یو شمېر افغانان وايي، له ټولو ننګونو سره سره به سږ کال هم د یلدا شپه ونمانځي.
یلدا د لمریز کال تر ټولو اوږده شپه ده چې د خلکو په منځ کې شهرت لري.
دا شپه د افغانستان په ګډون په ځینو نورو هېوادونو کې د خلکو په راټولېدو سره نمانځل کېږي.
شاعره او فرهنګي فعاله خالده تحسين د دې شپې د نمانځلو په اړه وايي: "کله چې موږ وینو ځوانان دا شپه نمانځي او یا زاړه د فردوسي شهنامه لولي او د مولانا مثنوي او د حافظ غزلیاتو په ویلو سره، دې شپې ته روح او ځان وربښي، نو د یلدا شپه داسې شپه ده چې خلک په دې عقیده دي که په دې شپه څراغ، انار او د حافظ فال یې تر څنګ وي، دوی کولی شي د تودوخې او ګرم لمر د زېږون تمه وکړي چې د دوی روزګار به لا پسې روښانه کړي."
د شته رواياتو له مخې، د يلدا د راتګ جشن او خوښي اوه زره کاله پخوا، لرغونو اريايانو ته رسېږي.
دا د رڼا د زېږون خوښي ده چې تر نن ورځې پورې دوام لري.
د پوهنتون استاد او د فرهنګي چارو پوه احمد غني خسروي د يلدا شپې په اړه ازادي راډيو ته وویل: " که وغواړو چې د آریایي نسل درې لوی اخترونه وشمېرو، نو د دې مثلث درې اړخونه به نوروز، یلدا او مهرګان وي او نور جشنونه به د دې تر څنګ وي، خو د یلدا شپه ولې یلدا بلل کېږي؟ دا د کال تر ټولو اوږده شپه ده او د دې ترڅنګ ورځ په شمالي نیم کره کې راپورته کېږي چې په حقیقت کې د ژمي انقلاب بلل کېږي."
د غزني ولایت اوسېدونکې سعيده هم د يلدا شپې په اړه خبرې لري.
هغه وايي: "د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه ده چې په دې شپه کې دودیز خواړه پخېږي او ځینې مېوې لکه انار او هندواڼه تیارېږي، ملګري سره کېني او بنډار جوړوي. د خپل تېر کال لاسته راوړنې او خپل د راتلونکې پلانونه سره شریکوي او دا شپه سره نمانځي."
په افغانستان کې د یلدا د شپې فرهنګ د تازه او وچو مېوو په ځانګړي ډول د انارو او هندواڼو، د حافظ غزلونو، د مولانا مثنوي او د فردوسي د شاهنامې له کتابونو سره ژور تړاو لري.