د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

لیدا: د کوڅه ډبو سپیو له امله په ډاډه زړه نه شم ګرځېدای


ارشیف: د کابل په یوه څنډه کې لېونی سپی
ارشیف: د کابل په یوه څنډه کې لېونی سپی

په افغانستان کې د کوڅه ډبو سپیو ډېرېدو چې د داړلو پېښې هم ورسره ډېرې شوي، خلک یې اندېښمن کړي دي.

فرهاد هغه ماشوم دی چې په خپلې کوڅې کې سپي داړلی دی.

د نوموړي مور وايي، د سپي له داړلو وروسته یې ډېر ژر خپل زوی واکسین کړ.

هغې وویل: "کور ته مو چې راوړ، له هغه وروسته مو روغتون ته یوړ، ډاکترانو چې وکوت، ویې ویل باید واکسین ورته وشي او بل روغتون ته یې ولېږلو، په بل روغتون کې یې له موږ ۵ زره افغانۍ واخیستې او واکسین یې ورته وکړ چې درې ورځې وروسته بیا یې هم واکسین کړ، ورپسې مو درې ورځې وروسته د درېیم ځل لپاره هم واکسین ورته وکړ، تر څو چې ښه کېده، ډېر یې کمزوری کړی و."

په افغانستان کې د کوڅه ډبو سپیو ډېرېدو ډېر خلک اندېښمن کړي دي، د کابل اوسېدونکې لیدا وايي، د کوڅه ډبو سپیو له امله په ډاډه زړه ګرځېدلای نه شي.

هغه وايي: "یوازې زموږ په کوڅه کې ۲۰ دانې سپیان دي چې موږ ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی او که خدای مه کړه سپی کوم کس وداړي نو ۵ یا ۶ زره افغانۍ مصرف پرې راځي چې واکسین یې کړي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا سپیان ټول شي."

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست پژواک خبري اژانس ته ورکړي، په کې ویل شوي چې په تېر یوه کال کې له ۱۹ زرو ډېر کسان سپيو داړلي دي چې ډېرې پېښې یې په کابل کې وې.

د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ ۱۸ کسان د سپيو د داړلو له امله مړه شوي هم دي.

د ازادي راډیو خبریال د دې موضوع په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان څخه هم معلومات وغوښتل، خو نوموړي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

په ورته وخت کې کابل ښاروالي وايي، د کوڅه ډبو سپيو د ټولولو لپاره منظم پلان لري چې دا پلان په تېرو درېیو کلونو کې تطبیق شوی او اوس هم د اجرا په حال کې دی.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی ازادي راډيو ته وویل چې دوی په تېرو ۳ کلونو کې ۹۰ زره سپيان واکسین او عقیم کړي دي.

هغه وايي: "کابل ښاروالي د کابل په ۲۰ ناحیو کې امنیتي کمربند رامنځته کړی او هغه سپي چې واکسین شوي یو خاص رنګ پرې وهل شوی دی، له سپيو څخه هم رحم ایستل شوی او سپيان هم عقیم شوي دي چې جمیعت یې کنټرول شي. دې امنیتي کمربند په کابل کې د لېونیو سپيو کچه هم صفر ته را ټيټه کړې ده."

د لېونیو سپيو ویروس یا رابیس ډېر کله انسان ته د دې حیواناتو د داړلو له لارې انتقالېږي.

د ډاکترانو په وینا، دا ویروس د انسان عصبي سیستم نیسي او په سختېدلو سره یې د انسان د مرګ لامل هم کېږي.

XS
SM
MD
LG