د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

افغان فوټبال لوبډلې د اسیا ملتونو جام ته د لار موندنې چانس له لاسه ورکړ


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال ټیم د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې مسابقو په لړ کې پرون د هند پر وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې لپاره پرون شنبه د هند پر وړاندې مسابقه وکړه، چې لوبه دوه د یو په وړاندې د هند په ګټه پای ته ورسېده.

د هند په کلکته کې د دې لوبې تر بایللو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل: "له بده مرغه د هند پر وړاندې ماتې ډېره ترخه وه. دغې ماتې ته پام سره، افغانستان د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې چانس لاسه ورکړ. دوې پرله پسې ماتې د دې سبب شوې، چې په خپل ګروپ کې د دوهم نمبر د ګټلو چانس له لاسه ورکړو. دا له مقدماتي پړاو څخه د افغانستان د ټیم د لیرې کېدو معنی لري. زموږ د فوټبال ټیم ته ترخه ورځ وه. که څه د لوبې په دوهمه نیمايي کې زموږ ټیم ښه لوبه وکړه، خو له بده مرغه ماتې مو وخوړله."

افغانستان په خپل ګروپ کې د هند تر څنګ د هانګ کانګ او کمبوډیا له ټیمونو سره یوځای دی.

افغانستان په خپله لومړۍ مقدماتي مسابقه کې له هانګ کانګ سره تېره چهارشنبه مخامخ شو، چې هلته یې هم خپله لوبه یو د دوو پر وړاندې بایللې وه.

د افغانستان د فوټبال ټیم که څه هم د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې چانس له لاسه ورکړ، خو بیا هم راروانه سې شنبه د کمبوډیا په وړاندې لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف د دې مسابقې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل، د هانګ کانګ او هند ټیمونه اوس په خپل ګروپ کې د لومړي او دوهم مقام ګټلو لپاره هڅه کوي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د اسیا د فوټبال فدراسیون د افغانستان د فوټبال ملي ټیم ته ځانګړی امتیاز ورکړ، چې وتوانېد د اسیا د ملتونو جام په مسابقو کې لوبه وکړي، خو ګټونکی نه شو.

XS
SM
MD
LG