د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۸

سیګار: د طالبانو له بیا واکمنېدو سره بشري وضعیت ډېر خراب شوی

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتطرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتطرې مېرمنې او ماشومان

د افغانستان د بیارغونې د چارو لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په یوه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد بشري وضعیت ډېر خراب شوی دی.

د سیګار د راپور په یوه برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري چارو د اطلاعاتي څانګې په قول ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه او ۴ لکه تنه بشري مرستو ته اړ شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ م کال د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې اټکل کېده چې ۱۸ میلیونه او ۴ لکه افغانان مرستو ته اړتیا لري.

د راپور په دوام کې ویل شوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بې روزګاره شویو افغانانو شمېر له ۷ لکه تر ۹ لکو پورې اټکل کېږي.

سیګار زیاتوي، په ځانګړي ډول ښځې ډېرې اغېزمن شوي او د سږ کال تر نیمايي پورې د ښځو د بې روزګارۍ شمېر به تر ۲۱ سلنې پورې نور هم زیات شي.

د سیګار د راپور په یوه برخه کې له رسنیو او خبریالانو سره د طالبانو پر چلند مفصلې خبرې شوي دي.

د دې راپور له مخې، طالب چارواکو د رسنیو د محدودولو هڅو ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې د خبریالانو د نیونو یادونه هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر اقداماتو د خبریالانو او د رسنیو د مدافع اورګانونو له نیوکو وروسته د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې هیڅ خبریال د دوی په توقیف کې نه دی او د دوی حکومت د رسنیو ملاتړ کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG