د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

بایډن د غیر ناټو عمده متحدینو له لېسته د افغانستان نوم وویست


د امریکا جمهور رییس جوبایډن
د امریکا جمهور رییس جوبایډن

د امریکا جمهور رییس جوبایډن په یوه رسمي لیک کې د غیر ناټو عمده متحدینو له لېسته د افغانستان نوم‌ رسماً وویست.

د امریکا متحده‌ایالاتو جمهور رییس جوبایډن د غیر ناټو عمده متحد په توګه د افغانستان عضویت پای ته ورساوه.

سپینې ماڼۍ د افغانستان په وخت پرون ناوخته د امریکا د جمهور رییس هغه لیک خپور کړ چې د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته یې استولی.

په دې لیک کې چې عنوان یې د جمهوري ریاست پرېکړه ده راغلي: "هغو واکونو ته په کتو چې د امریکا د اساسي قانون له‌مخې د یوه جمهور رییس په توګه ما ته راکړل شوي، د غیر ناټو د عمده متحده په توګه د افغانستان عضویت پای ته رسوم."

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیر ناټو عمده متحد په توګه ونوماوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دفاعي او اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره لاره هواره کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلېنټن
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلېنټن

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن کابل ته د سفر پر مهال افغانستان د غیرناټو د عمده متحد په توګه اعلان کړ.

خو طالبان بیا د امریکا د جمهور رییس له دې پرېکړې هرکلی کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "دا یو ښه ګام دی. افغانستان له ناټو سره یو ځای‌والي کې کومه ګټه نه‌وه کړې. خلکو یې شل کاله تلفات ولیدل او د ناورین شاهده وه. دا ښه ګام دی چې موږ د کوم نړیوال باب عضوه نه‌ یوو، بلکې غیر منسلک او مستقل او په خپله اراده ولاړ ملک یوو."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

طالب چارواکي داسې مهال د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان له لېرې کېدو هرکلی کوي چې اوسمهال د دوی په لاس کې ټول امنیتي او پوځي تجهیزات د امریکا او ناټو له‌خوا پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو.

د امریکا جمهور رییس له دې پرېکړې وړاندې د روان کال د جولای په شپږمه د امریکا کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یو استولي لیک کې لیکلي و چې د ۱۹۶۱ کال د بهرنیو مرستو د قانون د ۵۱۷ مادې له مخې، دی د غیر ناټو عمده متحد په توګه د افغانستان د نوم د لغوه کولو اعلان کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د غیر ناټو متحد په توګه د افغانستان د غړیتوب له لغوه کېدو وروسته به، امریکا ۱۸ لوی غیر ناټو متحدین ولري.

ارجنټاین، اسټرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر، اسراییل، جاپان، اردن، کویټ، مراکش، نیوزیلینډ، پاکستان، فیلیپین، قطر، سویلي کوریا، تایلینډ او تونس له دې وروسته د غیرناټو عمده متحدین بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG