د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

ترکیه: په استانبول کې برید د کوردستان د کارګرانو ګوند یوه غړي کړی


په دې چاودنه کې، چې د استانبول په استقلال واټ کې وشوه، لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.
په دې چاودنه کې، چې د استانبول په استقلال واټ کې وشوه، لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.

د ترکیې حکومت تور لګوي چې د دغه هېواد په استانبول ښار کې پرونۍ حمله د پي کې کې یا د کوردستان د کارګرانو ګوند د یوه غړي له لوري شوې ده.

د ترکیې پولیسو د استانبول ښار په توریستي برخه کې د پرونۍ چاودنې په تړاو یو تن نیولی دی.

په دې چاودنه کې، چې د استانبول په استقلال واټ کې وشوه، لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.

د ترکیې دولتي تلویزیون ټي ار ټي نن دوشنبه د خپل هېواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په قول وویل، پولیسو یو تن چې په استقلال واټ کې یې بم ایښی و، نیولی دی.

د دې راپور له مخې، نیول شوی کس د کوردستان په کارګرانو ګوند یا پي کې کې پورې تړلی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د دې پېښې بدل به له دغه ګونده واخلي.

په پرونۍ چاودنه کې د ۸۱ تنه نور ژوبل شول.

د ترکیې چارواکو دا پېښه تروریستي حمله وبلله.

د ترکیې حکومت په لومړي سر کې ویلي و چې د استانبول پولیس ګومان کوي چې په دې چاودنه کې یوه ښځه لاس لري.

د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي وو، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په استانبول کې حمله کوونکې یوه ښځه وه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د جي شل سرمشریزې لپاره اندونیزیا ته روان وو تر سفر مخکې په یوه تلوېزیوني بیان کې د پېښې په اړه وویل: "له هر څه مخکې، زه غواړم د هغو کسانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړم چې د استقلال واټ په بمي برید کې وژل شوي او د هغو کسانو لپاره چې ټپیان شوي د ژر ښه کېدو هیله کوم."

په ترکیه کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د داعش له لوري خونړۍ چاودنې کېدې.

په دغو چاودنو کې د ترکیې شاوخوا ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او عام خلک ووژل شول.

XS
SM
MD
LG