ښودلی.
د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي پر خپل ټویټر لیکلي چې د آیسيسي له خوا افغانستان ته په ځانګړې شوې بودیجې خواشینی دی او دی په دې تمه و چې وګوري په کوم اساس افغانستان ته دا لږه بودیجه ورکول کېږي.
شفیق ستانکزي استدلال کړی چې افغانستان د نړیوالو ستورو لوبغاړو د لرلو، د لوبو د ترسراوي او ګڼو نورو تخنیکي مساییلو په برخه کې تر دې د ډېرې بودیجې مستحق و.
د کرکټ د چارو بل کتونکی بادام احمدزی بیا وايي، افغانستان د یو ښه کورني کرکټ او همدا راز د نړيوالو لوبو د نه درلودلو له امله د دې کمې بودیجې مستحق ګڼل شوی دی.
احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زمبابوې چې له افغانستان د کرکټ په لېول کې شاته ده ولې زیاته بودیجه ورته ټاکل کېږي. زما په نظر دلته دوه خبري دي، اول دا چې په افغانستان کې داخلي کرکټ هغه ډول چې اړتیا ده موږ هغسې کرکټ نه لرو، دویم د افغانستان تخنیکي برخه چې په هغې لوبڅاري، روزنه، د لوبغالو جوړل دي چې موږ یې په نړیواله کچه نه شو برابرولی."
د احمدزي په خبره، افغان کرکټ بورډ نه شي کولای د کورني کرکټ د ودې او همداراز د نړيوالو لوبو لپاره ټاکل شوي معیارونه د آیسيسي له خوا د ورکړل شوې بودیجې پهر اساس برابر کړي.
د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د کرکټ نړيوالې شورا د ورستي اقدام او همدا راز د کرکټ د مبصرینو د اندېښنو په اړه د افغانستان کرکټ بورډ نظر واخلي، خو د دې ادارې ویاند او نور چارواکو د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.
د کرکټ نړیوال شورا هر کال د خپل بشپړه غړي لرونکي هېوادونو لپاره د کرکټ د ودې په موخه ځانګړې بودیجه ټاکي.
په ۲۰۲۴ کال کې د کرکټ نړېوالې شورا د خپلې کلنۍ بودیجې د اعلان په ترڅ کې افغانستان ته د ټولو دولس غړي لرونکي هېوادونو په منځ کې کمه بودیجه ټاکلې.
هند بیا هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات بودیجه یعنې ۲۳۱ میلیونه ډالره ورته ټاکل شوې.
د کرکټ نړېواله شورا هغه هېوادونو ته چې د کرکټ د ودې لپاره په کې زیات کار وشي او ډېرې پیسې مصرف کړي په همغه اندازه بودیجه لوړه ټاکي.