د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۵

طالبان: ارزګان کې د نشه‌يي موادو د پلورونکو پر ضد عمليات پيل شوي


ارزګان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارزګان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

په ارزګان ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې يې په دغه ولايت کې د نشه‌يي موادو د پلورونکو يا ساقيانو د نيولو لپاره تصفيوي عمليات پیل کړي دي.

د ارزګان ولایت د امنيت امر کامران اخندزاده ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات‌يې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې پیل کړي چې په نتيجه کې يې د نشه‌يي موادو ۱۱ پلورونکي یا ساقیان نیولي دي.

ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "په لومړي پړاو کې مو هغه خلک نيولي چې پوډر، هيروئين او ترياک‌يې خرڅول او عام خلک‌يې ساقيان بولي، دوی مو نيولي او محبس ته مو اچولي دي. په دوهم پړاو کې پلان لرو چې عام معتادین هم ونیسو."

په ارزګان ولایت کې طالبانو په داسې حال کې د معتادینو راټولولو عملیات پیل کړی چې په دغه ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره کوم مرکز نه‌شته، له همدې امله طالبان اړ دي چې معتادین له نورو زندانیانو سره يوځای په زندان کې وساتي.

ارزګان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارزګان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت اوسېدونکي د طالبانو د دې کار هرکلی کوي، خو له طالبانو څخه دا هم غواړي چې بايد دا کار نمایشي او شعاري بڼه ونه‌لري، بايد په حقیقت کې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو مخه ونیول شي.

دوی وايي چې د نشه‌يي موادو له پلورونکو او معتادینو څخه تر پوزې راغلي او د دوی له لاسه‌يې ژوند ډېر تريخ شوی دی.

د ترینکوټ ښار يوه اوسېدنکي روح‌الله ازادي راډيو ته وویل: "مخکې دلته هر ځای نشه‌يي مواد خرڅېدل، ان دا چې د سړک پر غاړه هم نشه‌يي مواد خرڅېدل، خو د نوي نظام په راتګ سره د نشه‌يي موادو پلورل بند شول، هغه پوډريان چې پخوا به‌يې د خلکو له کورونو څخه غلاوې کولې، د بېلګې په ډول موټرسايکلان او نور سامانونه‌يې غلا کول، د نوي نظام په راتګ سره موږ ډېر خوشحاله يو، ځکه چې د نشه‌يي موادو ډېر پلورونکي يې نيولي دي."

خو د ترینکوټ ښار اوسېدونکي زیاتوي چې په دغه ولایت کې داسې خلک هم شته چې په لويه پيمانه نشه‌يي مواد پلوري او طالبانو ته په کار ده چې هغوی هم ونيسي.

د ارزګان د ترینکوټ ښار یوه څنډه
د ارزګان د ترینکوټ ښار یوه څنډه

د ترینکوټ ښار اړوند د توري سيمې يو اوسېدونکي احمدالله ازادي راډيو ته داسې وویل: "اوس هم داسې ډېر خلک شته چې نشه‌يي مواد پټ خرڅوي، خو لکه پخوا ښکاره‌يې نه‌خرڅوي. زموږ غوښتنه دا ده چې لومړی معتادین راټول کړي او بيا يې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته يوسي او بله غوښتنه مو دا ده چې بايد د نشه‌يي موادو پلورونکي يا ساقيان ونيسي، که دا کار وشي، څوک به نشه‌يي مواد نه‌شي خرڅولای او زموږ ځوانان به له دې عمل څخه وژغورل شي."

د توري سیمه په ترینکوټ ښار پورې تړلې او د دې ښار شمال ختیځ ته پرته ده چې د نشه‌يي موادو د پلورونکو ډېر مرکزونه په همدې سيمه کې دي او ډېر خلک شکايت ځینې کوي.

د ارزګان ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې تر څو د کوکنارو د کښت مخه نه‌وي نیول شوي، د نشه‌يي موادو د پلورونکو او اعتیاد مخه نيول به هم ګران کار وي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG