په لومړي ځل د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی مني چې ګوندې حکومت یې د یو شمېر هېوادونو تر فشار لاندې دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا فشارونه د افغانستان او نړۍ په ګټه نه بولي.
که څه هم ښاغلی مقتي دا نه وايي چې د فشارونو دا بهیر په کومه کچه او په کومه برخه کې دی، خو له طالبانو د نړېوالې ټولنې غوښتنه له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون، د یوه ټولګډونه حکومت جوړښت او د بشر په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له قوله، دوی ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي، خو که د فشارونو لړۍ دوام وکړي، ګټه به یې د هغه چا وي چې ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولای شي.
متقي زیاته کړه: "موږ له نړیوالو سره ښې او دوه اړخیزې اړیکې غواړو او دا مو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د چا په زیان نه کارول کېږي. له نړۍ هم غواړو، که تاسې پر افغانستان فشار راوړئ، په افغانستان د فشار ډول-ډول بېلګې کاروئ، دا به د هغه چا په ګټه وي چې هغه ټولې دنیا ته زیان رسوي. که دلته نظام قوي شي او ولس سوکاله ژوند ولري، دا به د ټولې نړۍ په ګټه وي."
ښايي له دې څرګندونو د ښاغلي متقي موخه، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو بیا ځلي خوندیتوب او امنپټنځایونه وي.
هغه ګواښ چې یو ځل بیا د ۱۱ سېپټمبر د پېښې په څېر د نورو هغو تکرار ته زمینه برابرولای شي.
د دې ګواښ په اړه لا له وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې اندېښنه ښودلې ده.
دوی ویلي چې افغانستان کې د القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو له بیا فعالیت اندېښنه لري.
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو جوړولو په لټه کې دي او د دې لړۍ د پیاوړي کېدو لپاره یې په بېلابېلو کچو تماسونه هم پیل کړي.
خو ترڅنګ یې طالب چارواکي دا مني چې اوسنی نظام یې ستونزې لري او د هواري لپاره یې کار روان دی، خو دوی ټينګار کوي چې دا حالت باید د دې لامل نهشي چې د دوی او نړۍ ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.
داسې ښکاري چې پر طالبانو تر ټولو ډېر فشار د متحده ایالاتو او د دوی د ډېرو نږدې متحدانو لهخوا وي.
تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په تړاو خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي، دوی به د هر افغان د حقونو د خوندیتوب لپاره له هر ډول ډیپلوماټیک، اقتصادي، سیاسي او مرستندویه لارې کار واخلي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، متحده ایالات په منظم ډول د واک د لېږد او د یوه پراخ بنسټي حکومت د جوړېدو، په ځانګړي ډول په دې حکومت کې د ښځو او لږکیو د ونډې غوښتنونکي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان د تلپاتې همکارۍ ډاډ ورکړی، خو دا یې هم ویلي، غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ دي.
خو طالبان دا ډول څرګندونې په یوه ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د تېرو تجربو تکرار ګڼي.