د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۳

افغانستان کې د رسنیو په وړاندې د ګواښونو او محدودیتونو په اړه د یوناما اندېښنه

دیبورا لاینز پرون د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره په کتنه کې د رسنیو پر ازادیو خبرې وکړې.
دیبورا لاینز پرون د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره په کتنه کې د رسنیو پر ازادیو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې افغانستان کې د رسنیو په وړاندې د پرتو ګواښونو او محدودیتونو په باب اندېښنه وښوده.

دیبورا لاینز پرون د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره په کتنه کې د رسنیو پر ازادیو خبرې وکړې.

د یوناما د اعلامیې له مخې مېرمن لاینز پرون د رسنيو په وړاندې د پرتو محدودیتونو او ګواښونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له دغه وزارت څخه وغوښتل چې له ژورنالېستانو سره رغنده خبرې اترې پيل کړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د اګسټ له ۱۵مې چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو د محدودیتونو او فشارونو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو فدراسیون غړي ضیا بومیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې تر پرونیو خبرو وروسته ازادي راډیو ته وویل: "فکر کوم د یوناما استازې خپله غوښتنه وروسته له هغې مطرح کړله چې د ځینو رسنیو استازو له هغې سره په کابل کې وکتل، خو له بده مرغه د رسنیو پر فعالیت د څار دنده اوس تر ډېره په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړه نه‌لري، د طالبانو د استخباراتو ادارې او امر بالمعروف ادارې له‌خوا د رسنیو پر فعالیت او د فعالیت پر څرنګوالي ګڼ محدودیتونه لګول کېږي چې هیله ده د پای ټکی کېښودل شي."

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو فدراسیون غړی ضیا بومیا
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو فدراسیون غړی ضیا بومیا

د بې‌پولې خبریالانو (ار اېس اېف) د ټولنې او د افغانستان د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې د تېرې میاشتې د ګډې سروې پر اساس، د تېر کال د اګسټ له ۱۵مې را په دې خوا په افغانستان کې ۲۳۱ رسنۍ بندې شوي او څه باندې ۶ زره ۴۰۰ خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي د دوی د بیا واکمنېدو راهیسې د رسنیو وضعیت ښه او نورمال دی او د تېر په څېر فعالیت او نشرات پر مخ وړي.

ده ویلي رسنیو ته کوم تهدید او ګواښ نه‌دی متوجې شوی.

د طالبانو له ډاډ سره سره په ګڼو ولایتونو کې غیر دولتي خبریالان نیول شوي، شکنجه شوي او ګڼ‌یې له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG