د غویي اتمه نېټه په افغانستان کې د نجیب الله د حکومت له پای او د مجاهدینو له واکمنېدو سره برابره ده.
دا ورځ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریال د ورځې په نوم هم یادېږي.
۱۳۷۱کال د غويي ۸ هغه نېټه ده چې مجاهدینو د وخت ولسمشر نجیب الله ګوښه او دوی یې پر ځای واک ته ورسېدل.
د مجاهدینو د حکومت مشرانو په خیبر پښتونخواه کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ موقت حکومت جوړ او کابل ته ننوتل.
مجاهدینو هغه مهال د نجیب الله حکومت کمونیستي او د پخواني شوروي د یرغل په نتیجه کې تر رامنځته شوی حکومت باله.
که څه هم د پخواني شوروي اتحاد عسکرو د ۱۹۸۹ کال د فبروری تر ۱۵ افغانستان پرېښود خو د نجیب له حکومت سره یې همکاریو دوام درلود.
د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې د مجاهدینو په بریالیتوب هم افغانستان ارامه نه شو، هغه څه چې دغه هېواد کې تر اوسه نه شته.
له هغې مودې د ۳۰ کلونو په تېرېدو، د چارو ځینې پوهان وایي، د غویي ۸ په افغانستان کې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د سیاسي لوبو یوه برخه وه.
دوی ټینګار کوي، چې د دې میدان اصلي بایلونکي د افغانستان خلک دي چې د دغو پېښو قرباني شول.
د نړیوالو چارو پوه عزیز الدین معارج په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مخکې له دې چې د ثور د ۸ کودتا وشي د داوود خان د واک پر مهال مجاهدین د پاکستان په اسلام اباد کې راټول شوي وو چې ان د واشنګټن سپینې مانۍ ته تللي وو او هلته تنظیم شوي وو او وسله یې واخیسته، پیسې یې اخیستې وې او راغلل چې همدا د لویدیځ پلان پلی کړي."
نوموړی په ټینګار سره وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو دورو کې د خلکو په قرباني کولو کې د بېلابېلو دورو د ټولو رهبرانو لاس وو، چې په افغانستان کې یې د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ واکمني کوله.
د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتو د موسسې مشر او مجاهدینو ته یو نږدې کس مسعود ترشت وال په دې باور دی چې په افغانستان کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره باید د تاریخ له بېلابېلو دورو پند واخیستل شي.
نوموړي د غویي د ۸ په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د غویي د اتمې پېښه کې دوه پړاوونه شته، یو تر بریا او بل تر بریا وروسته د افغانستان د جهاد تر بري، یو معقول او موجه حرکت و له یرغل څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره د دیني احکامو په چوکات کې پیل او دوام یې وکړ، خو تر بریا وروسته درې ستونزې رامنځته شوې، د یو شمېر جهادي څېرو انحراف، د هېواد او دولت لرلو لپاره د یو منظم او يو جامع پلان نه درلودل او د ملي او جمعي ګټو پر ځای د شخصي ګټو لومړیتوب ګڼل."
اوسنۍ روسیه چې دا مهال له اوکراین سره په جګړه بوخته ده، د پخواني شورو عسکرو په مشرۍ په افغانستان کې د دغو جګړو پیلوونکې ده.
پر اوکراین د روسیې د حملې یو اټکل ناټو تړون تړون سره د اوکراین د یوازی کېدو په اړه ګومانونه وو.
د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل په سیمه ییزو هېوادونو کې د یوې ځانګړې ایدیولوژۍ د ساتلو لپاره و او پر اوکراین د روسیې حمله هم په دغه هېواد کې خپل هم توکمي خلک تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستل دي.
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه کمونیستان چې په افغانستان کې وو هره ورځ به یې له روسیې سره اړیکې نیولې چې که تاسو دلته راشئ د افغانستان ټول خلک د کمونېزم د منلو لپاره چمتو دي او روسیه هم افغانستان ته په همدې ډول ننوته، اوکراین ته روسیه د خپلو هم ژبیو لپاره تللې دوی وایي چې اوکراینیان زموږ خپله وینه ده او خپل مو دي، زموږ د کلتور یوه برخه له کیف نه پیل شوې نو باید دا زموږ وي."
طالبان د مجاهدینو د مجاهدینو د واکمنۍ پر ړنګولو سره پر افغانستان واکمن شول، دا دوه ډلې تر ننه پورې یو بل سره ښه مناسبات نه لري او اوس هم د طالبانو پر وړاندې مخالفه ډله همدا مجاهدین دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، چې د غويي اتمه د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا ورځ ده او په یو جهت او ډلې پورې اړه نه لري.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام االه سمنګاني په خپله ټویټر پاڼه د غويي د ۷ او ۸ نېټې پرتله کړي او لیکلي یې دي چې افغانانو د غویي د ۷ او ۸ بیه پرې کړې او د غویي میاشتې د ۸ لګښت بیه ښايي درنه وه.
هغه د دې خبرو په دوام لیکلي، چې باید پوه شو چې تر بریا وروسته ناکامي لوړه بیه لري.
له دې ټولو سره سره هغه څه چې د افغانانو لپاره د اندېښنو د دوام لامل دي، جګړه او نا امني ده چې له څلور لسیزو راپدېخوا په افغانستان کې دوام لري او د دغه هیواد خلک د یو د بېلابېلو رېژیمونو په بدلېدلو سره هم یوې تل پاتې سولې ته ونه رسېدل.