د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د سرې مياشتې ټولنه: شاوخوا لس مليونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په افغانستان کې شاوخوا لس ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کاپیسا يوه بې‌وزله اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم يې ياد شي وايي، په دې ولایت کې د هوا د سړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ ده.

"موږ په کرایي کور کې ژوند کوو، خاوند مې بې روزګاره دی

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، خاوند یې بې روزګاره دی او په سړه هوا کې د خونو د ګرمېدو د وسایلو د نه درلودلو له امله یې ماشومان ناروغان شوي دي.

ياده مېرمن وايي: "موږ په کرایي کور کې ژوند کوو، خاوند مې بې روزګاره دی، تر اوسه مو د ژمې لپاره د سون توکي نه‌دي اخیستي، زموږ کور ډېر سوړ دی، ماشومان مې ناروغان دی، موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرو."

دا وايي په تېر جمهوري نظام کې یې په یوه اداره کې رسمي دنده درلوده، خو پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او دغه شان خاوند یې هم بې روزګاره شو.

افغانستان کې سږ کال ژمی داسې مهال راغلی چې خلک له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دي.
افغانستان کې سږ کال ژمی داسې مهال راغلی چې خلک له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې، افغاني د سرې میاشتې ټولنې تازه ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې نږدې لس ملیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

"اوس مهال په ټول هېواد کې د لس ملیونه په شاوخوا کې کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه ادارې سرپرست مطیع‌الحق خالص رسنیو ته په یو استولي ویډیو پیغام کې ویلي دي: "اوس مهال په ټول هېواد کې د لس ملیونه په شاوخوا کې کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. نړیواله ټولنه او مرستندویه خیریه بنسټونه دې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، تر څو د یو بشري بحران مخه ونیول شي، د سړې هوا او د واورې ورېدنې له امله اوس مهال افغانان ژمنیو او نغدي مرستو ته سخته اړتیا لري."

نوموړي دغه شان ویلي، چې د سرې میاشتې د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ د سختې سړې هوا، ګاز نیونې او اورښتونو له امله په افغانستان کې تر دې دمه ۱۷۵ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

دغه شان ۸۰ زره څاروي هم له‌منځه تللي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي دي، چې په تېرو ۷ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په ۳۴ ولایتونو کې له ۹۳۸ زره ډېرو کسانو سره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدو پیسو مرسته شوې ده.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په داسې حال کې د افغانانو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کوي چې، په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي ادارې اوچا ویلي، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۳۸ عشاریه ۳ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG