د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۳

نړۍ

اوغلو: په سوریه او عراق کې به د داعش پرضد هوايي بمباري به لوبه بدله کړي

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو وایي، په سوریه او د عراق په شمال کې د اسلامي دولت ډلې او د کردستان د کارګرانو د ګوند د وسله والو پرضد د ترکیې هوایي بمباري به د ده په وینا په سیمه کې لوبه بدله کړې.

داود اوغلو دا څرګندونې نن د ترکیي ورځپاڼو محررینو ته کړي دي.

هغه ویلي چې د ترکیې حضوربه چې له خپلو ځواکونو په اغیزمن ډول کار اخیستلی شي، داسې یو وضعیت رامنځ ته کړي چی په سوریه او عراق او په ټوله سیمه کې به لوبه بدله کړي.

د حریت ورځپاڼې د راپور له مخې داود اوغلو ویلي چې اوس نورو هېوادونو ته پکار ده چې وضعیت وارزوي او ورسره سم پر خپلو دریځونو یو وار بیا غور وکړي.

د ترکیې صدراعظم دغه راز وویل چې ترکیه په پام کې نه لري چې سوریې ته مځکني ځواکونه واستوي.

هغه وویل، ترکیې د امریکا له متحده ایالاتو سره موافقه کړې چې د هغو معتدلو یا منځ لارو وسله والو هوایي ملاتړ به کوي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګیږي.

د ترکیې جټ الوتکو د یکشنبې په ورځ پرله پسې دریمه ورځ د عراق په شمال کې د کوردستان د کارګرانو د ګوند PKK پر کمپونو بمباري وکړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ّپاکستان په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

پاکستانی سرتیری
پاکستانی سرتیری

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.
محمد اسحق دار دا خبره نن په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.

پاکستان داسې وخت د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.

په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې هند اعلان وکړ د هغو ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړل چې په هندي کشمیر کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت درلود.
پاکستان تورن دی چې له کلونو راهیسې یې په بندیزونو کې د شاملو ترهګرو ډلو القاعدې، لشکر طیبه، داعش او څو نورو ګروپونو او د هغوی د سیمه ییزو تړلیو ملیشو کوربه توب کړی.

ازبکستان د فوټبال نړیوال جام ته ووت

د ازبکستان او متحده عرب اماراتو لوبه
د ازبکستان او متحده عرب اماراتو لوبه

ازبکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام ته لار پيدا کړه.

د افغانستان ګاونډي ازبکستان تېره شپه که څه هم له متحده عرب اماراتو سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړه خو د تېرو ښو امتیازاتو په خاطر نړیوال جام ته ولاړ.

تر ازبکستان مخکې په همدې ګروپ کې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم نړیوال جام ته لار پيدا کړې ده.

د فوټبال نړیوال جام به کال ته د امریکا په کوربه توب ترسره شي.

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې بیا هسپانیې خپله سیاله فرانسه ماته کړه او پایلوبې ته ووته.

هسپانیې ۵ پر څلور فرانسه له مخې لرې کړه.

تمه ده په پایلوبه کې هسپانیه او ګاونډی یې پرتګال را روانه یکشنبه مخ شي.

پرتګال په نیمه پایلوبه کې ۲ پر ۱ جرمني ته ماته ورکړې وه.

رونالډو خپله لوبډله د اروپایي ملتونو د فوټبال پایلوبې ته ورسوله

کریستیانو رونالډو
کریستیانو رونالډو

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې نن ماښام اسپانیا او فرانسه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د نننۍ لوبې ګټونکی به پایلوبې ته ځي او هلته به له پرتګال سره مخامخ کیږي.

د پرتګال لوبډلې تېره شپه جرمني ته دوه-یو ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.

د بیګنۍ لوبې د بریا ګول د پرتګال د فوټبال ستوري کرستیانو رونالډو وواهه.

جرمني د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره ۶۰ زره سرتېرو ته اړتیا لري

بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو کانفرانس
بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو کانفرانس

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، په ناټو سازمان کې د خپلې دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره شپیته زره نورو سرتیرو ته اړتیا لري.

بوریس پیستوریوس دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.

د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، د ناټو د یوه نوي پروګرام له مخې غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي وړتیاوې شاوخوا دیرش فیصده لوړې کړي.

تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، د دافع هوا سیستم، لرې واټن ویشتونکو وسلو، لوژستیک او د ځمکنیو ځواکونو د تشکیل پراخوالی یې اصلي لومړیتوبونه دي.

نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده

د عرفات غوندۍ
د عرفات غوندۍ

نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.

دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات غونډۍ او شاخواو دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.

پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.

حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا جمعه د لوی اختر لومړی ورځ ده.

سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانانو د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

د طالبانو حکومت وايي، د حج د مراسمو لپاره دیرش زره حاجیان له افغانستانه ورغلي دي.

طالبانو د جمعې ورځ عرفه او د شنبې ورځ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.

پوتین ټرمپ ته په ټیلفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اوکراین د بریدونو ځواب به ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په " په واضع توګه خبرداری" ورکړی چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ځواب به ورکوي.

اوکرایین د تیرې اونۍ په پای کې د روسیې په بیلابیلو پوځي هوايي اډو کې بم غورځونکې الوتکې په نښه کړې وې.

ټرمپ پر خپلې سوشل پاڼې ټروټ کې ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې "ښې ټیلفونې خبرې اترې" درلودې خو د هغه په ټکو دا خبرې اترې اوربند او سولې ته د رسیدو په مانا نه دي.

د ټرمپ په خبره، له پوتین سره يې د ۷۵ دقیقو خبرو اترو ډیر برخه د اوکرایین د امنیتي ادارې له خوا د روسیه دننه د روانې میاشتې د لومړی نیټې بریدونه وول.

د ټرمپ په ټکو، " موږ د روسیې دننه په بم غورځوونکو الوتکو د اوکرایین د بریدونو په اړه خبرې وکړې".

هغه زیاته کړه، "پوتین په ډیر تاکید سره وویل مجبور دی چې د روسیې پر هوايي اډو د اوکرایین د بریدونو ځواب ورکړي".

له دې وړاندې د اوکرایین امنیتي ادارې ادعا کړې وه چې ۴۰بم غورځوونکې روسیې الوتکې يې په بیلابیلو هوايي اډو کې په نښه او ویجاړې کړي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا بریدونه ستایلی وو او په خبره يې چې د دې بریدونو لپاره ۱۸میاشتې مخکې پلان برابر کړی و.

د پوتین او ټرمپ ترمنځ له ټیلفوني خبرو اترو وروسته د کرملین د بهرنۍ سیاست مرستیال یوري اوشاکوف د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، ټرمپ، پوتین ته ویلي چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو ناخبره و.

اوشاکوف وړاندې وویل، په دې بحثونه روان دي چې روسیه د اوکرایین د دې بریدونو ځواب څنګه ورکړي، خو په دې اړه يې ډیر جزیات ور نه کړل.

پر غزې د اسراییلو په تازه بریدونه کې ۱۲ فلسطینیان وژل شوي دي

غزې ته څیرمه پر خان یونس ښار په هوايي وروستیو بریدونه کې ټپیان
غزې ته څیرمه پر خان یونس ښار په هوايي وروستیو بریدونه کې ټپیان

د غزې د دفاع ملکي اداره وايي، خان یونس ښار ته څیرمه د بېځایه فلسطینیانو پر یوې خیمې د اسراییلو په هوايي بریدونه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې په خبره، اسراییلو دا هوايي بریدونه نن چهارشنبې کړې دي.

په سیمه کې یو عیني شاهد فرانس خبري اژانس ته ویلي، "موږ د یوې پوځي بې پیلوټه الوتکې توغندي ولیدل چې پر ښوونځي او خیمو لګیدلی وو، دا ماشوم شهید شو او د هغه مور، پلار او خویندې ټپیان دي".

د اسراییلو پوځ تراوسه د تازه بریدونه په اړه د فرانس پریس خبري اژانس پوښتنې ځواب کړې نه دي.

وروسته له هغې چې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ په تیره مارچ میاشت کې اوربند پای ته ورسیده، اسراییلو پر غزې بریدونو ته زور ورکړی دی.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډلې د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.

اسرائیلو په سوریې برید کړی دی

آرشیف
آرشیف

وروسته لدې چې د سوریې له لوري په اسرائیلو د دوو توغنديو برید وشو اسرائیلو په سوریي هوايي برید وکړ.

رویترز خبري آژانس رپوټ ورکوي چې داسرائیلو دفاع وزیر ددغه برید پړه د سوریې په موقت ولسمشر واچوله.

سوریه وايي په اسرائیلو د برید رپوټونه تراوسه نه دي تایید شوي.

تراوسه دا هم نه ده معلومه چې دتوغندیو دغه برید کومې ډلې کړی دی .

د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي دتوغندي برید رپوټونه تراوسه نه دی تایید شوي او سوریې په سیمه کې هیڅ کوم اړخ ته ګواښ نه دی کړی او نه به یی وکړي.

دسوریې موقت حکومت ویلي چې په درعا باندې د اسرائیلو هوايي برید ځاني او مالي زیان اړولی دی .

ددغو متقابلو بریدونو سره همهاله دسوریې او اسرائیلو ترمینځ دکړکیچ د کمولو لپاره هڅې شوي دي.

اوکراین وايی د روسیې او اشغالی اوکراین ترمینځ یو مهم پل یې په بمونو الوزولی دی

د پله لاندې دچاودنې دغه تصویر دجون په دریمه نیټه داوکراین دامنیتی خدماتو ادارې لخوانشر شوی دی .
د پله لاندې دچاودنې دغه تصویر دجون په دریمه نیټه داوکراین دامنیتی خدماتو ادارې لخوانشر شوی دی .

اوکراین ادعا کوي چې د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا سره نښلونکی یو مهم پل یې د اوبو لاندې چاودیدونکو موادو په وسیله نړولی دی .

د اوکراین د امنیتی خدماتو (SBU) ادارې دسه شنبې د ورځې اعلامیې وویل چې ددغو عملیاتو په ترځ کې چې څو میاشتې یې ونیولې د کیرچ تنګي د پل دستنو لاندې ټولټال ۱۱۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوي وو.

د SBU په ویب پاڼه کې خپره شوې ویډیو - چې اعتبار یې د RFE/RL ، یا آزادې اروپا راډیو لخوا تایید شوې - د پل لاندې یوه لویه چاودنه ښیې. خودا څرګنده نه ده چې څومره زیان یې رسولی.

روسي چارواکو د ورځې پیل کې وویل چې پر دې پل یې د موټرو تګ راتګ ځنډولی دی خو وروسته ولیدل سو چې موټر بیاهم له پل څخه کار اخلي.

تر دې دوه ورځې مخکې اوکراین د روسیې خاوره کې دننه د بې پیلوټه الوتکو د یوه څپې په برید کې په څوهوایي اډو کې داوږده واټن لسګونه بم غورځونکې الوتکې زیانمنې کړې.

رائل چلینجرز بنګلور دلومړي لپاره د هند د پریمیر لیګ T20 اتله لوبډله شوه

ویرات کوهلی دهند افسانوی بیتسمن
ویرات کوهلی دهند افسانوی بیتسمن

د هند افسانوي بیټسمین ویرات کوهلي د رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې وکړې او پرون یې د هند پریمیر لیګ T 20 په فاینل کې پنجاب کنګز لوبډلې ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.

په دې سره رائل چلینجرز بنګلور دلومړي ځل لپاره دهند پریمیر لیګ T20 اتلولي وګټله.

ویراټ کوهلي په ۳۵ توپونو ۴۳ منډې ترسره کړې چې پای کې د نامتو افغان بالر عظمت الله عمرزي په توپ اوټ شو .

رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې د نهو ویکټو په زیان ټولټال ۱۹۰ منډې وکړي.

پنجاب لوبدلې ترپایه مبارزه وکړه خو د ۷ لوبغاړو په زیان یې یوازي ۱۸۴ منډې وکړي.

دلوبې لپاه د احمد آباد په ۱۳۲،۰۰۰ ظرفیت لرونکي لوبغالي کې له ۹۱،۰۰۰ څخه ډیر مینه وال راټول شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG