د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

سيګار: طالبان د کوکنارو د کښت بندولو توان نه‌لري


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ (سيګار) اداره وايي چې طالبان د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو د توليد بندولو توان نه‌لري.

سيګار د افغانستان د وضعيت په اړه په خپل تازه راپور کې ليکلي چې د روان ميلادي کال د اګسټ مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه بيا تر اوسه پورې په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د وضعيت په اړه هېڅ يوې کورنۍ او بهرنۍ ادارې کوم راپور نه‌دی خپور کړی.

سيګار ويلي چې په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې امريکايي ادارو خپل ټول فعاليتونه بند کړي دي.

دا اداره وايي، نه‌يوازې دا چې په ځينو ولايتونو کې نشه‌يي مواد د طالبانو مالي سرچينه ده، بلکې د کوکنارو د کښت منع کول به د دې سبب شي چې په کليوالو سيمو کې د طالبانو مخالفت ډېر شي او دا مخالفت به د طالبانو د حکومت د کمزورۍ سبب وګرځي، خو طالبان وايي دوی پوهېږي چې نشه‌يي مواد افغانستان او نړۍ ته زيان رسوي، له همدې امله د دوی حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ژمن دي.

د سيګار په راپور کې د طالبانو حکومت د وياند د اګسټ میاشتې وينا ته هم اشاره شوې چې ويلي يې و له نشه‌يي موادو سره به مبارزه کوي، خو سيګار ويلي چې د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ ډول رسمي ژمنه نه‌ده کړې.

احمدالله وثیق
احمدالله وثیق

د طالبانو حکومت مرستيال وياند احمدالله وثيق ازادي راډيو ته وويل، طالبان پوهېږي چې نشه‌يي مواد افغانستان او نړۍ ته زيان لري، له همدې امله به له نشه‌يي موادو سره مبارزه وکړي.

ښاغلی وثیق زیاتوي: "کله چې په تېرو وختونو کې د افغانستان اسلامي امارت حاکم و، نو د کوکنارو کښت‌يې صفر ته رسولی و، اوس به هم ان‌شاءالله له همدې پالېسۍ څخه کار اخلي، اسلامي امارت په دې نظر دی چې نشه‌يي مواد ټولو ته زيان رسوي، هم افغانانو او هم بهرنيانو ته، نو له همدې امله هر شی چې زموږ خلکو ته زيان رسوي هغه ته به اجازه ورنه‌کړي. "

د سيګار په راپور کې د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا د دوهم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او رئیس‌الوزرا د سياسي مشاور نومونه هم په داسې ډول ياد شوي چې د سيګار په وينا، په تېرو وختونو کې د نشه‌يي موادو په قاچاقو کې په لاس لرلو تورن بلل شوي وو.

دا خبره په داسې وخت کې راپورته کېږي چې بزګر د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې د کوکنارو د بل فصل لپاره ځمکې چمتو کوي، خو دا بزګر وايي چې دوی ته تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د کوکنارو د نه‌کرلو په اړه خبر نه‌دی ورکړی.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او سياسي تحليلګر خالد پښتون وايي، که په تېرو ۲۰ کالو کې د طالبانو او نشه‌يي موادو کاروباريانو اړیکو ته وګورو، نو دا به ګرانه وي چې طالبان به دومره ژر د کوکنارو کښت بند کړي.

کندهار ولایت کې د کوکنارو کروندې
کندهار ولایت کې د کوکنارو کروندې

ښاغلی پښتون وايي: "د نړیوالو غوښتنه هم دا ده چې بايد طالبان له نشه‌يي موادو سره مبارزه وکړي، خو له بده مرغه چې طالبان يوه ژمنه لري، ژمنه دا ده چې په تېرو ۲۰ کالو کې بزګرو، ځمکه‌والو او قاچاق کوونکو د عشر په نوم له دوی سره مرستې کړې دي چې دا يې پر دوی يو ډول احسان او اخلاقي ژمنه ده، په دې ډول خلکو کې د نشه‌يي موادو لوی قاچاق کوونکي هم شامل دي چې طالبانو نږدې اړيکې ورسره درلودې، له همدې امله طالبان نه‌شي کولای چې تر دې اساسي مسئله تېر شي، ځکه چې د عوایدو يوه لويه سرچينه‌يې همدا نشه‌يي مواد دي."

په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د نيولو په اړه راپور نه‌دی خپور شوی، خو د طالبانو حکومت د معتادینو راټولولو لړۍ له سره پيل کړې چې په دې کار سره په ښارونو کې د نشه‌يي موادو رانيول او پلورل کم شوي او د نشه‌يي موادو د خرڅولو ډېری واړه ځایونه يا ساقي خانې هم ورسره تړل شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG