د تېرو کلونو له پرلپسې جګړو وروسته ډېر خلک په افغانستان کې دننه بې ځايه او ډېرو یې له کلیو څخه ښارونو ته کډه وکړه.
حبیب الله د کندز ولایت اوسېدونکی دی، چې یو نیم کال مخکې د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله له کندوز څخه یې کابل ته کډه وکړه.
نوموړى وايي، یو نیم کال یې په کابل کې د خیمو لاندې ژوند وکړ او درې میاشتې مخکې بېرته خپلې اصلي مېنې ته چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ده، ستون شو.
خو وايي، عاید نه لري، کار هم نه شته او تر اوسه مرسته هم نه ده ورسېدلې.
هغه زیاتوي: "زه مخکې د جنګونو له امله له خپلې سیمې وتښتېدلم او کابل ته لاړم، خو اوس چې بېرته خپلې سیمې ته راغلی یم، دلته نه کار شته، نه مرسته او اقتصادي ستونزې مو هم ډېرې شوې دي."
دا وايي، په کابل کې به یې کله ناکله له مرسته کوونکو بنسټونو څخه مرستې ترلاسه کولې خو په خپله سیمه کې له دې مرستو هم محروم دی.
خو په ورته وخت کې هغه بې ځایه شوي هم چې د کابل په کمپونو کې ژوند کوي، له ګرمي، اقتصادي ستونزو، د امکاناتو او د مرستو له کموالي شکایت کوي.
ګلاب جان چې ۴ کاله مخکې له کاپیسا څخه کابل ته راکډه شوی، ازادي راډيو ته یې وویل: "هوا ګرمه ده، موږ په خیمه کې ژوند کوو. زموږ ستونزې بیخي ډېرې دي. کله ناکله مرستې راځي، خو ماشومان مې ناروغ دي او اقتصادي وضېعت مې هم خراب دی."
خو پوښتنه دا ده چې دا بې ځایه شوي د دې ټولو ستونزو له ګاللو سره هم ولې خپلو اصلو سیمو ته نه ځي؟
د بغلان ولایت اوسېدونکی داود شاه خپل کلي ته د نه ستنېدلو دلیل داسې وايي: "زموږ کورونه په جنګونه کې ونړېدل. د اوسېدلو لپاره ځای نه لرو او حتا د کورونو د بیا رغولو وس هم نه لرو، په همدې خاطر دلته پاتې یوو."
جګړه او ناامني، وچکالي، اقتصادي ستونزې او بې کاري، په ځینو سیمو کې د زورواکو جبر، په کلیو کې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو نشتوالی او طبیعي پېښې په افغانستان کې دننه د خلکو د بې ځايه کېدو مهم لاملونه بلل کېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري د راپور پر بنسټ په تېرو ۵ کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر په چټکۍ سره ډېر شوی دی.
دا راپور چې د جون په میاشت کې خپور شوی، په کې ویل شوي دي چې افغانستان د نړۍ په کچه شپږم ستر هېواد دی چې ډېر وګړي یې په کور دننه بې ځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د جګړې له ډېرېدو سره له ۷۷۷ زره ډېر افغانان له خپلو اصلي سیمو څځه بې ځایه شوي دي چې ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډيو ته وویل، دوى اصلي مېنو ته د کورنيو بې ځایه شویو د ستنولو لړۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مرسته پیل کړې ده.
حقاني وویل: "په اوس وخت کې تر ۹ زره ډېرې کورنۍ لرو چې بې ځایه شوې دي او سروې یې هم شوې ده. هغه کورنۍ چې په خپلې خوښه حاضرې شوې دي چې خپلو اصلي سیمو ته ستنې شي، ټرانسپورټ، نغدې پیسې او خوراکي توکي ورکول کېږي او خپلې سیمېو ته لېږدول کېږي."
نوموړي زیاته کړه، چې د دوی د اټکل له مخې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یوازې په کابل کې ۱۴ زره بې ځایه شوې کورنۍ وې چې د دوی له ډلې څلورنیم زره يې بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستنې شوې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان دوه اوونۍ مخکې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال له جنوري میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل میاشتې نېږدې ۱.۸ میلیونه افغانانو د جنګونو او طبیعي پېښو له امله خپل کورونو پرېښي دي.
خو له دې سره هم په افغانستان کې د خپلو اصلي سیمو د پرېښودلو لړۍ روانه ده، سره له دې چې وچکالي په ځینو سیمو کې لامل شوې، ورسره په پنجشېر، اندراب، بلخاب او د هېواد په نورو سیمو کې جګړې هم له دې بهیر سره مرسته کړې ده.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې د سرپل له بلخاب څخه ۲۵۰۰۰ تنه بې ځایه شوي دي، چېرته چې طالبان له خپل پخواني هزاره قومندان مهدي مجاهد سره په جګړه کې ښکېل شول.