د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندلو په درشل کې، ټاکل شوې سبا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د هانکانګ له لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله به هڅه وکړي چې د ویتنام په تمریني کمپ کې له کړو تمرینونو او په هند کې له تیاریو څخه په استفادې افغان لوبغاړي ښه وځلیږي.
دا سیالي د افغانستان په وخت سبا څلور بجې د هند په کلکتې ښار کې ترسره کېږي.