د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۳

طالبان: هرات کې له موږ سره نښته کې د وژل شویو کسانو په اړه څېړنه کوو

هرات؛ طالب وسله‌وال
هرات؛ طالب وسله‌وال

طالبان وایي، د هغو کسانو په اړه څېړنه کوي چې پرون هرات کې د دوی له ځواکونو سره په وسله‌واله جګړه کې ووژل شول.

دا جګړه چې څو ساعته‌یې دوام وکړ د طالبانو د ځانګړو ځواکونو او مشکوکو انسان تښتوونکو ترمنځ د هرات ښار په ۱۵مه حوزه کې وشوه.

طالبان وایي دا جګړه‌یې له انسان تښتوونکو او د هدفي وژنو له عاملانو سره کړې ده.

پرون ځینو ناتأیید شويو راپورونو کې وویل شول چې له طالبانو سره د جګړې دا مقابل لوری داعش پورې تړلي اختطافچیان وو، خو د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي، په دې اړه څېړنه کوي.

مجاهد زیاتوي: "زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دې کسانو په اختطاف، بېلابېلو قتلونو او برمته نیولو کې لاس درلود. موږ په دې اړه هم څېړنه کوو چې ایا دغه کسان له داعش سره اړیکه لري او که نه."

ذبیح‌الله مجاهد وایي، په دې اړه څېړنه کوي.
ذبیح‌الله مجاهد وایي، په دې اړه څېړنه کوي.

مجاهد وایي، هرات ښار کې پرون وروسته تر دې دا جګړه وشوه چې د دوی ځانګړو ځواکونو پر هغه کور عملیات پیل کړل چې وسله‌وال انسان تښتوونکي په‌کې پټ شوي وو.

نوموړی وایي، انسان تښتوونکو مقاومت کاوه، نو ځکه د دوی عملیاتو څو ساعته دوام وکړ.

مجاهد وایي دې جګړه کې څلور اختطاف کوونکي وژل شوي دي.

هرات کې د روغتون یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له جګړې وروسته ورته د ۱۷ کسانو مړي وروړل شوي دي.

د دې سرچینې په وینا وژل شویو کې ۷ ماشومان، ۳ ښځې، ۶ نرینه او یو طالب وسله‌وال شامل دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي بیا پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې جګړه کې څلور انسان تښتوونکي وژل شوي، خو طالبانو ته زیان نه‌دی اوښتی.

په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې انسان تښتوونکي د هستوګنې یوه کور کې پټ شوي وو.

ارشیف، هرات کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، هرات کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ښار په ۱۵مه حوزه کې دې جګړې درې ساعته دوام وکړ.

طالبانو د تېر اګسټ په ۱۵مه د قدرت واګی په لاس کې واخیست او ادعا یې وکړه چې افغانستان کې يې اوږده جګړه پای ته ورسوله.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته څو خونړۍ حملې وشوې چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

په دغو کې درې بریدونه ډېر خونړي وو چې یو یې د کابل هوایي ډګر سره او دوه نور یې د کندز او کندهار په جوماتونو کې په شیعه لمونځ کوونکو وشول.

دې بریدونو کې شااوخوا ۲۵۰ ملکیان ووژل شول.

طالبانو ویلي، داعش د دوی په وړاندې لویه ننګونه نه‌ده، خو وروستیو کې یې په کابل او ختیځ کې د دغې ډلې په وړاندې د عملیاتو د پيل خبر ورکړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG