د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

اویغور فعالانو د ملګرو ملتونو د وروستي خپور شوي راپور هرکلی کړی


د چین اویغور مسلمانان
د چین اویغور مسلمانان

په چین کې اویغور فعالانو د ملګرو ملتونو د هغه راپور هرکلی کړی چې د شین جن په سیمه کې یې د چارواکو د ناوړه چلند په اړه خپور کړی دی.

اویغور فعالان او د بشري حقونو د خوندیتوب ډلو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د راپور یوه برخه یې د دې لپاره رابرسېره کړې ده چې له پیکنګ سره حساب کتاب وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچله وایي، چین په شین جن ایالت کې د اویغورانو، قزاقانو، قرغزیانو او یو شمېر نورو مسلمان اقلیتونو حقونه سخت تر پښو لاندې کړې دي.

مېرمن باچله زیاتوي چې د چین دا اقدمات د بشريت ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

د اغلې باچلې د ماموریت په وروستۍ ورځ د دې دفتر وروسته له اوږده انتظاره د اګست په یو دېرشمه په دې اړه په اته څلوېښت مخونو کې راپور خپور کړ.

د دې راپور له مخې د یوې کلنې څېړنې په ترڅ کې داسې شواهد ترلاسه شوې دي چې لږکي مسلمانان په ډله ییز ډول نیول شوي دي.

د راپور له مخې دا کسان وهل شوي، ځورول شوي، جنسي استفاده ترې شوې، سخت کارونه پرې شوي او له خپلو کورنیو بېل شوې دي.

په راپور کې ادعا شوې ده چې چین د ملي امنیت د ګونګو قوانینو له مخې اقلیتونه ځپلي او په خپل سر یې دا کسان نیولي دي.

په دې راپور کې د ډله ییزې وژنې اصطلاح چې د امریکا متحد ایالتونه او د یو شمېر هېوادونو پارلمانونه یې کاروي، نه ده استعمال شوې.

اویغور فعالانو او د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو دې راپور د دوی د کلونو کلونو مبارزې ته چې د خلکو د تري تم کېدو او له خلکو سره د ناسم چلند اسناد راغونډوي، اعتبار ورکړی دی.

د اویغورانو د بشري حقونو د پروژې اجرایي رییس عمر کنات وایي، د دې راپور یوه برخه د اویغورانو د کړکېچ په تړاو د نړیوالې ټولنې چلند بدلوي.

ده زیاته کړه چې د پیکنګ له انکار سره سره د چین حکومت په شین جن کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې او ملګرو ملتونو په رسمي ډول هلته د وحشتناکه جنایتونو پېښېدل منلي دي.

پیکنګ په شین جن کې هر ډول نیونې او ناسم چلند رد کړی او اویغور فعالان یې په درواغو تورن کړې دي.

د شین جن په اړه د ملګرو ملتونو راپور څو ځله وځنډېد او پیکنګ د دې راپور د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخته هڅې وکړې.

XS
SM
MD
LG