د مني ورستۍ یا د کال تر ټوله اوږده شپه، د یلدا شپه، د یونسکو په کلتوري سازمان کې د افغانستان او ایران د خلکو د ګډ غیر ملموس کلتوري میراث په توګه ثبت شوه.
یونسکو یا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان دا خبره بېګاه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کړې ده.
یونسکو لیکلي، د یلدا شپه د کلتوري هویت، طبیعت، ښځو ته د درناوي، ملګرتیا، مېلمه پالنې، کلتوري تنوع او سوله يیزې همغږۍ په دود نمانځل کېږي.
د یلدا شپه په افغانستان، او نورو کاونډیو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، ازبکستان او داسې نورو کې د دسترخوان یا میز پر سر د څراغ په بلولو، په پاک لوښي کې د اوبو په کېښودلو، د بېلابېلو خوړو او مېوو په چمتو کولو سره نماځل کېږي.
ویل کېږي چې څراغ د رڼا او اوبه د روښانتیا د سمبول په توګه په میز په دسترخوان اېښودل کېږي.
دا هم ویل کېږي، چې په دې شپه ناویانو او ماشومانو ته ډالۍ هم ورکول کېږي.
"یلدا د اریایانو یا د اریانا د اوسېدونکو شپه ده چې پېنځه زره کلن تاریخ لري"
په افغانستان کې د یلدا شپې د تاریخ په اړه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د علومو اکاډمۍ علمي غړي شریف الله دوست، ازادي راډیو ته وویل: "یلدا د اریایانو یا د اریانا د اوسېدونکو شپه ده چې پېنځه زره کلن تاریخ لري او د اریایانو په ژبه کې د تاریکې او اوږدې شپې معنا لري، دا تر زردشت مخکې د اریایانو دود وه، د یلدا شپې په سبا به جنګ بند و، د انسانانو او حیواناتو وینه تویونه بنده وه، ښکار بند و، یوازې او یوازې خوشحالي کېدله، د یلدا شپې په هکله شاعر ګل رحمان رحماني وايي چې: ځو که پاتې کېږو، ګوره بیا په ډوبېدو لمر دی، شپه راسره نه ځي د یلدا نغمه لا پاتې ده."
د یلدا شپې په نماځلو کې تر نارینه وو نجونې او مېرمنې ډېره ونډه اخلي.
د هلمند اوسېدونکې قمر نیازۍ وایي، چې دوی به د یلدا شپه په لرغونو کيسو، شعر او شاعرۍ او د مشرانو لخوا کشرانو ته د دعاوو په ویلو تېروله.
نوموړې وايي: "ټول به د یوه مشر کورته په یوه دسترخوان راټول شوو، هلته به مو هر څه برابر کړي و ، څراغ به مو هم بل کړ، د کور مشر به بیا لاس دعا ته پورته کړ، د ښه ژوند، په عزت ژوند او د پرمختګ غوښتنه به یې کوله، کشرانو به هم ورسره امین کړ، ټوله شپه به مو په کيسو ویلو، شعرونو ویلو، ناسته او بنډار سره تېره کړه."
د یلدا په شپه به نجونو بیا بېل بنډار درلوده.
دایره مو وهله، سندرې مو ویلې، خو اوس په موسیقي بندیز لګېدلی"
د کابل اوسېدونکې مریم ازادي راډیو ته وویل، چې د نورو تیاریو ترڅنګ به دوی سېل او ساز کاوه، چمبه یې وهله او سندرې یې ویلې، خو د دې په خبره سږ کال دا چې د طالبانو حکومت موسیقي بنده کړې د دوی د یلدا شپه به هم بې رنګه او بې خونده وي.
اغلې مریم وايي: "مخکې خو به دا شپه داسې نماځل کېدله چې کله به همزولې راټولې شوو، د ډول ډول خوړو او مېوو له برابرولو سره به مو موسیقي غږوله، دایره مو وهله، سندرې مو ویلې، خو اوس په موسیقي بندیز لګېدلی، له بلې خوا د خلکو اقتصادي حالت هم خراب دی، نو له دې وجې هم سږکال د دغې شپې نماځل د خلکو په وس پوره نه دي."
پر افغانستان د طالبانو په نږدې شپاړلس میاشتنۍ واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګېدلي، چې تر ټولو وروستی یې تفریحي پارکونو ته د نجونو او ښځو په تګ بندیز و.
د یونسکو له خوا د افغانستان او ایران د ګډ غیر ملموس کلتوري میراث په اړه مو د یلدا شپې د ثبت په اړه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع وپوښت خو ځواب یې رانه کړ.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو دې ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې د اسیا د ۶ هېوادونو د تاریخي اثارو ترڅنګ د افغانستان د پروان اسټو په د سږني کال د جایزې په پروګرام کې تصویب او د وړتیا جایزه یې ترلاسه کړه.