د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

طالبان: د پاکستان د هغې ادعا څېړنه کوو چې وایي، افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره کارول شوې 


طالبان
طالبان

وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ د افغانستان له خاورې د ترهګریزو اهدافو د کارونې ادعا وکړه، طالبان وایي په دې اړه څېړنې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه ازادي راډیو په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې "په دې اړه زموږ څېړنه روانه ده، موږ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې داسې استفاده وکړي."

مجاهد وایي په دې اړه زموږ څېړنه روانه ده
مجاهد وایي په دې اړه زموږ څېړنه روانه ده

دا په داسې حال کې ده چې تازه نن ځینو پاکستاني او نړیوالو رسنیو د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې د بیان پر حواله راپور ورکړی چې ویلي پاکستان "د ترهګرو له خوا د افغان خاورې کارول په کلکه غندي."

پرون یکشنبه د خیبر پښتونخوا په کرمه اجنسۍ کې د پاکستاني اردو پر یوې پوستې د برید پر مهال پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د دې برید پړه پاکستاني طالبانو « TTP » منلې ده.

پاکستاني سرتېری په میرانشاه بازار کې
پاکستاني سرتېری په میرانشاه بازار کې

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې دا ډزې د افغانستان له خاورې د دوی پر سرتېرو شوې دي.

دا برید داسې مهال شوی چې څو ورځې مخکې د بلوچستان ازادي غوښتونکو د پاکستان په سوېل لوېدځ کې د خپلو بریدونو پر مهال نهه پاکستاني سرتېري ووژل چې پاکستاني چارواکو هغه مهال هم ادعا کړې وه چې دا بریدونه له افغانستان او هند څخه پلان شوي وو.

دغه شان د اګست میاشتې په ورستیو کې هم د پاکستان پوځ له خوا ادعا شوې وه چې په قبایلي سیمه باجوړ کې، د افغانستان له خاورې په یو برید کې د دوی دوه تر درېیو پورې سرتېري وژل شوي دي.

تر دې مخکې طالبانو د دوحې په مذاکراتو کې له امریکا سره ژمنه کړې چې هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په زیان وکاروي.

XS
SM
MD
LG