داسې مهال چې کابل مېشتي دا شپې او ورځې د برښنا له پرچاوۍ شکایت کوي، د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، له ازبکستان کابل ته د واردېدونکې برښنا جریان سم نیمايي را ښکته شوی دی.
سوړ ژمی، د سون توکو لوړې بیې او د برښنا پرچاوي، هغه څه چې کابل مېشتي یې ځورونکي حالت سره مخ کړي.
د کابل د کارته نو اوسېدونکی ولي وايي، په ټوله شپه او ورځ کې اووه یا هم اته ساعته برښنا لري او هغه هم د تېر په پرتله ډېره ضعیفه ده.
هغه وویل: "برق اوس وخت کې ډېر ضعیف او خراب شوی دی. د شپې یوه بجه راځي او تر سهاره وي، هغه هم کله وي او کله نه وي. مشکلات ډېر دي. اوس ژمی او یخ هم دی. د لرګیو د اخیستلو وس څوک نهلري، دا یو برق وي هغه هم کله وي، کله نه."
د کابل یو بل اوسېدونکی روحالله هم وايي، ساعتونه ساعتونه برښنا نهلري او په سړو خونو کې په تیاره وخت تېروي.
هغه وویل: "یو برښنا نه شته، بل د سون توکو بیې پورته شوي دي. خلک نه شي کولای د کورونو د ګرمولو لپاره سون توکي واخلي."
کابل مېشتي داسېمهال د برښنا د کموالي په اړه شکایت کوي چې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رییس صفيالله احمدزي پرون رسنیو ته وویل، ازبکستان له تېرو لس ورځو راهیسې افغانستان ته واردېدونکې برښنا سمه نیمه راکمه کړې.
احمدزي وویل: "ازبکستان خپلو تولیدي دستګاوو کې د ستونزې پیدا کېدو له امله موږ ته خبر را کړ، هغه برښنا چې موږ یې له ازبکستان اخلو، له ۴۳۰ میګا واټو ۲۰۰ میګا واټه ته راښکته کوي."
د احمدزي په خبره، که څه هم ازبکستان ژمنه کړې وه چې دا ستونزه به تر درې ورځو حل شي، خو دی وايي، لا تر اوسه حل شوې نهده.
د برښنا شرکت دا هم وايي چې دوی له ازبکستانه د برښنا د کمېدو وروسته، تاجکستان او ترکمنستان سره اړیکه نیولې او هڅه کوي چې رامنځته شوې تشه ډکه کړي.
د ازادي راډیو خبریال د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان برښنا شرکت د پروچاوۍ د زیاتېدو په اړه هم وپوښت، خو ویاند یې حکمتالله میوندي ځواب ورنه کړ.
دا لومړی ځل نهدی چې کابل مېشتي د برښنا له پرچاوۍ سر ټکوي، بلکې دا هغه ستونزه او نیوکه ده چې هر مهال یې یادونه کېږي ، خو د حل لپاره یې بنسټیز ګام نهدی پورته شوی.
افغانستان د برښنا د تولید لپاره د روانو اوبو، لمر او باد په څېر پراخه سرچینې لري، خو هغه ډول چې اړینه ده، له دې سرچینو د برښنا د تولید لپاره ګټه نهده پورته شوې.