په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ وايي، سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله ونه شوای کولای د اختر دسترخوان چمتو او د تېر په شان له خپلو مېلمنو په ښو مېوو او خوړو سره مېلمه پالنه وکړي.
رحیمه د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکې او د درېيو ماشومانو مور ده.
هغه وايي چې مېړه يې ناروغ دى او ماشومانو يې هيله درلوده چې د اختر لپاره به نوې جامې جوړې کړي.
خو د هغې په خبره، سږ کال يې اقتصادي وضعيت لا خراب شوى او د تېرو کلونو په څېر ونه شوای کولای چې د اختر دسترخوان هم چمتو کړي.
نوموړې زیاته کړه: "نورو اخترونو کې به مو لږ نخود، ممیز یو څه نا څه به مو اخیستل. اوس سږنی ډېر سخت اختر راباندې راغلی. ډېر سخت مشکلات دي. الله دې رحم وکړي."
همدارنګه، د تېر حکومت د دولتي ادارو یو شمېر متقاعدین هم وايي چې سږ کال یې د ضعیف اقتصاد له امله ونه شوای کولای چې د اختر په ورځو کې د مېلمنو لپاره له وچې او تازه مېوې ډک دسترخوان چمتو کړي.
یو له دغو متقاعدینو د کابل اوسېدونکی عبدالبصیر دی.
هغه ازادي راډيو ته وویل: "مخکې خو زموږ اخترونه به په واقعیت سره اخترونه وو چې معاشونه مو درلودل. د اختر په دسترخوان کې به تازه مېوې، وچې مېوې، کېک، کلچې او رنګارنګ شېریني به وې، خو له بده مرغه اوس چې کله امارت اسلامي راغلی، موږ ته چا معاش نه دی راکړی. اوس په دې کار کې پاتې راغلي یو."
په تېرو دوو کلونو کې سیاسي بدلونونه د دې لامل شوي چې د دسترخوانونو په تېره د اختر دسترخوان رنګينۍ کمې شي.
ډېری خلکو خپل کارونه او دندې له لاسه ورکړي او ځینې نور لکه د وچو مېوو پلورونکي د پخوا په څېر پېرېدونکي نه لري.
په کابل ښار کې د وچې مېوې پلورونکي وايي چې د بې وزلۍ زياتوالي له امله د پېرېدونکو او پلور کچه راټيټه شوې ده.
د کابل ولایت په سرای شمالي سیمه کې د وچو مېوو پلورونکي محمد عیسی ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو د عوايدو کمېدو یې پر خرڅلاو منفي اغېزه کړې ده.
هغه وویل: "پخوا به خلکو په ډېرې خوښۍ د مېوو اخیستو ته راتلل ان د مېوو بيه به يې هم نه پوښتله، صرف دومره به يې ویل چې دغه مېوې مې په کار دي، تيار يې کړئ چې وړم یې، خو سږ کال د مثال په ډول که خلکو پخوا دوه کیلو پسته اخیسته اوس يو کيلو یا ٧٥٠ ګرامه اخلي، په همدې توګه، نخود، چهار مغز هر څه لږ لږ اخلي. د خلکو اقتصاد ضعیف شوی او مونږ هم په تېر یو نیم کال کې ګټه نه ده لیدلې."
د اختر دسترخوان چمتو کول په افغانستان کې یو پخوانی دود دی چې خلک یې خپل اقتصاد ته په کتو سره چمتو کوي، له وچو او تازه مېوو نیولې تر کېک او کلچو او ان له غوښو جوړ خوراکونه په دې دسترخوان ږدي.
افندي سنګر د لغمان ولایت اوسېدونکی دی.
هغه په دې ولایت کې د اختري رواجونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ځینې رواجونه به دا وو چې په یوه کور کې به زموږ ډوډۍ تیاره وه، بیا به هغه ډله ټول به راتلل دې کور ته. بیا به مو کور والا د ځان سره کړل او یو بل کور ته تلو او غرمې ډوډۍ به مو بیا هلته خوړله."
اختر، د مذهبي جشن په توګه په افغانستان کې له کلونو راهیسې په ډېره ښه توګه نمانځل کېږي او له خورا عامو دودونو څخه یې، خپل خپلوانو، آشنایانو او ملګرو کره د اختر په ورځو کې تګ راتګ دی او خلک خپلو مېلمنو نه د ښې مېلمه پالنې په دود، دوی ته د اختر دسترخوان برابروي.
خو له تېرو دوو کلونو او پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې د خلکو اقتصادي ستونزو، بې وزلۍ او بې کارۍ د زیاتېدو له امله ډېری کورنۍ وایي چې لکه د پخوا په شان اختر ته چمتووالی نه شي نیولی.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د همغږۍ دفتر د احصائيې له مخې، اوس مهال ٢٨.٣ میليونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمېر څخه ٦ میليونه خلک له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.