د افغانانو د بې وزلۍ کیسې ډېرې دي، دې وضعیت له ډېرو ماشومانو د دوی ماشومتوب اخیستی دی.
فریما د څلورو ماشومانو مور او د کاپیسا ولایت اصلي اوسېدونکې ده.
د هغې ماشومان یې ۴ کلن، ۱۰ کلن، ۱۱ کلن او ۱۴ کلن دي.
هغې د تېر حکومت په ستره محکمه کې د اجیرې په توګه کار کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې دندې شوه او اوس یې ماشومان د غریبۍ له امله د ماشومتوب رنګین ژوند نه لري.
نوموړې وايي: "دنده مې درلوده خو اوس بې دندې شوې یم. اوس مې ماشومان لاسي کراچۍ چلوي او کار کوي. له ښوونځي او کورس څخه هم پاتې شول. اوس یې نه کورس ته لېږلی شم او نه ښوونځي ته په ښه ډول ځي."
۱۴ کلن بهاره چې د خپلې کورنۍ یواځنۍ ګټیالۍ ده، د کابل په تایمني کې قلمونه خرڅوي، هغه وروستۍ جګړۍ او بې ثباتۍ له زده کړو څخه د دې لرې پاتې کېدو عوامل بولي.
هغه وايي: "زه قلمونه خرڅوم او په تایمني کې کار کوم. په کور کې یوازې کار کوم او له درسه پاتې شوې یم."
د ماشومانو د حقونو فعال ډاکتر محب زغم هم دا خبره کوي او د افغان ماشومانو د دې وضعیت یو مهم لامل په افغانستان کې څو لسیزې جګړه یادوي.
زغم وویل: "بې وزلي او فقر ماشومان مجبوروي چې کار وکړي. په ماشومتوب کې په بازر کې کار وکړي او ان درانه او شاقه کارونه وکړي. دا د جنګ نتیجه ده، جنګو کې پلرونه وژل کېږي یا میندې وژل کېږي، ماشومان یتیمان کېږي، یسران کېږي."
زغم وايي، چېرې چې د جګړې اور بل دی، د هغه هېواد له ماشومانو د دوی ماشومتوب اخیستل شوی دی.
تېره اوونۍ د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي مېرمن اغلې زلینسکا امریکا ته په سفر کې ان بي سي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې په اوکراین کې جګړې د هغې نهه کلن زوی دې ته هڅولی چې سرتېری شي او د ټوپک کارولو او جګړې چل زده کوي.
نوموړې ویلي، هیله من ده چې وکولای شي، خپل زوی ته د هغه ماشومتوب بېرته ورکړي.
د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې یو انسان د زېږون له ورځې تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.
خو د افغانستان په شان ټولنه کې بیا دا قانون ډېر عملي نه دی، د ماشومتوب موده ژر ختمه او انسان په ځلمیتوب او ځوانۍ ورګډوي، درانه کارونه پرې کوي او ان وسله والو لیکو ته جذبېږي.
د یادونې ده، چې په دې تړاو د بشر د حقونو نړیوالو سازمانونو تل خپل غږ پورته کړی دی.
له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونېسیف د سرطان په ۱۲ نېټه په یوه اعلامیه کې وویل، چې په افغانستان کې د اقتصادی وضعیت له خرابېدو سره په دغه هېواد کې ماشومان له تاوتریخوالي او نورو ګواښونو سره مخامخ دي.
په اعلامیه کې ویل شوي وو، چې زیات ماشومان او ځوانان داسې احساسوي، چې اړ دي کار وکړي او ځینې یې له افغانستانه بهر خطرناکو سفرونو ته زړه ښه کوي.