افغانستان
د افغانستان کرکټ لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز ګټې اخيستنې ته چمتو شول
د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي چې د لوبغاړو جېم تر بیارغونې او د درملنې مرکز ته جوړولو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
کرکټ بورډ ادارې په دې تړاو یوه ویډيو خپره کړې ده او په کې ښودل کېږي چې د دې ادارې دننه په مجهزه توګه د لوبغاړو لپاره د بدني پياوړتیا مرکز«جېم» او د سپورټي ټپونو د درملنې مرکز جوړ شوی دی او لوبغاړي په کې تمرینات کوي.
دغه مرکزونه چې نن یکشنبه) پرانيستل شول تر دې وروسته به د لوبغاړو د هر ډول سپورټي ټپ درملنه همدلته ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز مدیر عبدالولي امین د دې پروژې د معرفت په تړاو وايي چې اوس به د لوبغاړو فزيکي تکړښت او سپورټي ټپونو د درملنې لپاره دوی بهر نه لېږل کېږي.
امین زیاتوي: "مونږ په دې وتوانېدو چې یو خارجي ټرېنر د خپل جېم لپاره راولو، هغه به د پلیر/لوبغاړي د زخمونو په رغولو کې مهارت لري. همدارنګه د نړیوالو فزیوټراپيسټانو سره مو هم خبرې روانې دي او ډېر ژر به د لوبغاړو د درملنې مرکز ته فیزیو او ډاکتر هم وګومارو."
نوموړی وايي چې د دې ګومارنو ګټه به دا وي چې تر دې وروسته به هېڅ لوبغاړی له هېواده بهر درملنې ته نه استوي او دا چاره به د دې سبب شي چې کرکټ بورډ به د لسګونه زره ډالرو له لګښت خلاص شي.
هغه زیاتوي چې سږکال یې بل پلان د کابل لوبغالي چمن بیا کرلو، اوبو سیستم نوي کولو او لوبغالي هوارولو دی چې ډېر ژر به یې پيل کړي او د دې ترڅنګ د کابل په لوبغالي کې د کرکټ د شپنیو تمریناتو لپاره د ګروپونه/ لایټینګ سیستم د نصبولو خبر هم ورکوي.
دغه راز د کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې او لوبغالو مسوول انجینر ممتاز وايي چې دا دوه مرکزونه یې په دوو میاشتو کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت په ۲۵۵ متره مربع ساحه کې رغولي دي.
بل لورته د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی ګلبدین نایب د دې مرکزونو په جوړولو ډېر خوښ دی هغه وايي: "مخکې هرڅه وو، خو لوبغاړو ته چا دومره توجو نه کوله، کوم سهولتونه چې په دې مرکزونو کې تاسې ګورئ دا د دنیا په ډېرو کمو کرکټ ادارو/ بورډونو کې شته. مخکې به اکثره لوبغاړي دوبۍ ته د درملنې لپاره تلل چې د یوه کس ټول لګښت به شاوخوا پينځلس زره امریکايي ډالر کېدل."
همدارنګه د افغانستان ملي لوبډلې بل لوبغاړی فرید ملک هم د دې مرکزونو په پرانسته خوښ دی او وايي چې اوس به د خپلې توپ اچونې د لا پیاوړتیا لپاره په همدې مرکزونو کې تمرینات کوي.
ملک وايي: "که تاسې وګورئ دا کوم وسایل چې په دې مرکزونو کې شته، اوس هر لوبغاړی کولای شي چې په ارامه توګه خپل تمرینات په کې ترسره کړي. مخکې دا وسایل مونږ په نړیوالو کرکټ میدانونو کې ليدلي وو او متاسفانه چې دلته نه وو."
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ څارونکي وايي افغان کرکټ لوبډله اوس هم په هېواد کې دننه معیاري لوبغالی، اکاډمي او نورې اسانتیاوې نه لري او د کرکټ بورډ اداره هم تر ډېره پورې د لوبغاړو د روزنې پر ځای د کارکوونکو په معاشاتو ډېره بودیجه مصرفوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسي محکمې طالب مشران د بشر ضد جرمونو په تور محکوم کړل
د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمې وویل چې د طالبانو مشرانو بشري ضد جرمونه کړي او د «جنسیتي ځورونې» په تور یې محکوموي.
دې محکمې خپله وروستۍ پرېکړه د پنجشنبې په ورځ، د قوس په ۲۰مه نېټه اعلان کړه.
دا محکمه چې د «دایمي ولسي محکمې »له لوري د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې پورې د هسپانیا په مادرید ښار کې جوړه شوې وه، رسمي اجرايي صلاحیت نه لري، خو د ښځو شهادتونه، د بشري حقونو د فعالانو څرګندونې او د حقوقي کارپوهانو ارزونې راټولوي او مستندوي.
محکمې په خپل حکم کې وویل چې د وړاندې شويو څېړنو او شواهدو له مخې، ترسره شوې کړنې د افغانستان له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو د یوه منظم کمپاین برخه جوړوي.
یوشمېر افغان ښځو او نجونو تر دې وړاندې هیله څرګنده کړې وه چې د دې محکمې پرېکړه به د دوی غږ بیا نړۍ ته ورسوي او د طالبانو پر ضد به د نورو نړیوالو فشارونو زمینه برابره کړي.
شهباز شریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د طالبانو پر واکمنې ادارې فشار زیات کړي څو خپلې نړیوالې دندې، مکلفیتونه او ژمنې عملي کړي.
هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ نوې څپه راټوکېدلې چې ټولې نړۍ ته ګواښ پېښوي.
شهباز شریف « ۲۰۲۵ د سولې او باور نړیوال کال، د بېطرفۍ نړیوالې ورځې او په ترکمنستان کې د دایمي بېطرفۍ د ۳۰مې کلیزې» په اړه په جوړ شوي نړیوال فورم کې وویل چې د شخړو سولهییز حل د پاکستان د بهرنۍ تګلارې اصلي ستنه جوړوي.
پاکستان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي په شمول د دغه هیواد وسله والې مخالفې ډلې د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوړي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.
د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې هغه وخت لوی درز رامنځته شو کله چې د دواړو هېوادونو پوځونه د اکتوبر په میاشت کې د یوې اونۍ لپاره په سرحدي نښتو کې ښکېل شول.
جرمني د سلګونو هغو افغانانو د بیا میشتولو لړۍ دروي چې مخکې یې ورسره ژمنه کړې وه
د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد به یې نور هغه سلګونه افغانان بیا مېشتولو د پروګرام په لړ کې جرمني ته ونه لېږدوي چې ورسره د خوندي اوسېدو ژمنه شوې وه، ځکه نوی محافظهکار حکومت د کډوالۍ د محدودولو تګلاره سختوي.
د وزارت د ویاند په وینا، شاوخوا ۶۴۰ افغانان چې دا مهال په پاکستان کې جرمني ته د لېږدېدو په انتظار دي، نور به ونه منل شي.
په اغېزمنو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې د افغانستان د نړیوال ماموریت پر مهال یې د جرمني له پوځ یا دولتي ادارو سره کار کړی و.
ویاند وویل:
«هغوی به په راتلونکو ورځو کې خبر کړل شي چې د منلو لپاره یې نوره سیاسي اراده نه شته.»
د جرمني د باندنیو چارو وزارت ویاند پرون (پنحشنبې) په عین حال کې وویل چې یوازې هغه کسان به بیا هم جرمني ته راوستل شي چې «قانوني ژمنه» ورسره شوې وي.
جرمني د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو د بیامېشتولو پروګرامونه پیل کړل، څو په دې توګه هغه افغانان خوندي کړي چې له خطر سره مخامخ بلل کېدل.
د جرمني رسمي شمېرې ښيي چې د روان ۲۰۲۵ تر اپرېل میاشتې پورې شاوخوا ۴۰۰۰ پخواني ځايي کارکوونکي او د هغوی د کورنیو ۱۵۰۰۰ غړي جرمني ته لېږدول شوي دي.
ایران راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه سیمهییزه ناسته جوړوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) وویل چې په دې ناسته کې به د افغانستان د ګاونډيو او سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، دا ناسته له ګاونډیو هېوادونو او نورو سیمهییزو لوبغاړو سره د مشورو پایله ده، او هیله یې څرګنده کړه چې دا ابتکار به د همکارۍ په پیاوړتیا او د کړکېچونو په کمولو کې مرسته وکړي.
د هغه په وینا، ناسته به په تهران کې ترسره شي، او په کې به د افغانستان لپاره د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي ګډون ولري.
دا ناسته د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ له څو نښتو وروسته جوړېږي.
بقايي زیاته کړه چې ایران د خپل شاوخوا چاپېریال امنیت او ثبات ته «اساسي اهمیت» ورکوي او هڅه کوي چې سیمهییزې ترینګلتیاوې راکمې او د هېوادونو ترمنځ تفاهم زیات شي.
تر اوسه وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا طالبان به په دې ناسته کې ګډون ولري که نه.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو د امنیت لپاره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د خوړو د امنیت، تغذیې او د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ۲۵ میلیون یورو ورکړي.
دا مالي مرسته به د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې ولګول شي، څو د افغانستان د ځايي خوړو سیستمونه پیاوړي کړي، د تغذیې وضعیت ښه کړي، او کمزوري ټولنې د اقلیم د بدلون له اغېزو — لکه سېلونو او وچکالۍ — سره د مبارزې لپاره لا توانمنې کړي.
د اروپايي اتحادیې د افغانستان د ماموریت شارژدافېرې، ویرونیکا بوسکوویچ-پوهار وویل:
«د خوړو د نړیوال پروګرام لپاره د اروپايي ټولنې نوې مرسته زموږ د افغان ولس، په ځانګړي توګه د ښځو، ماشومانو او زیانګالو ټولنو په وړاندې دوامداره ژمنتیا ښيي.»
هغې زیاته کړه چې دا ملاتړ به په کرنه، تغذیې، روغتیا او اقتصادي پیاوړتیا متمرکز وي، چې کلیوالي ټولنې د اقلیمي بدلون د اوږدمهالو اغېزو پر وړاندې خپلې اقتصادي سرچینې خوندي کړي.
جوزف کنټ: امریکا ته تللي په زرګونو افغانان تر څارنې لاندې دي
د امریکا د ترورزم ضد ملي مرکز مشر وایي، د بایډن د حکومت پرمهال له افغانستانه په راغلیو خلکو کې د اتلس زره کسانو نومونه د ترهګرۍ د تعقیب په لیست کې موجود دي.
واشنګتن ایګزماینر خپرونې د جوزف کنټ د پنجشنبې د ورځې خبرې خپرې کړې دي چې د استازیو جرګې د کورني امنیت کمیټې استماعیه غونډې ته یې د خبرو پرمهال ادعا وکړه چې فدرالي حکومت د اتلس زره کسانو په اړه معلومات لري چې نومونه یې د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې( ایف-بي-ای) د ترهګرۍ د څار په لست کې شته او دا هغه کسان دي چې په دوه زره یو ویشتم کال کې له افغانستانه امریکا ته راوستل شوې دي.
د ښاغلي کنټ په وینا په دې ډله کې دوه زره داسې کسان دي چې له ترورستي ډلو سره ارتباط لري.
افغانستان سږکال د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت انار صادر کړي
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي چې سږکال نژدې درویشت زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوې دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د پنجشنبې په ورځ کورنیو رسنیو ته وویل چې روان کال د انارو د صادراتو په پیل کې د پاکستان لارې وتړل شوې او بیا هند، ازبکستان، قزاقستان، متحد عربي اماراتو، روسیې او یوشمیر نورو هیوادو ته صادر شول.
پاکستان د اکتوبر له نیمایي وروسته د کندهار د سپین بولدک په شمول نورې تجارتي لارې له یوې جګړې وروسته وتړلې چې لاهم دا لارې بندې دي.
اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتو د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې یې له افغانانو سره پنځه ویشت میلیونه یورو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل چې دا مرسته له افغانانو سره په ځانګړې ډول له ښځو، ماشومانو او نورو زیانګالو سره د اروپایي ټولنې دوامداره ژمنتیا ښیي.
د راپور له مخې د دې مرستو لویه برخه به د اوبه خور په چارو ولګول شي او یوه برخه به یې په ښوونځیو کې نجونو او هلکانو ته د مغذي خوړو پر چمتو کولو مصرف شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي جان ایلیف د اروپایي ټولنې د مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې به د ښځو او ځوانانو لپاره د ډیرو کاري فرصتونو د رامنځته کیدو سبب شي.
پیکنګ: طالبان دې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي
د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د تاجیکستان او افغانستان پولې ته نژدې د چینایي اتباعو د وژلو د پېښې تحقیقات وکړي.
فو ګونګ په ورته وخت کې تیره شپه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي.
د تاجکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر په شپږ ویشتمه او دیرشمه د دغه هیواد پر شمس الدین شاهین او دوراز ولسوالیو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي.
تاجکستان وایي چې پر دغو چینایانو د افغانستان له خاورې دننه بریدونه شوې دي.
په ملګرو ملتو کې د چین استازي دا هم وویل چې طالبان دې په افغانستان کې ترهګرې ډلې لکه داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک او تحریک طالبان پاکستان ډلې وځپي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار ویلي دي چې د چینایانو د وژلو د پیښې په تړاو دوه تنه تورن کسان نیول شوې دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د افغانستان یو هنري سبک د یونسکو په فرهنګي میراث کې داخل شو
د کمال الدین بهزاد د میناتوري هنري طرز د ملګرو ملتو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان( یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لست کې شامل شو.
دا پریکړه د یونیسکو د هغې درې ورځنۍ غونډې په ترڅ کې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې پای ته ورسیده.
په دې غونډه کې د اته اویا هیوادونو په لسګونه فرهنګي میراثونه وارزول شول چې ځیني یې د یونسکو د فرهنګي میراث برخه شول.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خواله رسنیو کې په یوه پيغام کې وویل چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی چې یونسکو د کمال الدین بهزاد د میناتوري طرز په نړیوالو کلتوري میراثونو کې شامل کړ.