په داسي حال کې چې د نورو ګرمسېرو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم نوی ښوونيز کال پيل شوی، د دغه ولایت ښځینه ښوونکې او زده کوونکې د طالبانو له حکومت څخه د نجونو لپاره د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.
بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار د پوهنې ریاست مسؤلين وايي، دوی د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو د تدریسي مدیریت لپاره چمتوالی لري او یوازې د خپلو مشرانو امر ته په تمه دي.
نور حال د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: