د نورستان یو شمېر قومي مشران وایي، په هېواد کې د بې روزګارۍ او روان اقتصادي حالت له امله يې په سيمه کې د خلکو ترمنځ د پولې او پټي پر سر شخړې زیاتې شوي دي.
د مشرانو په خبره چې هره ورځ يې دوی د هواري لپاره په جرګو بوخت وي.
د دواب ولسوالۍ قومي مشر او د ولسي جرګې پخوانی وکیل داد محمد خان وايي، پخوا د سیمې زیاتو کسانو دولت کې بېلابېلې دندې درلودې او په خبره یې ډېری يې په ښارونو کې اوسېدل، نو د پولې پټې ګټې ته يې دومره اړتیا نه پیدا کېده.
نوموړی وايي، روان خراب اقتصادي حالت خلک بې روزګاره کړي او بېرته یې خپلو مېنو ته ستانه کړل چې په وینا یې د پولې، پټې ګټې ته يې سترګې غړیږي.
محمدخان وايي: "د پولې پټي پر سرجنګونه زیات شوي، خلک دوه افغانۍ عواید نه لري، ټول بې روزګاره دي، ټوله ورځ د پټو او پولو پرسر جګړې وي، دوه میاشتې مو په همدې روغو جوړو تېرې کړې. له یوې جرګې نه یو پاڅېدلي، چې بل ځای کې جنګ شوی وي."
حاجي عبدالمجید هم د روغو جوړو په جرګو کې تل بوخت وي وايي، بې روزګارۍ، غربت او د مرستو نه شتون د دغه ډول کلیوالي او قومي شخړو رامنځته کېدو ستر لاملونه دي.
قومي مشرانو ازادي راډیو وویل، په یادو شخړو او جنګونو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو سره له دومره ستونزو بیا هم دوی په دې بریالي شوي چې د ډېرو کسانو ترمنځ دښمنۍ او بدبينۍ پای ته ورسوي.
دوی له اوسني حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې بې روزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او همدا راز بې وسو کورنیو سره مرستې وکړي.
په نورستان کې طالب چارواکي وايي، د خلکو اقتصادي ستونزو هوارولو لپاره يې دولتي کار کوونکو ته د معاشونو او بې روزګارو کسانو ته د مرستندویه ټولنو په همکارۍ د نغدو پېسو او خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل کړې.
په نورستان کې د طالبانو د مطبوعاتو مسول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "د بې روزګارۍ او فقر کچه د نورو ولایتونو پرتله ډېره زیاته ده. اوس مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې، اکټېد او نورو موسسو له خوا د خوراکي توکو او نغدو پېسو د ویش لړۍ روانه ده. روانې مرستې د نورستان غریب ولس ستونزې نه شي حلولی، نو له نورو خیریه ټولنو هم غواړودې ولایت ته خپلې مرستې را ورسوي او خلک له دغو بدو اقتصادي حالاتو وژغوري."
خلک وايي، په دواب، نورګرام او نورو سیمو کې پخوا هم د ځنګلونو، اوبو او ځمکو پرسر جنګونه کېدل چې د کشتوز او کامدېش او د نورګرام په شام او نورو درو کې د لسګونو کلونو را په دې خوا دښمنۍ يې ښکاره بېلګې دي، خو اوس به په کې یو څه زیاتوالی راغلی وي.
دوی وايي، دا د حکومت، قومي مشرانو او ځوانانو دنده ده چې د دغه ډول شخړو مخه ونیسي او کومو ځایونو کې چې شخړې پر دښمنیو بدلې شوې باید د دښمنو کورنیو او قومونو ترمنځ د روغې جوړې هڅې وکړې.