د افغانستان د فوټبال فدارسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې یاده سیالۍ د افغانستان په وخت ۷:۳۰ ماښام پیلیږي.
د فدارسیون په وینا، ملي لوبډله د یادې سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري او کېدونکې لوبه به د هندوستان په کلکتې ښار کې وي.
افغانستان له دې وړاندې له هانکانګ سره لوبه وکړه چې ۱-۲ یې ماتې وخوړه.
یادې سیالۍ روانه میاشت په هند کې پیل شوي او موخه د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته لاره پیدا کول دي.