زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له دندې تر استعفا وروسته د لومړي ځل لپاره وویل چې امریکا د افغانستان پر مخکېني ولسمشر کافي فشار رانهووړ چې له طالبانو سره واک شریک کړي.
خلیلزاد دا خبره د وروستیو تحولاتو په تړاو د سيبياېس (CBS) ټلوېزیون له فېس دې نېشن پروګرام سره یوه مفصله مرکه کړې چې پرون خپره شوې، کړې ده.
هغه د واک د شریکولو په برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زما قضاوت دا دی چې موږ په هغه باندې کافي فشار نهدی راوړی. دا چې ډېر داسې افغانان وو چې غوښتلیې پر غني ډېر فشار واچوي او پوښتنهیې کوله چې موږ خو به څه نهوایو؟ موږ دا کار ونهکړ. موږ له ولسمشر غني سره نرمي کړې. موږ ډیپلوماسي کارولې. موږ هغه وهڅوو."
خلیلزاد په دې مرکه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږد پوځي مأموریت د پای ته رسېدو په تړاو هم ځینې پوښتنې ځواب کړې.
هغه د پروګرام د کوربنې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو مشر مارک میلي د مأموریت په دې شکل پای ته رسول یوه ستراتېژیکه ماته بللې؟ وویل: "زه فکر کوم چې د هغه څه په اړه چې هلته پېښ شوي ډېر غوسه او خپګان شتون لري. زه فکر کوم چې موږ د ترهګرۍسره د مبارزې په برخه کې خپل هدف تر ډېره ترلاسه کړ. مګر د ډیموکراتیک افغانستان د جوړولو په موضوع کې زما په اند ناکامه شوو."
خلیلزاد د امریکا د اوسنۍ ادارې د پرېکړې په اړه هم شک څرګند کړ چې ګواکې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې پر مهال د پوځیانو د را ایستلو په برخه کې له طالبانو سره د ده په مټ ایښودل شوي شرطونه لغوه کېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله هم له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په بهیر کې د ګډوډیو او په دغه جګړهځپلي هېواد کې د لوېدېځ له ۲۱ کلنې ښکېلتیا وروسته د طالبانو لهخوا د ناڅاپه واک نیولو له امله له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
بایډن بیا ویلي چې د دوحې تړون د ده د ادارې لاسونه ورتړلي وو.
خو خلیلزاد وویل چې دا تړون د "شرایطو پر بنسټ یوه بسته" وه چې پهکې د طالبانو او کابل ترمنځ وروستۍ خبرې اترې او همدارنګه دایمي اوربند شامل وو.
خلیلزاد زیاته کړه چې بایډن شرایطو ته له پام پرته "د تقویم پر اساس د وتلو پرېکړه وکړه".
خلیلزاد چې د طالبانو لاس ته د افغانستان د لوېدو په برخه کې له ګڼو انتقادونو سره مخ دی د اکټوبر په ۱۸مه له خپلې دندې لاس په سر شو.
ده له کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا لهخوا د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی و ۱۱ دوره له طالبانو سره خبرې وکړې او بالاخرهیې د ۲۰۲۰ کال د فبروري د تړون لاسلیک ته لار هواره کړه.
په لومړیو کې دا د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یو اغېزمن ګام ګڼل کېده، ځکه پر بنسټیې امریکایي عسکر له افغانستانه وتل، خو یو نظام او جوړ شوي بنسټونهیې تر شا پرېښودل، خو هغه څه چې پلان شوي وو، ونهشول.