نن د جون ۲۰ د کډوالو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېدلې چې ډېری اوسېدونکي یې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي او ځینې نور چې په هېواد کې دي په دې هڅه کې دي چې له قانوني او ناقانونه لارو خپل کورونه، استوګنځایونه پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي.
عبدالکریم نوري ۵۰ کلن او د کابل ښار اوسېدونکی دی.
دی پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له ښوونځیو د دوو لورګانو د محروم پاتې کېدو له امله چې د لسم او اتم ټولګیو زده کوونکې دي، له افغانستانه وتلو ته اړ شوی دی.
نوري وایي، خپله ټوله شتمني یې خرڅه او په قانوني لاره ایران ته ولاړ.
دی او کورنۍ یې له ایرانه په قاچاقي توګه ترکیې ته تللي وو، چې بالاخره قسمت بېرته د هماغه تیاره راتلونکي په لور افغانستان ته ستانه کړل.
نوري او کورنۍ یې د ترکیې په وان ښار کې د پولیسو له لوري نیول شوي او په خبره یې له شکنجو او زیاتو ځورونو ورسته بیرته افغانستان ته واستول شول.
هغه زیاتوي: "خپله ټوله شتمنې او کور مې وپلورل، یوازې د دوو لورګانو لپاره مې چې یوه یې په لسم او بله یې په اتم ټولګي کې وه، دا چې دوی به زده کړې وکړي او یوه ښه راتلونکی ولري له دې ځایه ولاړو، خو په ډېرو ستونزو یې موږ بېرته رد مرز کړو او اوس زه په سرک کار کوم."
خو دا یوازې عبدالکریم نه دی، غلام رسول او کورنۍ یې له دې بدتره برخلیک سره مخ شوی.
د غلام رسول مېرمن بیګم او دوه اولادونه یې دوه کاله مخکې په قانوني توګه ترکیې ته ولاړل او د یو کال لپاره یې د دغه هېواد اقامه تر لاسه کړه.
بیګم وایي، په ترکیه کې له یو کال اوسېدو وروسته کله چې خاوند یې د کډوالو دفتر ته د اقامې د تمدید لپاره مراجعه وکړه، له هغه ځای افغانستان ته دیپورت شو او دا له دوو اولادونو سره ترکیه کې پاتې ده.
هغه وايي: "یو کلنه اقامه مو واخیسته، بیا مې چې کله خاوند د هغه د تمدید لپاره ولاړ هماغلته یې ډیپورت کړ او موږ دلته پاتې شوو، په ډېرو سختو ستونزو ژوند کوو، که مې خاوند هلته کار وکړ نو موږ ته پیسې راستوي، افغانستان کې بدمرغي ده اولادونه مې له طالبانو وېرېږي، په زرو ستونزو دلته راغلو، اوس بېرته ولاړ شو طالبانو ته کېښنو؟"
غلام رسول چې اوس کابل کې دی وایي، د اقامې په دوسیه کې د نوم د متسم لیکلو له امله له رضایت پرته یې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستون کړل شوی دی.
هغه زیاتوي: "پر موږ یې تر ۲۰۲۴ کال لاسلیک وکړ او ویې ویل چې تر ۲۰۲۴ کال حق نه لرې چې بېرته ستون شې، زه بدمرغه دلته افغانستان کې یم او کورنۍ مې هلته، زه درانده کارونه کوم چې کورنۍ ته مې پیسې واستوم، په ۲۴ ساعتونو کې ښایي یو وخت ډوډوۍ وخوري څو په ترکیه کې د کور د کرایې پیسې ورته پاتې شي او یو څلور ورځې یې نوره پرده وشي."
بختي کریمي زی یو بل ځوان دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې کاره شو او د ګڼو نورو افغانانو په شان د کسب او کار او عاید موندلو لپاره له قاچاقي لارې ترکیې ته ولاړ.
هغه غوښتل لومړی ترکیې او له هغه ځای یونان ته ولاړ شي،خو د لارې په ترڅ کې غلو د ده او نورو ملو کسانو موبایلونه او پیسې ورنه اخیستي او دوی یې پولیسو ته تسلیم کړي دي.
دی د دې ناقانونه سفر په ترڅ کې چې له کومو شکنجو سره مخ شوی داسې یې بیانوي.
هغه وايي: "د ترکیې پولیسو له لوري مو هم وهل وخوړل، ښه یې ووهلو او د ایران پولیسو هم په زندان کې ووهلو، د ایران پولیسو افغانستان ته د موږ د بېرته راوستولو لپاره پیسې غوښتې او د ټکټونو لپاره یې له خلکو پیسې راټولې کړې، دوه نیم لکه تومان به وې، هغو ځوانانو چې پیسې نه درلودلې تر یوې میاشتې هماغلته زندان کې پاتې شول او له هغو خلکو چې راتلل خیرات یې غوښته چې د ټکټ پیسې پیدا کړي، فعلاً زه افغانستان کې یم د دې لپاره بهر تللی وم چې یو ښه هېواد ته ورسېږم او په خپلو پښو ودرېږم."
ترکیه له پاکستان وروسته دوهم هېواد و، چې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت له پاشل کېدو وروسته یې میاشتې وروسته د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې الوتنې پیل کړې.
امریکا غږ ټلویزیون د ترکي او د کډوالۍ نړیوال سازمان چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۸ زره افغان کډوال په ۷۹ چارتر الوتنو کې بېرته افغانستان ته دیپورت کړي دي.
ورځ بلې ته خپل هیواد ته د دغو کډوالو د بېرته استولو د مواردو زیاتېدو په ترکیه کې میشتې افغان کورنۍ او ځوانان چې اوس یې نسبتاً یو عادي ژوند یې ځانته برابر کړی، اندېښمن کړي دي.
فوزیه احمدي چې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره دغه هېواد ته تللي وایي، په ۱۳۹۴ کال کې د کابل په شاه شهید سیمه کې د یوې زورورې چاودنې له امله یې یو ماشوم رواني ناروغي پیدا کړه او له هغه وروسته دا او کورنۍ یې اړه شوه، په هر قیمت چې کېږي له افغانستانه ووځي.
مېرمن احمدي وایي، اندېښمنه ده چې له دې هېواده ونه شړل شي او یو ځل بیا هغه وحشت ناکه ژوند ته ورستنه نه شي.
هغه زیاتوي: "دوی اوس نوي چاپېریال او اوبو او هوا سره عادت شوي دي له هغه وحشته مې چې دلته راوستي اوس یې روحي حالت لږ ښه شوی، موږ اندېښمن یو که بېرته ستانه کړل شو بیا هغه روحي رواني حالت چې مو پر زوی او دوو نورو ماشومانو مې راغلی وه، بیا تکرار نه شي،کله چې د افغانستان اوسنی حالت ګورو اندېښمن کېږو، موږ ته هم سخته ده ځکه د طالبانو د لومړۍ دورې تجربه لرو او دا چې هغه مهال مو څومره په ستونزو کې ژوند کاوه."
اوس چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د تخلیې په پروسه کې د البانیا، ابو ظبي، قطر او د پاکستان کمپونو ته انتقال شوي، وایي د برخلیک په اړه یې هېڅ ډول معلومات نه شته او په بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه ویلي، چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونه بېلابېل پلانونه تر لاس لاندې لري چې له افغان کډوالو سره لله بد چلند چې په هر هېواد کې وي، مخنیوی وشي.
څو موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په ځینو هېوادونو کې د دغه هېواد په سفارتونو او کونسلیو کې د کارکوونکو د زیاتېدو او د کډوالۍ د ځانګړې ویزې یا SIV د پروسې د چټکتیا خبره کړې وه.
د جون ۲۰ نېټه د کډوالو لپاره د درناوي په هدف د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍپه خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې په هېوادونو کې د وروستیو سیاسي بدلونونو د شدیدېدو له امله هغه کسان چې خپل هېوادونو یې پرېښي دي، څو چنده زیات شوي دي.